د سرمایې فرار لاملونه

دتېرو دریو لسیزو جګړو اوبې ثباتۍ له لاسه افغانستان د نورو فرصتونو تر څنګ د پانګه اچونې ښه فرصتونه هم له لاسه ورکړل. د ۲۰۰۱کال وروسته بهرنیو او داخلي سرمایه دارانو په افغانستان کې سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه کړ. په مخابراتو، کانونو، بانکدارۍ او نورو برخو کې په ملیاردونو ډالره پانګونه وشول، خو په تېرو دوو کلونو کې د بهرنیانو د وتو او نورو تبلیغاتو سره داګراف ډېر راکښته شوی دی.

کله چې پانګه وال د سیاسي اواقتصادي بې ثباتۍ د خطراتو یا په نورو هیوادونو کې د لوړې ګټې په خاطر د یوه هیواد څخه بل ته خپله سرمایه انتقالوي داسې حالت ته (دسرمايې فرار) وایي.
دسرمایې فرار یا وتنه دیوه هیواد پر اقتصادي ودې اوانکشاف باندې ډېره منفي اغیزه کوي، په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې هلته ښه طبیعي منابع او د پانګونې ښه فرصتونه موجود وي.دسرمایې وتنه دداخلي پانګونې ظرفیت کمزوری کوي او پراقتصادي ودې باندې اوږدمهاله منفي تاثیرات لري. دسرمایې وتنه په قانوني اوغیرقانوني توګه جریان مومي، که په قانوني توګه انتقال شي نو د دولت په حساب یا((National Account کې به ثبت شوې وي او دولت ته به یې مالیات تصفیه کړي وي. اوکه دغیرقانوني لارې څخه ولېږدول شي نو د نړیوال تروریزم اوجرمونو په حمایه کې به فعال رول لوبوي.
دسرمایې فرارد۱۹۹۰کلونو په شاوخوا کې په آسیایې اولاتیني امریکاکې‎‎ لیدل کیږي چي دارجنتاین د۲۰۰۱ اقتصادي بحران یولامل هم ددې هیواد څخه دسرمایې وتل په ګوته شوي دي. دنړیوال مالي تمامیت ((Global Financial Integrity ادارې دڅېړنو پر بنسټ په ۲۰۱۰کال کې دمخ په ودې هیوادوڅخه ۸۵۹ ملیارده ډالره د مختلفو عواملو پر اساس وتي دي عوامل یې فساد، جرمونه، دمالیو څخه تېښته او نور غیرقانوني فعالیتونه ښودل شوي دي. ددې ادارې د څېړنو پر اساس د۲۰۰۱ څخه تر۲۰۱۰پورې د ۵،۸۶ تریلیونه ډالره په غیر قانوني توګه د مخ پر ودي هیوادو څخه وتي  دي. ددې هیوادو په سر کې چین، مکسیکو، مالیزیا، سعودي عرب اوروسیه راځي.

دسرمایې د فرار لاملونه:

 لوړې مالیې: کله چي په یوه هیواد کې لوړې مالیې وضعه کیږي نو پانګه وال غواړي چي په داسې هیوادو کې پانګونه وکړي چې هلته د مالیو اندازه کښته وي.
 اقتصادي بې ثباتي : کله چې د اسعارو دتبادلې نرخ بې ثباته وي، تورم او د داخلي پیسو ارزښت په قصدي توګه کمېږي او دخارجي اسعارو ارزښت ډېریږي نو سرمایه ګذاران خپله سرمایه یوه خوندي ځای ته لېږي.
 سیاسي بې ثباتي: دیوه مملکت داخلي نا ارامي لکه جنګ، سیاسي اوښتون اونور عوامل دې ته لار هواروي چې تجاران پښې سپکي کړي او یو داسي ځای ته لاړ شي چې هلته پوره ثبات وي.
 دپانګه وال ساتنه : دپانګه وال د سر، سرمایې او نورو حقوقو د نه ساتنې په صورت کې هغوی خوندي ځاي ته ځي. په دې لړ کي افغانستان تر ټولو نا امنه هیواد دی، یانې د نړیوال بانک دسروې پراساس افغانستان په ۱۸۵ هیوادو کې تر ټولو اخرځای لري.
 فساد او د نهادي بنسټونوکمزورتیا: په دولتي ادارو کې د فساد، کمزورې حکومتدارۍ او نا موثره هماهنګي سوداګر او پانګه وال دې ته اړباسي چې د پانګه اچونې لپاره بل ځای وپلټي. افغانستان د نړۍ دپنځو فاسدترینو هیوادونو د لیست په سر کې راځي.

له افغانستان څخه دسرمایې فرار

که څه هم تېره لسیزې د افغانستان لپاره نسبتا ښې لاسته راوړنې درلودې خو د دوامداره انکشاف او ودې لپاره موثرکارونه نه دي ترسره شوي، چې یومثال یې په تېرو یوولسوکلونو کې دزیاتې سرمایې فرار دی.
د۲۰۰۲ څخه تر نن پورې لږ تر لږه ۳۰ ملیارډه ډالر د مختلفو قانوني اوغیر قانوني طریقو په واسطه د هیواد څخه بهر په ځانګړې توګه دوبۍ ته وتلي دي، چې دهغې جملې څخه ۴،۶ ملیارده یوازی په ۲۰۱۱ کې د کابل له هوایي ډګرڅخه وتلي دي، چي دافغانستان دټولو ناخالصو داخلي تولیداتو۲۵٪ جوړوي.
دا ارقام شاید تراصلي اندازې ډېر لږ وي ځکه دافغانستان یوازې ۷٪ خلک په بانک کې حساب لري اونور۹۳٪ دحوالې له لارې راکړه ورکړه کوي.
دافغانستان د سرمایې په وتلو کې ټول هغه لاملونه چې مخکې ذکر شول صدق کوي خو  د ۲۰۱۴ کال خبرې چې بهرنیان افغانستان پرېږدي، په دولت کې ناکافي ظرفیت، او دګاونډیانو آوازې دسرمایې په چټکې وتنې کي ډېر رول لري.

د  افغانستان دولت څه کړي دي؟

 په ۲۰۱۲ کې دولت د مالیاتو په وضعه کولو کې د عمده تغیراتو او آسانتیاوو اعلان وکړ، په دې کې د لس کلن مالیاتي سهولت ((Tax Break او د هغو د شرکتونو او سوداګرو لپاره چې دلته دصادراتو په وده، زراعتي تشبث اوساختماني سکتور کې پانګونه وکړي د هغو لپاره به راتلونکو لسو کلونو د وړیا مځکې زمینه برابره کړي.

your ads

 د ډېرو بهرنیو هیوادونو سره د سوداګرۍ، ترانزیت اوامنیتي تړونونه لاسلیک سویدي چی دادبهرنیواوداخلي سوداګرودباوراواعتماددلاسته راوړلودپاره مفید بلل کیږي.
 دافغانستان مرکزي بانک(دافغانستان بانک) پدې ورستیو کي داسې مقررات وضع کړل چي د هغو پراساس هرفرد کولای شي چي یوازي ۲۰۰۰۰ډالردځان سره یوسي.

دسرمایې د فرار د مخنیوي لپاره باید نور څه وکړو؟

 دسرمایې د فرار د مخنیوي د پاره باید سالمي پولي اومالي کړنلارې جوړي شي.
 د سوداګرو د پاره د تعرفو کمول، د بیمې خدمتونو  ته وده ورکول او دځمکو موثر وېش ډېر اړین دي.
 د سوداګرو د پاره د باوري برېښنا برابرول، پورونه ورکول اوپر وخت باندې د دوی مشکلات حلول ډېر مهم دي.
 په دولت کې دننه د ښې حکومتداري، ظرفیت لوړونې، رښتینولی او اداري موثریت د پاره باید اغېزناک ګامونه واخیستل شي تر څو د فساد مخنیوی وشي او پر اړونده نهادونو باندې د پانګه والو باور زیات شي.
 ددې مشکل د  رفع کولو لپاره باید د هغو هیوادو سره خبرې وشي چېرې چې دغه سرمایه انتقالیږي.
 مېشت بهرني هیوادونه باید خپل او د منطقې هیوادونه دافغانستان د طبعي زېرمو درا ایستلو لپاره وهڅوي. چې د هغو له جملې څخه د چین اوهند هیوادونه د یادولو وړ دي.
 دافغانستان دولت باید د موډرنې او پرمختللې زېربنا لپاره چې د پانګونې د جذب لپاره حیاني رول لري اعظمي هڅې وکړي، په دې کې باید درېل خط، حلقوي سړک د اوبو د خوندې کولو نوې لارې چارې او معیاري بانکونه منځ ته راشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب