د سرسايې د وركړې مهال کله دی؟

له ابن عمر ( رضي الله عنه )څخه روايت دى چې رسول الله  امر وكړ چې مسلمانان دې خپلې  سرسايې داختر لمانځه ته له تللو نه دمخه وركړي .

داهم روا ده چې سرسايې له اختر نه  يوه او يا دوې ورځې دمخه  هغه چاته چې اخلي يې وركړاى شي . له نافع نه روايت دى : ابن عمر خپله سرسايه  هغو كسانو ته  چې يې قبلوله  وركوله او هغه يې نوموړو كسانو ته له اختر نه يوه او يا دوې ورځې مخكې وركوله . متفق عليه

[irp][irp][irp]

له عذر نه پرته په خپل وخت دسرسايې نه وركول حرام دي

دلته بيا دحضرت ابن عباس هغه پورتنۍ حديث را اخلو چې  د سرسايې دحكمت په بحث كې مو ياد كړ ى و

له ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه روايت دى:

 رسو ل الله ( صلي الله عليه وسلم) دسرسايې وركړه، د روژې نېوونكي  روژې له  بې ځايو خبرو، ښكنځلو دپاك كوونكي او دبېوزلو كسانو د خوړو  په توګه فر ض ګرځولې ، نو هغه څوك چې داختر دلمانځه له ادا نه مخكې  وركړي،  قبول شوى زكات دى او كه يې  داختر له لمانځه  نه وروسته  وركړي  بيا د نورو صدقاتو په توګه دى ( دفطر دزكات په جمله كې نه راځي )

سرسايه پر هغه مسلمان چې متوسطه او ارام ژوند ولري  او د هغه  د كورني پر ښځينه وو ، نارينه وو كه  بلوغ ته رسېدلي وي او كه نه ، واجب ده،همدارنګه هغه څوك چې له خپلې اصلي اړتياوو نه زيات څه ولري، دسرسايې وركړه ورباندې واجب ده، بله  مهمه خبره چې يې دلته يادول  اړين ښكاري ، هغه داده چې دزكات په ډول دسرسايې دوجوب له پاره  دا ضروري  نه ده چې د شخص پر شتمنى دې كال تېر شي ، بلكې كه  يوازې  دلمر ختو نه  څو شېبې وړاندې هم خداى تعالى څوك دشتمنۍ خاوند وګرځوي نو سرسايه ورباندې لازمه او واجب ده .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب