د سفر د لمانځه یو څو ضروري مسئلې

۱ـ  مسئله:

مسافر چې تر څه وخته پوري د خپل کلي د آبادۍ څخه د باندي ووزي تر هغه وخته پوري به مسافرانه لمونځ نه کوي که چيري دیو ښار په آبادي کې دننه و نو تر څو پوري چې د آبادي څخه د باندي ولاړ نه سی مسافر نه ورته ویل کیږي.   ـــ هدایه ـــ

ـ۲ـ  مسئله

که چیري یو مسافر څلور رکعتیز لمونځ پوره وکړي او قصر یې نه کړي نه که یې چیري په دوهم رکعت کي ناسته وکړه نو په آخر کي دي سجده سهوه وکړي چي لمونځ یې صحت و مومي لیکن که یې په قصد څلور رکعته وکړه نو ګنهګاره کیږي او که یې په هیره سره څلوره ر کعته وکړه نو دوه رکعته یې فرض او پاته دوه رکعته یې نفل بلل کیږي. او که چیري یي تر دوهم رکعت وروسته ناسته نه وکړه نو څلور سره نفل کرځي. دوه رکعته فرض به دوهم واري کوي. ـــ درمختار ـــ

ـ۳ـ  مسئله

your ads

که مسافر چیري پر یو ځای باندي په بیغمي او اطمینان سره د ځان ساتني لپاره ودریږي نو ښايي چې سنت موکد هم وکړي او که يې تلوار وي یا موټر یا ریل ګاډي څخه د پاته کېدو خطر وي او یا بله داسي بې اطمیناني وي نو په سنتو پریښودلو کې ګناه نسته . ـــ شامي ـــ

مګر د سهار د لمانځه سنت دي نه پریږي ځکه ځینو علماو په ترک د دوی درجه واجب ته نږدې کړیده

ـ۴ـ مسئله

کوم لمونځ چې په سفر کې قضا سي تر مقیم کیدلو وروسته دی هم د هغه لمامنځه قضايي مسافرانه راوړي.

ـــ عالمګیري ـــ

ــ۵ ــ مسئله

که چیري امام مسافر و او مقتدیان یې کورني وه امام دي خپل دوه رکعته پوره کړي او سلام دي و ګرځوي او کورني مقتدیان دي سلام نه ګرځوي د امام تر سلام کرځولو وروسته دي دوه رکعته نور وکړي او په هغه دواړو رکعتو کې دي قرائت نه وايي. بلکي د قرائت ویلو په اندازه دي پټه خوله ودریږي. ـــ عالمګیري ـــ

ـ۶ـ  مسئله

که چیري مسافر په کورني امام پسي لمونځ کوي په دې صورت کي به مسافر هم پوره څلور رکعته کوي

ـ۷ـ  مسئله

که څوک پر لمانځه ولاړ و . د پنځلسو ورځو نیت یې وکړ. نو کورنی مقیم سو نو په دغه صورت کې چي نیت یې د اقامت کړی وي هغه لمونځ به هم پوره کوي او قصر به نه کوي. ـــ بهشتي زبور ــــ

ـ۸ ـ  مسئله

که يې په ښار یا کوم بل ځای کي تر ۱۵ ورځو کم د اوسیدو نیت و مسافر دئ ده لره ښايي مسافرانه لمونځ وکړي. ـــ هدایه ــــ

ـ۹ـ  مسئله

که چیري امام مسافر و او مقتدیان يې کورني وه په دې صورت کې به مقتدي د رکعتونو تعداد معلوموی. نیت به داسي تړي:- نیت کوم د زړه له اخلاصه لمونځ کوم فرض د ماپښین یا مازدیګر یا ماخستن خاص خدای تعالی لره اقتدا مي ده په دې حاضر امام پسي مخ مي دي پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب