د سرسایې حساب، متبادل خوراکونه، پيمانه او د پیسو حساب یې

د کوم ډول متبادلو خوراکونو ورکړه روا ده؟

په دې اړه هم علما څو رايې لري. د حنبليانو په اند پينځه ډول خوراکونه په سرسايه کې ورکول کېدای شي: خُرما، مميز، غنم، وربشې، او وچ پنېر. د امام احمد په نظر د هر ‌ډول حبوباتو(چې د اساسي خوراک په توګه کاريږي) او خُرماوو ورکړه روا ده که څه چې پورتني پينځه ګوني خوراکونه موجود هم وي. د مالکيانو او شوافعو په فکر روا ده چې هر ډول خوراک د سرسايې په توګه ورکړل شي، خو په دې شرط چې د هغې سيمې، يا هغه شخص اساسي خوراک وي. او حنفيان د سرسايې د قيمت ورکړه هم روا بولي. (۲۱)
ابن القيم دا خبره داسې غوټه کړې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خُرماوو، وربشو، مميزو، يا وچ پنير د يوې پيمانې ورکړه توصيه کړې، ځکه چې دا د مدينې د خلکو اساسي خوراکونه وو. د نورو سيمو خلک دې د هغو دانو يوه پيمانه ورکړي چې د هغې سيمې اساسي خوراک وي، لکه وريژې، جوار، او نور. مګر که د ځينو خلکو اساسي خواړه له دانو پرته بل څه وي لکه شيدې، غوښه، ماهي…، نو بيا دې د هماغو خوراکونو يوه پيمانه ورکړي. دا د ډېری علماوو نظر دی، او تر ټولو غوره رایه ده، ځکه چې د يوې سيمې د اساسي خوراکونو په پام کې نيولو سره د اختر په ورځ د هغه ځای د بېوزلو اړتياوو ته ځواب وايي.(۲۲)

د سرسايې حسابول:

لکه څنګه مو چې وړاندې اشاره وکړه، د سرسايې اندازه يوه پيمانه ده، او له مميزو او غنمو پرته د ټولو خوراکونو په اړه په دې اندازې علماوو اتفاق کړی. د غنمو او مميزو په اړه شافعيان، مالکيان او حنبليان وايي چې د دېوو اندازه هم يوه پيمانه ده، مګر حنفيان د غنمو د نيمې پيمانې په اړه په يوه خوله، او د مميزو په اړه يو نظر نه لري.(۲۳) استاذ قرضاوي د دې دواړو نظرونو له څېړنې وروسته دې پايلې ته رسېدلی چې: غنم د پيغمبر عليه السلام په وخت کې معمول خوراک نه وو، نو ځکه يې د نورو خوراکونو په څېر يوه پيمانه ونه ټاکله. تر کومه بريده چې د اصحابو، لکه معاويه رضی الله عنه او نورو، خبره ده چې د اوربشو، يا خُرماوو د يوې پيمانې په ځای يې د غنمو نيمه پيمانه وټاکله، دلته د پرتلې خبره په پام کې نيول شوې، ځکه چې د نورو خوراکونو د بيې په پرتله د غنمو نرخ لوړ وو، او د نورو خوراکونو نرخ يو ډول. هغه وايي، چې د صحابه وو د رايې پر اساس ارزښت بايد د معيار په ډول په پام کې ونيول شي، او دا يو ډول بې ثباتي او سرګرداني را مينځته کوي، ځکه چې نرخونه د يو ځای او يو وخت په پرتله بل ځای او وخت ته توپير لري. د بېلګې په توګه پاکستان(او افغانستان او ځينې نور هيوادونه هم) کې د غنمو ارزښت د خُرماوو له ارزښت څخه لږ دی، نو څنګه هلته د غنمو نيمه، او د خُرماوو پوره پيمانه ورکړو؟ په همدې توګه هغه زياتوي، چې نن ورځ مميز له غنمو او خُرماوو څخه ډېر قيمته دي. د هغه په فکر يوازينۍ حل لاره دا ده چې پيمانه د معيار په ډول ونيول شي.(۲۴)
قرضاوي وايي: دا چې پيغمبر عليه السلام ولې پيمانه يا ساع د معيار په ډول وټاکه او پيسې يې و نه ټاکلې، د دې تر شا دوه لامله کېدای شي: لومړی دا چې پيسې تر هغه وخته په عربانو، او په ځانګړي ډول په بدويانو، کې غير معمولې وې. هغوی خپل مالي واحد نه درلود، نو ځکه که هغه پيسې ټاکلې وای، دا به د هغوی له پاره تکليف ګرځېدلی وو. دوهم دا چې، د پيسو د اخيستنې وړتيا وخت په وخت بدلون مومي. مثلاً، د يو معلوم مالي واحد د اخيستنې وړتيا يو وخت لږه، او بل وخت زياته وي، او په دې توګه د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه غير ثابته بڼه غوره کوي. همدا لامل دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د سرسايې له پاره يو ثابت معيار غوره کړ، هومره چې د يوې کورنۍ اړتياوې پوره کړای شي، او يوه پيمانه د ټولې ورځې له پاره د يوې کورنۍ له پاره بسوالی کوي.(۲۵)

پيمانه څومره وي؟

ساع يا پيمانه يوه ځانګړې اندازه ده چې د څلورو مودو؟ برابره ده(يو مود د يو متوسط سړي يوه لپه ده). د ساع اوسني وزنونه د تلل کيدونکي شي په اړه فرق کوي. د مثال په ډول د غنمو يوه پيمانه ۲۱۲۶ ګرامه، د وريژو ۲۵۲۰ ګرامه، او د لوبيا ۲۲۵۰ ګرامه ده.(۲۶)، له دې امله ځينې علما په دې نظر دي چې اصلي معيار پيمانه ده، نه وزن، ځکه چې ځينې خوراکونه له ځينې نورو څخه درانده وي.(۲۷)، خو زما په فکر دا به هغه وخت يوه ستونزه وي چې د يو ځانګړي ډول خوراک معادل وزن نه وي پېژندل شوی. که چېرې له يو چا سره اندازه يا وزن نه وي، نو بيا دې څلور موده معيار ونيسي. اوس مهال خو دا ستونزه له مينځه تللې، ځکه چې په اسلامي هيوادونو کې د ديني چارو وزارتونه، او په لويديز کې مسجدونه هر کال د سرسايې ارزښت اعلانوي. په هر صورت دا هغه لازمي مقدار دی چې هر مسلمان يې بايد ورکړي. غوره به دا وي چې يو سړی، په ځانګړي ډول ماړه خلک، زيات مقدار ورکړي، ځکه چې اجر يې له خدای سره شته.

سرسايه د پيسو په بڼه:

لکه مخکې مو چې ور ته اشاره وکړه، احنافو د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه روا ګڼلې، او دا د الثوری، حسن البصری، او عمر بن عبدالعزيز نظر دی. مګر پاتې درې مذهبونه د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړې ته اجازه نه ورکوي. د هغوی دليل دا دی چې پيغمبر عليه السلام سرسايه د پيسو په بڼه نه ده ورکړې، نو ځکه يې د پيسو په بڼه ورکړه له سنتو مخالف کار دی. ځينې اوسني علما د احنافو رايه تائيدوي، ځکه چې اوس مهال د خلکو له پاره اسانه ده، او په ځانګړي ډول په ښارونو کې چې د خلکو ټولې معاملې په روپيو دي. د دغه نظر له اوسنيو پلويانو څخه شيخ شلتوت(رح)، الغزالی(رح)، او القرضاوي(حفظه الله) دي.(۲۸). شيخ قرضاوي د دې دوه لاملونه وړاندې بيان کړل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې د پيسو په بڼه سرسايه نه ورکوله. په همدې ډول هغه وايي چې د سرسايې هدف د بېوزلو د اړتياوو لرې کول دي، او هغه د پيسو په بڼه ممکن دی، او دا چې په زياترو حالاتو، او په زياترو هيوادونو کې د پيسو ورکړه د بېوزلو په ګټه وي.(۲۹) هغه دا هم وايي چې د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د رسول الله صلی الله عليه په وخت کې هم د ورکوونکي له پاره اسان وو، او هم د اخيستونکي له پاره په ګټه. مګر نن ورځ د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د بېوزلو په تاوان دي، او چندان ګټه نه شي ترې اخيستلای. مثلاً، غنم يا خُرما چې تر څو بېرته و نه پلوري، او هغه هم په ټيټ نرخ، تر هغې خپلې اړتياوې نه شي پوره کولای.(۳۰)
قرضاوي، له دغه نظر څخه د قحطۍ حالات چې د خوراک ورکړه پکې ډېره ګټوره ده، مثتثنی ګرځولي، او وايي چې په سرسايه کې بايد د غريب ګټه معيار وګڼل شي، او دا چې د قحطۍ، او آفتونو په وخت کې اصلي اړتیا خوراک وي، نو د جنس ورکول په کار دي. او که چېرې پيسې ګټورې وې، نو بيا دې پيسې ورکړي.(۳۱)
نن ورځ که مونږ په اسلامي هيوادونو کې په عامه توګه، او لويديزو هيوادونو کې په ځانګړې توګه، د مسلمانانو حالت ته وګورو، مومو چې دويمه رايه ډېره اسانه، او د اسلامي قانون له روح، او د مسلمانانو له اوسني حالت سره ډېره روغه ده. او که چېرې لويديز ميشتي مسلمانان وغواړي د خپل زکات مالونه يا يوه برخه يې اسلامي هيوادونو ته وليږي، نو د پيسو په بڼه ورکړه يې تر ټولو غوره لاره ده.
سرچينه: اسلام انلاين.نټ
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب