د سعد بن معاذ رض په جنازه کي ۷۰۰۰۰ اویا زره ملائکه !

حضرت معاذ رضي الله تعالی عنه هغه مبارک صحابي وو، چي دده په وفات سره عرش په لړزېدو سو؛ دده لپاره د اسمانو دروازې خلاصي سوې؛ دده مبارک په جنازه کي ۷۰۰۰۰ اویا زره ملائکه علیهم السلام ګډون کړی وو؛

حضرت جابر رضي الله عنه وایي چي موږ د رسول صلی الله علیه وسلم سره را ووتلو یعني راغلو و سعد رضي الله عنه ته؛ نو سعد رضي الله عنه وفات سو، بیا نبي کریم علیه السلام لمونځ ور کړ، وروسته یې په قبر کي کېښود او بیا یې خاوري پر را واړولې؛ نبي علیه السلام ډېر یا اوږد تسبیح وویلی چي : سبحان الله ” موږ هم تسبېح وویلی سبحان الله ” بیا نبي علیه السلام تکبیر وویلی چي: الله اکبر ” موږ هم تکبیر وویلی: الله اکبر ” بیا وروسته نبي علیه السلام لره وویل سوه چي یا رسول الله ! ولي دي تسبیح او وروسته تکبیر وویلی؟!
نبي علیه السلام وفرمایل : په حقیقت سره پر دغه صالحه بنده چي سعد بن معاذ رضي الله عنه دی، قبر پر را تنګ سو؛ تر داسي وخته پوري مي تسبیح او تکبیر وویلی چي کله بیرته د قبر د تنګۍ څخه لیري سو.
[رواه احمد _ مشکوة جـ ۱ صـ ۲۶ ] اعاذنا الله من عذاب القبر ومن عذاب النار

#یادونه : کله چي مړی قبر ته ور کښته کړل سي نو قبر حتماً ورباندي تنګیږي، هغه خپله دبدبه مړي ته ښکاره کوي، دا تنګي پر هر شخص باندي راځي؛ الله رب العزت دي موږ ته مغفرت وکړي؛ یقیني قبر ډېر بېروونکۍ او دردونکي منزل دی!!

لیکنه : احمدجنیدمبارز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب