د سرسايه (صدقة الفطر) بیان او په اړه يې مسئلې

د سرسايې هدف څه دی؟

د روژې د سپېڅلې مياشتې په ختمېدو سره په هر مسلمان د سرسايې ورکول لازميږي، کومه چې ور ته د الله له خوا د روژې د وړتيا ورکولو په بدل کې د شکر څرګندونه ده. د دې هدف له ناوړو کارونو، يا ويناوو څخه د روژتيانو پاکول، او له بېوزلو او اړو خلکو سره مرسته ده،(۱) لکه په يو حديث شريف کې چې ور ته اشاره شوې ده: د الله رسول هغو خلکو باندې د سرسايې ورکولو امر کړی دی چې روژه نيسي تر څو يې له ناوړو کارونو يا ويناوو څخه څخه وژغوري، او دا چې د اړو له پاره ازوکه برابره شي. د هغو له پاره چې د اختر له لمانځه يې وړاندې ورکړي، زکات، او د هغو له پاره چې له لمانځه يې وروسته ورکړي، صدقه شمېرل کيږي.(۲). استاذ قرضاوي  د دې حديث د تشرېح په ترڅ کې وايي چې د سرسايې دوه موخې دي، يوه يې له فرد پورې اړه لري کومه چې د هغه د روژې د بشپړتيا، او يا په عمل يا وينا کې د نيمګړتياوو د معاوضې له پاره ده، او بله يې له ټولنې پورې اړه لري، په دې هڅه چې د ټولنې د غړو په مينځ کې د اختر په بختوره ورځ مينه او خوښي خپره شي. (۳) په همدې ډول د انسان روح له ځينو نورو نيمګړتياوو لکه د پيسو مينه يا بُخل څخه هم پاکوي. سربېره پر دې، د يو چا شته د غيرقانوني ګټې له داغونو څخه هم پاکوي، او هم د ناروغيو درمل دي.(۴) لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي: ښه به وي چې خپل ناروغان په صدقې ودرملئ.(۵)
د دې تر څنګ سرسايه د فقيرانو او مسکينانو د اړتياوو پوره کولو يوه وسيله ده، او هغوی د اختر په ورځ د خيرات له غوښتلو څخه ساتي.(۶) رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: د هغوی اړتياوې په دغه ورځ(د اختر په ورځ) په ورځ کړئ.(۷)

د سرسايې ورکول پر چا لازم دي؟

د امام شافعي، مالک، او احمد رحمهم الله عليهم اجمعين په نظر د سرسايې ورکړه په هر هغه ازاد مسلمان واجب ده، چې يوه پيمانه خُرما يا وربشې ولري په دې ډول چې د هغه او کورنۍ څخه يې د يوې ورځې او يوې شپې له پاره د اساسي خوراک په توګه اړتيا نه وي. هر ازاد مسلمان بايد د خپل ځان، مېرمنې، کوچنيانو، او غلامانو سرسايه ورکړي. مګر د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه  په نظر سرسايه په هغه چا لازمه ده چې د خپل کور د لګښتونو، غلام، اس(سورلۍ)، او وسلې له اړتياوو څخه وروسته ور سره نصاب پوره شوی وي.(۸)
د الخطابی د تشريح په اساس، سرسايه په ټولو مسلمانانو لازمه ده، نه يوازې په هغو چې د نصاب څښتنان وي، او د هغه په وينا دا د جمهورو علماوو نظر دی. هغه وايي، په حقيقت کې د سرسايې تر شا حکمت له ناوړو اعمالو يا اقوالو څخه د روژتيانو پاکول دي، او دا چې هر مسلمان دې پاکوالي ته اړ دی، نو له دې امله سرسايه ورکول په هر مسلمان لازم دي، که هغه بېوزله وي، او که موړ، خو چې يوه پيمانه د هغه د اساسي خوراک په توګه د هغه د يوې شپې او ورځې له اړتيا څخه زيات وي. او څرنګه چې هغه لازمي حکمت د ټولو مسلمانانو تر مينځ شريک دی، نو له دې امله دغه مکلفيت هم د ټولو تر مينځ ګډ دی. (۹)
قرضاوي هم د جمهورو رايه په دې ډول تائيدوي: دا د اسلام يو حکمت دی چې سرسايه يې نه يوازې په مالدارو لازمه کړي، بلکه نږدې په هر مسلمان يې لازمه کړې، ځکه چې ډېر کم به داسې څوک بيامومې چې د يوې ورځې او يوې شپې له اړتيا څخه زيات يوه پيمانه خوراک و نه لري. له دې امله د دغه مکلفيت تر شا حکمت دا دی چې بېوزله هم په سخاوت وروزي، او د خيرات د ورکړې عزت او شخصيت احساس کړي. الله جل جلاله مومنان په دې ټکو يادوي چې هغوی په پراخۍ يا تنګۍ کې خيرات ورکوي.(۱۰)، ځکه نو، که دې حکمت ته فکر وکړو، نو روښانه به شي، چې اړ خلک هم بايد سرسايه ورکړي، ځکه چې هغه ته تاوان دی، که له يوې خوا يوه سرسايه ورکوي، له بل لوري د ډېرو خلکو سرسايه تر لاسه کوي. (۱۱)
په همدې ډول دا هم بايد په ياد ولرو چې سرسايه بايد د هر هغه چا ورکړل شي، چې د روژې د وروستۍ ورځې تر لمرلويده پورې ژوندی وي. دا د شافعيانو، حنبليانو او مالکيانو نظر دی. په ورته ډول که چېرې يو څوک د روژې له وروستي لمرلويده څخه وړاندې مړ شي، سرسايه ترې ساقطيږي، او که چېرې د روژې په وروستۍ ورځ د چا اولاد پيدا شي، بايد پر ځای يې سرسايه ورکړل شي. اکثريت فقهي علما د په ګېډه کوچني پر ځای سرسايه ورکول لازم نه بولي، مګر د امام احمد په نظر د هغه په بدل کې هم بايد سرسايه ورکړل شي، ځکه چې د هغه له پاره له نيک نيته د شتمنۍ مقررول روا دي.

سرسايه څه وخت لازميږي؟

د علماوو په اند سرسايه د روژې په پای کې لازميږي، مګر د دقيق وخت په اړه يې بېلابېل نظرونه لري. الثوری، اسحق، مالک(په يو نظر کې)، او شافعي(په يوه رايه کې) په دې اند دي چې مناسب وخت يې د وروستۍ روژې لمرلويده دی، ځکه چې دا د رمضان د پای وخت دی. مګر الليث، احناف، شافعي(په يوه بله رايه کې)، او مالک(په يوه بل نظر کې) په دې اند دي چې ښه وخت يې د اختر د ورځې د سهار را ختنه ده، ځکه چې دا له اختر پورې تړلی يو عبادتي عمل دی، نو ځکه يې ورکړه بايد له اختر څخه وړاندې نه وي، کټ مټ د قُربانۍ په اختر کې د حلالې په څېر.(۱۲)
نو په دې اساس توپير دلته دی، که يو کوچنی د وروستۍ روژې له لمرلويده وروسته او د اختر له سهار راختلو مخکې پيدا شي، نو ايا سرسايه ورکول يې لازميږي؟ د لومړۍ رايې پر بنسټ، نه لازميږي، ځکه چې زيږون له ټاکلي وخت څخه وروسته پېښ شوی، او د دويمې رايې پر اساس، لازميږي، ځکه چې زېږون په هغه مطلوب وخت کې صورت نيولی.(۱۳)
ّ

سرسایه باید څه وخت ادا کړو؟

روا نه ده چې سرسايه د اختر له ورځې څخه وځنډول شي، په دې معنی چې يو سړی کولای شي سرسايه د اختر تر لمانځه پورې ټال کړي، مګر د ځينو نورو علماوو په اند سړی کولای شي ان د اختر له لمانځه څخه وروسته ته هم د سرسايې ورکړه وځنډوي.(۱۴) د فقهې څلورګوني ستر امامان په لومړي نظر، مګر ابن سيرين او النخعی يې د اختر له لمانځه وروسته ورکړه هم شونې بولي. احمد وايي: اميد دی چې د ورکړې په ټالولو کې به څه زيان نه وي. ابن رسلان وايي چې په دې هوکړه شوې چې د سرسايې ورکړه بايد يوازې په دې دليل و نه ځنډول شي چې دا يو ډول زکات دی. نو پر دې اساس هر رنګه ځنډونه يې ګناه، او له کوم شرعي عذر پرته له خپل وخت څخه د لمانځه د وروسته کولو په څېر ده.(۱۵)
په هر صورت، د فقهې د څلورو منل شويو مذهبونو په اساس له اختر لمانځه څخه په وروسته کولو سره د سرسايې لزوم له منځه نه ځي. که چېرې يې څوک له اختر لمانځه څخه وړاندې ادا نه کړي، له غاړې يې نه ساقطيږی، بلکه د يو پور په ډول پرې پاتې کيږي، ان تر مرګه وروسته هم. او وارثان يې بايد د پاتې شوې سرسايې له ورکړې مخکې ميراث سره ونه ويشي.(۱۶)
د زياترو علماوو په نزد، روا ده چې سرسايه له اختر څخه ورځ دوه مخکې ورکړل شي. د ابن عمر رض له خوا روايت شوي حديث پر بنا رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ته امر وکړ چې سرسايه مخکې له دې ورکړئ چې خلک د اختر لمانځه د اداکولو له پاره ووځي. نافع وايي چې عمر رض به سرسايه د رمضان له ختمېدو يوه یا دوه ورځې مخکې ورکوله. مګر له دې سره سره، له دې څخه د زياتې مودې مخکې ورکولو په اړه علما بېلابېل نظرونه لري. د امام ابوحنيفه د نظر په اساس روا ده چې سرسايه ان له رمضان څخه د سرسايې په نيت مخکې هم ورکړل شي.(۱۷) امام شافعي يې د رمضان په پيل کې ورکړه روا بولي، او امام مالک او امام احمد(د هغه د مشهور نظر پر اساس) يې له اختره فقط يوه يا دوه ورځې وړاندې ورکول روا بولي.(۱۸)
استاذ قرضاوي د رايو د دې څوتوب تر شا لاملونه دا ګڼي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم به سرسایه د اختر د سهار له لمانځه وروسته او د اختر له لمانځه مخکې ورکوله ځکه چې په هغه وخت کې د مسلمانانو ټولنه کوچنۍ وه. د صحابه و په دور کې سرسايه له اختر څخه ورځ، دوه مخکې ورکول کېده. کله چط اسلام خپور شو، نو فقهاوو د دې اجازه ورکړه چې سرسايه د رمضان په پيل يا نيمايي کې ورکړل شي تر څو د اختر له رارسېدو پورې خپلو مستحقو کسانو ته ورسيږي، په دې توګه به د وېش د جريان له امله له اختر څخه د سرسايې د ځنډېدو امکان له مينځه لرې شي.(۱۹) د سرسايې د ورکړې په اړه د بېلابېلو رايو له بیانولو وروسته شيخ عطيه سقر وايي چې د رايو دا څووالی د سرسايې د وخت په اړه مسلمانانو ته څه نرمښت په لاس ورکوي، او يو مسلمان کولای شي له دغو وختونو څخه په هر يوه کې خپله وجيبه تر سره کړي. په ورته توګه هغه وايي چې په بېلابېلو وختونو کې د سرسايې ورکړه بېوزلو ته د دې فُرصت په لاس ورکوي چې خپلې اړتياوې د اوږدو پړاوونو له پاره لرې کړې.(۲۰)
زما په اند د رايو دا څورنګي، هم د بېوزلو د اړتیاوو د لرې کولو، او هم د سرسايې د لزوم تر شا د هغه شرعي حکمت د تحقق د په پام کې نيولو له امله ده. ځکه نو، تر ټولو غوره او منلې لاره به دا وي چې سړی هغه نظر پلی کړي چې هم پکې شرعي حکمت په پام کې ونيول شي، او هم يې تر شا هدف، يعنې د اختر په ورځ بېوزلو ته خوښي راوړل، او د هغوی کوچنيانو ته داسې فُرصت برابرول چې د نورو د کوچنيانو په څېر له اختره خوند واخلي.

د کوم ډول متبادلو خوراکونو ورکړه روا ده؟

په دې اړه هم علما څو رايې لري. د حنبليانو په اند پينځه ډول خوراکونه په سرسايه کې ورکول کېدای شي: خُرما، مميز، غنم، وربشې، او وچ پنېر. د امام احمد په نظر د هر ‌ډول حبوباتو(چې د اساسي خوراک په توګه کاريږي) او خُرماوو ورکړه روا ده که څه چې پورتني پينځه ګوني خوراکونه موجود هم وي. د مالکيانو او شوافعو په فکر روا ده چې هر ډول خوراک د سرسايې په توګه ورکړل شي، خو په دې شرط چې د هغې سيمې، يا هغه شخص اساسي خوراک وي. او حنفيان د سرسايې د قيمت ورکړه هم روا بولي. (۲۱)
ابن القيم دا خبره داسې غوټه کړې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خُرماوو، وربشو، مميزو، يا وچ پنير د يوې پيمانې ورکړه توصيه کړې، ځکه چې دا د مدينې د خلکو اساسي خوراکونه وو. د نورو سيمو خلک دې د هغو دانو يوه پيمانه ورکړي چې د هغې سيمې اساسي خوراک وي، لکه وريژې، جوار، او نور. مګر که د ځينو خلکو اساسي خواړه له دانو پرته بل څه وي لکه شيدې، غوښه، ماهي…، نو بيا دې د هماغو خوراکونو يوه پيمانه ورکړي. دا د ډېری علماوو نظر دی، او تر ټولو غوره رایه ده، ځکه چې د يوې سيمې د اساسي خوراکونو په پام کې نيولو سره د اختر په ورځ د هغه ځای د بېوزلو اړتياوو ته ځواب وايي.(۲۲)

د سرسايې حسابول:

لکه څنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، د سرسايې اندازه يوه پيمانه ده، او له مميزو او غنمو پرته د ټولو خوراکونو په اړه په دې اندازې علماوو اتفاق کړی. د غنمو او مميزو په اړه شافعيان، مالکيان او حنبليان وايي چې د دېوو اندازه هم يوه پيمانه ده، مګر حنفيان د غنمو د نيمې پيمانې په اړه په يوه خوله، او د مميزو په اړه يو نظر نه لري.(۲۳) استاذ قرضاوي د دې دواړو نظرونو له څېړنې وروسته دې پايلې ته رسېدلی چې: غنم د پيغمبر عليه السلام په وخت کې معمول خوراک نه وو، نو ځکه يې د نورو خوراکونو په څېر يوه پيمانه ونه ټاکله. تر کومه بريده چې د اصحابو، لکه معاويه رضی الله عنه او نورو، خبره ده چې د اوربشو، يا خُرماوو د يوې پيمانې په ځای يې د غنمو نيمه پيمانه وټاکله، دلته د پرتلې خبره په پام کې نيول شوې، ځکه چې د نورو خوراکونو د بيې په پرتله د غنمو نرخ لوړ وو، او د نورو خوراکونو نرخ يو ډول. هغه وايي، چې د صحابه وو د رايې پر اساس ارزښت بايد د معيار په ډول په پام کې ونيول شي، او دا يو ډول بې ثباتي او سرګرداني را مينځته کوي، ځکه چې نرخونه د يو ځای او يو وخت په پرتله بل ځای او وخت ته توپير لري. د بېلګې په توګه پاکستان(او افغانستان او ځينې نور هيوادونه هم) کې د غنمو ارزښت د خُرماوو له ارزښت څخه لږ دی، نو څنګه هلته د غنمو نيمه، او د خُرماوو پوره پيمانه ورکړو؟ په همدې توګه هغه زياتوي، چې نن ورځ مميز له غنمو او خُرماوو څخه ډېر قيمته دي. د هغه په فکر يوازينۍ حل لاره دا ده چې پيمانه د معيار په ډول ونيول شي.(۲۴)
قرضاوي وايي: دا چې پيغمبر عليه السلام ولې پيمانه يا ساع د معيار په ډول وټاکه او پيسې يې و نه ټاکلې، د دې تر شا دوه لامله کېدای شي: لومړی دا چې پيسې تر هغه وخته په عربانو، او په ځانګړي ډول په بدويانو، کې غير معمولې وې. هغوی خپل مالي واحد نه درلود، نو ځکه که هغه پيسې ټاکلې وای، دا به د هغوی له پاره تکليف ګرځېدلی وو. دوهم دا چې، د پيسو د اخيستنې وړتيا وخت په وخت بدلون مومي. مثلاً، د يو معلوم مالي واحد د اخيستنې وړتيا يو وخت لږه، او بل وخت زياته وي، او په دې توګه د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه غير ثابته بڼه غوره کوي. همدا لامل دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د سرسايې له پاره يو ثابت معيار غوره کړ، هومره چې د يوې کورنۍ اړتياوې پوره کړای شي، او يوه پيمانه د ټولې ورځې له پاره د يوې کورنۍ له پاره بسوالی کوي.(۲۵)

پيمانه څومره وي؟

ساع يا پيمانه يوه ځانګړې اندازه ده چې د څلورو مودو؟ برابره ده(يو مود د يو متوسط سړي يوه لپه ده). د ساع اوسني وزنونه د تلل کيدونکي شي په اړه فرق کوي. د مثال په ډول د غنمو يوه پيمانه ۲۱۲۶ ګرامه، د وريژو ۲۵۲۰ ګرامه، او د لوبيا ۲۲۵۰ ګرامه ده.(۲۶)، له دې امله ځينې علما په دې نظر دي چې اصلي معيار پيمانه ده، نه وزن، ځکه چې ځينې خوراکونه له ځينې نورو څخه درانده وي.(۲۷)، خو زما په فکر دا به هغه وخت يوه ستونزه وي چې د يو ځانګړي ډول خوراک معادل وزن نه وي پېژندل شوی. که چېرې له يو چا سره اندازه يا وزن نه وي، نو بيا دې څلور موده معيار ونيسي. اوس مهال خو دا ستونزه له مينځه تللې، ځکه چې په اسلامي هيوادونو کې د ديني چارو وزارتونه، او په لويديز کې مسجدونه هر کال د سرسايې ارزښت اعلانوي. په هر صورت دا هغه لازمي مقدار دی چې هر مسلمان يې بايد ورکړي. غوره به دا وي چې يو سړی، په ځانګړي ډول ماړه خلک، زيات مقدار ورکړي، ځکه چې اجر يې له خدای سره شته.

سرسايه د پيسو په بڼه:

لکه مخکې مو چې ور ته اشاره وکړه، احنافو د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه روا ګڼلې، او دا د الثوری، حسن البصری، او عمر بن عبدالعزيز نظر دی. مګر پاتې درې مذهبونه د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړې ته اجازه نه ورکوي. د هغوی دليل دا دی چې پيغمبر عليه السلام سرسايه د پيسو په بڼه نه ده ورکړې، نو ځکه يې د پيسو په بڼه ورکړه له سنتو مخالف کار دی. ځينې اوسني علما د احنافو رايه تائيدوي، ځکه چې اوس مهال د خلکو له پاره اسانه ده، او په ځانګړي ډول په ښارونو کې چې د خلکو ټولې معاملې په روپيو دي. د دغه نظر له اوسنيو پلويانو څخه شيخ شلتوت(رح)، الغزالی(رح)، او القرضاوي(حفظه الله) دي.(۲۸). شيخ قرضاوي د دې دوه لاملونه وړاندې بيان کړل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې د پيسو په بڼه سرسايه نه ورکوله. په همدې ډول هغه وايي چې د سرسايې هدف د بېوزلو د اړتياوو لرې کول دي، او هغه د پيسو په بڼه ممکن دی، او دا چې په زياترو حالاتو، او په زياترو هيوادونو کې د پيسو ورکړه د بېوزلو په ګټه وي.(۲۹) هغه دا هم وايي چې د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د رسول الله صلی الله عليه په وخت کې هم د ورکوونکي له پاره اسان وو، او هم د اخيستونکي له پاره په ګټه. مګر نن ورځ د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د بېوزلو په تاوان دي، او چندان ګټه نه شي ترې اخيستلای. مثلاً، غنم يا خُرما چې تر څو بېرته و نه پلوري، او هغه هم په ټيټ نرخ، تر هغې خپلې اړتياوې نه شي پوره کولای.(۳۰)
قرضاوي، له دغه نظر څخه د قحطۍ حالات چې د خوراک ورکړه پکې ډېره ګټوره ده، مثتثنی ګرځولي، او وايي چې په سرسايه کې بايد د غريب ګټه معيار وګڼل شي، او دا چې د قحطۍ، او آفتونو په وخت کې اصلي اړتیا خوراک وي، نو د جنس ورکول په کار دي. او که چېرې پيسې ګټورې وې، نو بيا دې پيسې ورکړي.(۳۱)
نن ورځ که مونږ په اسلامي هيوادونو کې په عامه توګه، او لويديزو هيوادونو کې په ځانګړې توګه، د مسلمانانو حالت ته وګورو، مومو چې دويمه رايه ډېره اسانه، او د اسلامي قانون له روح، او د مسلمانانو له اوسني حالت سره ډېره روغه ده. او که چېرې لويديز ميشتي مسلمانان وغواړي د خپل زکات مالونه يا يوه برخه يې اسلامي هيوادونو ته وليږي، نو د پيسو په بڼه ورکړه يې تر ټولو غوره لاره ده.
سرچينه: اسلام انلاين.نټ
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب