د سفر نه مخکې او رسیدلو حالات | د حج لارښود

د افراد حج طريقه:

یادونه: دافراد حج یو څه تفصیل سره بیانوو او بیا قران او تمتع په لنډه توګه در پېژنو ترې وروسته دحج عمومي طریقه ده چې هغه بیا په بشپړه تفصیل سره بیانېږي.

د احرام غسل او د احرام ټوکرونه اغوستل

افراد حج کوونکی به له خپل میقات څخه احرام تړي له احرام وړاندې که ښځه ورسره وي او له کوروالي څخه کوم خنډ نه وي نو ښځې سره دې کوروالي  هم وکړي،سنت دې واخلي او بیا دې  دپاکي په موخه غسل وکړي دتخرګ او سپوخ ویښتان وخريي که غسل شونی نه و اودس دې وکړي که اودس شونی نه وي، تیمم دې نه کوي  دغه غسل یوازې دپاکي په موخه ترسره کیږي نو ځکه ماشوم، حیض یا نفاس کې ښځه به یې هم ترسره کوي له غسل وروسته ګنډل شوي کالي وباسي او داحرام دوه ټوکرونه چې له یو څخه لنګ او بل څادر غوندې په ځان کړئ که دوه ټوکرونه نه وي یو هم بسنه کوي دغه راز که سپین ټوکرونه نه وي دبل رنګ ټوکرونه هم کارولی شی خو سپین غوره دي. [1]

عطر کارول

د ټوکرونو اغوستلو نه وروسته په بدن او احرامونو عطر وکاروئ که وي او که نه وي هیڅ پروا نه لرې، نارینه دې داسې عطر وکاروي چې بوی یې وي او رنګ ونه لري او ښځینه دې داسې عطر کاروي چې رنګ یې وي خو بوی ونه لري خو پام مو وي چې په احرامونو داسې عطر ونه کاروئ چې جسم (ذات) ونه لري.[2]

[irp][irp]

د احرام دوه رکعاته لمونځ

له دې وروسته پټ سر، له اضطباع پرته  دوه رکعاته نفل لمونځ وکړئ په دې شرط چې مکروه وخت نه وي،په لومړی رکعات کې دالکافرون سورت  او په دویم رکعات کې یې داخلاص سورت تلاوت کړئ له لمانځه وروسته سر لوڅ او له زړه داحرام نیت وکړئ او په ژبه دا ووایئ:[3] اللهم اني ارید الحج فیسره لي وتقبله مني.[4]

د ښځې احرام

ښځه به خپل ګنډل شوي کالي نه وباسي بلکې هغه به په خپلو کالیو کې وي ځکه چې دښځې احرام په مخ کې وي یعني څادر به یې په مخ نه لګوي او اسانه لاره یې دا ده چې داسې خولی ( لکه انګریزي خولی) دې واغوندي چې راوتلی چج ولري او دخولی په چج دې خپله چادري (برقعه) راوزړوي.[5]

له نیت وروسته درې ځله په لوړ غږ تلبیه ووایئ: لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لک لبیک، ان الحمد والنعمة لک والملک لاشریک لک.

البته ښځه به یې په ټیټ غږ وایي یو ځلي تلبیه ویل واجب او درې ځله ویل یې مستحب دي اوس تاسو احرام وتړئ او محرم شوئ . [6]

اوس؛ نو داحرام له ټولو ممنوعاتو ځان ژغوری او تلبیه زیاته وایي په ځانګړې ډول سهر او ماښام ،د لیدنې کتنې او په مخه خه په وخت، دناستې او ولاړې او ملاستې،ختلواو کوزېدلو په وخت کې او له هر لمانځه وروسته. [7]

 د احرام تړلو په اړه يوه ګټوره مشوره

غوره ده له پرواز نه مخکې داحرام غسل په خپل کور کې وکړئ او داحرام نیت او تلبیه مه وايئ یوازې داحرام په ټوکرونه یو تن نه محرم کیږي کله چې الوتکه (طیاره) کې سپاره شی او کله چې الوتکه پرواز وکړي نو داحرام نیت او تلبیه ووایئ اوس تاسو محرم شوی او داحرام له ممنوعاتو څخه به ځان ساتئ.

دا مشوره ځکه اړینه ده که تاسو له خپل کور څخه احرام وتړی او داحرام نیت او تلبیه هم ووایئ نو تاسو محرم شوی او د احرام له ټولو ممنوعاتو څخه به ځان ساتئ او خدای مه کړه که پرواز مو زیات وځنډیږي نو په تکلیف به شئ او دا به درته ګرانه وي چې د احرام له ټولو ممنوعاتو ځانونه وساتئ او که ترسره کوی یې دم به درباندې واجبېږي.

[irp][irp]

یادونه:

دا ټول هغه وخت چې دالوتکې پرواز مو دجدې هوايي میدان ته وي اوکه پرواز مو دمدینې منورې هوایي میدان ته وي نو احرام به نه تړي پرته له احرام څخه به مدینې ته ځی او مدینې نه چې کله مکې ته ځی نو ابیار علي څخه به میقات تړی.

په هوايي ميدان کې:

له پرواز څخه څو ساعته مخکې دهوایي میدان د انتظار صالون ته ځان ورسوئ هلته چې څومره وخت درسره وي په ذکر او فکر کې یې تېر کړئ بې ګټو خبرو او بد رد ویلو څخه ځانونه په کلکه وژغورئ ځکه چې د یو ستر عبادت پیل له بدو او ناروا کارونه څخه شرعا او عقلا ښه کار نه دی.

الوتکې ته ختل:

الوتکې (طیارې) ته په ختلو کې یا طیارې ته د سامان په لېږلو کې یو بل سره شخړې او جنګونه مه کوئ ځکه چې الوتکه دټولو سپرلیو له ختلو نه مخکې او دهغو د سامان خوندي کولو نه مخکې پرواز نه کوي.

د الوتکې له پرواز نه مخکې:

کله چې الوتکه (طیاره) پرواز وکړي نو دسفر لاندېنی دعاوې ولولئ:بسم الله، الحمد لله، سبحان الذي سخر لنا هذا وما کنا له مقرنین، وانا الي ربنا لمنقلبون، الحمدلله، الحمدلله، الحمدلله، الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر، سبحانک الله اني ظلمت نفسي فاغفر لي، فانه لا یغفر الذنوب الا انت.[8]

اللهم انا نسئلک في سفرنا هذا، البر والتقوی، ومن العمل ماترضی، اللهم هون علیناسفرنا هذا،واطو عنا بعده، اللهم انت الصاحب في السفر والخلیفة في الاهل، اللهم انا نعوذ بک من وعثاء السفر، وکابة المنظر، وسوء المنقلب في المال والاهل، [9]

دسفر پر مهال شور او غوغا مه کوئ ځکه چې له دې نور مسلمانان ورونه مو تکلیفیږي او  مسلمانانو ته تکلیف ورکول حرام دي.

[irp][irp]

الوتکه (طياره) کې:

کله چې طیاره یو څه مزل وکړي نو داحرام نیت او تلبیه ووایئ او هغه څوک دې په الوتکه (طیاره) کې احرام وتړي چې په کور کې یې نه وي تړلی دغه راز دحج لارښوود هم در سره واخلئ او دلارې په اوږدو کې یې مطالعه کوئ.

څلورو نه تر پنځوو ساعتونو کې الوتکه جدې ته رسېږي دجدې په هوایي میدان کې د الوتکې له ناستې نه وروسته کله چې درته د الوتکې (طیارې) کارکوونکي د کوزېدو اجازه درکړي نو په ډیر سکون او اطمینان سره له طیارې کوز شئ په کوزېدلو کې یو بل ته ټېلې یا دیکې مه وکوي او مه هم له خپل نوبت نه مخکې د کوزېدلو هڅه کوئ.

د جدې هوايي ميدان:

د جدې هوايي میدان کې د پاسپورټ کړنې تقریبا شپږ ساعتونو څخه دولس ساعته وخت نیسي چې ترې وروسته معلم صاحب دجدې څخه مکې ته د بس موټر انتظام کوي کله نا کله په هوايي میدان کې یوه یا دوه ورځې تېرې شي پام مو وي چې په دغه موده کې چاته بد رد یا چا سره شخړه ونه کړئ بلکې په دغه موده کې تلبیه او ذکر کوئ او له صبر او زغم څخه کار اخلئ الله Y به درته دصبر ثواب درکوي.

د حرم حدود:

له جدې څخه مسجدحرام پورې ټول واټن اتیا(۸۰) کیلو متره ده او له جدې څخه دحرم تر پولو(حدودو) اوه پنځوس (۵۷) کیلو متره واټن دی، دحرم له پولو(حدودو) څخه دوه کیلو متره مخکې یوه پوسته ده چې هم دلته د نامسلمانانو سرک بېلېږي چې پرې یې لیکي دي لغیر المسلمین (دنامسلمانانو لپاره) له دغه ځای څخه نژدې دوه کیلومتره وړاندې دحرم پولې پیلېږي  همدلته دحرم دپولو په نښه کولو په موخه دسرک دواړو غاړو ته  محراب ډوله ستنې جوړې شوي دي او یو لوحه هم زړول شوې ده چې پرې لیکل شوي دي بدایة حدود الحرم (دحرم دپولو (حدودو)پیل).[10]

يوه تېروتنه او اصلاح يې:

دحرم له پولو(حدودو) څخه نژدې څلور کیلو متره وړاندې دسرک په سر یو لوی رهیل جوړ شوی دی چې ځینې خلک دغه رهیل د حرم دپولو (حدودو) پیل بولي چې دا سهي نه ده بلکې دحرم پولې له دغه رهيل څخه نژدې څلور کیلو متره مخکې پیل کیږي. [11]

[irp][irp][irp]

حرم ته ننوتل:

کله چې دحرم پولو ته ورسېږی نو دا دعا ولولئ: اللهم هذا حرمک وامنک فحرمني علی النار وامني من عذابک یوم تبعث عبادک واجعلني من اولیائک واهل طاعتک.[12]

له دې نه وروسته کومه ځانګړې کړنه نشته چې ترسره یې کړئ بس په لاره تلبیه زیاته وایئ او داحرام مستحبات په پام کې نیسئ (داحرام مستحبات په دریم څپرکی کې تفصیلا بیان شوي دي هلته یې وګورئ).

په عماره کې:

بس به مو هغه عمارې ته ورسوي چې تاسو ته ځانګړې شوې ده هلته به معلم صاحب درته په خونه کې یو کټ په ګوته کړي او په همدې خونه کې به خپل سامان خوندي کړئ په مکه کې دا ستا استوګن ځای ده.

سامان خوندي کول:

له سامان خوندي کولو نه وروسته کله چې معلم صاحب سره له خپلې عمارې څخه دمسجد حرام په لور روان شی نو لومړی به خپلې عمارې ته په ځیر وګورئ او په ځینو نښو به یې وپېژني او بیا په لارې کې سترې سترې نښې تر سترګو کوئ څو خپله عماره ورکه نه کړی.

مسجد حرام او طواف:

مسجد حرام ته چې راورسېږئ که اودس مو نه وي اودس وکړئ  او بیا مسجدحرام ته دننوتلو په وخت خپله ښۍ پښه دننه او دا دعا ولولوئ: بِسْمِ اللَّهِ وَالسَّلَامُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذُنُوبِي وَافْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ. [13]

په مسجد حرام کې د اعتکاف نیت وکړئ او پام مو وي چې په ګڼه ګوڼه کې چا ته تکلیف ونه رسوی ځکه چې مسلمانان ورور ته تکلیف رسول حرام دي.

[irp][irp][irp]

د الله کور (کعبې) باندې لومړی نظر:

کله موچې لومړی کعبه ترسترګو شي نو درې ځله الله اکبر، لا اله الا الله ووایئ بیا لاسونه پورته او په اخلاص سره له الله جل جلاله څخه دعاوې وغواړئ ځکه چې دا د دعا دژرقبلیدو وخت دی.[14]

د طواف تياري:

له دعا نه وروسته به تحیة المسجد نفل لمونځ نه کوي ځکه چې دمسجدحرام تحیة المسجد طواف دی نو دطواف تیاري به کوئ که اودس مو نه وي اودس به کوئ ځکه چې پرته له اوداسه طواف کولو باندې دم واجبېږي او که له طواف وروسته د حج دسعي اراده مو وي نو اضطباع هم وکړي یعنې د احرام ټوکر د ښي بغل له لاندې وباسئ او په کیڼې اوږګې یې واچوئ داسې چې ښي اوږه مو لوڅه وي.[15]

يادونه : اضطباع یوازې نارینوو لپاره ده ښځې به اضطباع نه کوي. [16]

د طواف نيت:

اوس نو حجر اسود ته مخامخ داسې ودرېږئ چې بشپړه حجر اسود مو ښي لوري ته پاتې شي او له لاسونو پورته کولو پرته دطواف نیت په زړه کې وکړئ او په ژبه به داسې نیت کوئ:[17] اللهم اني ارید طواف بیتک الحرام سبعة اشواط فیسره لي وتقبله مني.[18]

ژباړه: اې الله زه ستا دکور اووه دوره طواف کول غواړم، راته یې اسانه او را نه یې قبول کړې.

استلام:

اوس که شونې وه او چاته تکلیف هم نه رسېدای نو دحجر اسود استلام وکړئ داسې چې دواړه ارغوي په حجر اسود داسې کېږدئ لکه په سجده کې چې یې ږدئ او د دواړو لاسونو تر منځ حجر اسود ښکل کړئ که ښکلول یې شونې نه وي نو لاسونه یا کومه لخته (چوکه) په حجر اسود ولګوئ او هغه ښکل کړئ که دا هم شونې نه وي نو دغوږونو په برابري دواړه لاسونه حجر اسود ته داسې مخامخ ونیسئ چې دلاسونو منځنۍ برخه حجر اسود ته مخامخ وي او شاتنۍ برخه یې ستاسو لورته وي او بیا خپل لاسونه ښکل کړئ [19]او دا دعا ولولئ: بسم الله والله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله وحده لاشریک له، واشهد ان محمدا عبده ورسوله.[20]

تلبيه ودرول:

دطواف لومړي دور پیل کولو نه مخکې به تلبیه ودروئ په طواف کې او له طواف وروسته تر بلې عمرې با دحج احرام تړلو پورې به تلبیه نه وایئ.[21]

طواف پيلول:

استلام یا داستلام اشارې نه وروسته ښي لور ته تاو شئ او دکعبې د دروازې په لور طواف داسې پیل کړئ چې په طواف کې مو اوږه دکعبې خوا ته وي پام مو وي چې په طواف کې داستلام له وخت پرته سینه یا شا کعبې ته ګرځول روا نه دي. [22]

د طواف دورونه:

دطواف ټول اووه دوره دي لکه څرنګه چې په دریم څپرکي کې بیان شول هر دور یې له حجر اسود څخه پیل کیږي او په حجر اسود پای ته رسېږي.

رمل:

که له طواف وروسته دحج سعي کوئ نو رمل کوئ یعني د طواف په لومړیو دریوو دورونو کې لوړ لوړ قدمونه پورته کوئ او پهلوانانو غوندې اوږې خوځوئ. [23]

يادونه : که له طواف ورسته مو دسعي اراده نه وي نو په طواف کې اضطباع او رمل مه کوئ. [24]

يادونه : ښځه به نه رمل کوي او نه به هم اضطباع کوي.[25]

[irp][irp][irp]

مهمې لارښوونې:

۱- که داستلام له کبله کوم بل مسلمان ورور ته تکلیف رسیده نو استلام پرېږدئ او یوازې داستلام په اشاره بسنه وکړئ ځکه چې استلام سنت او مسلمانانو ته تکلیف یا اذیت رسول حرام دي او په سنتو دعمل کولو لپاره حرام ترسره کول شرعا روا نه دي.[26]

۲- که داحرام په حالت کې طواف کوئ نو حجر اسود، رکن یماني او ملتزم باندې لاسونه مه لګوئ ځکه چې په دغو دریو ځایونو عطر لګول کیږي هسې نه چې دم در باندې واوړي.[27]

رکن يماني:

طواف په دوران کې کله چې رکن یماني ته ورسېږئ نو که بل مسلمان ته له تکلیف رسولو پرته شونې وه چې رکن یماني په دواړو لاسونو یا په ښي لاس لمس کړئ نو لمس یې کړئ او که نه ترې سیدا تېرېږئ اشاره ورته کول یا یې ښکلول روا نه دي. [28]

د رکن يماني او حجر اسود تر منځ دعا:

د رکن یماني او حجر اسود تر منځ دا دعا لولوئ: ربنا اتنا في الدنیا حسنة وفي الاخرة حسنة وقنا عذاب النار.[29]

استلام يا اشاره:

دطواف له هر دور وروسته که شونې وه دحجر اسود استلام یا ورته اشاره وکړئ څرنګه چې مو د طواف په پیل کې کړې وه دغه راز به ستاسو دطواف اوه دورونه له اتو استلامونو یا داستلام له اشارو سره بشپړ شي.[30]

يادونه:

دطواف پر مهال کومې ځانګړې دعاوې په احادیثو کې ثابت نه دي هره دعا چې درته اسانه وي او یاده مو وي لولئ یې البته داستلام دعا او درکن یماني او حجر اسود تر منځ دعاوې په احادیثو کې راغلي دي دهغو لوستل غوره دي.

يادونه:

ځینې معلمین په لوړ غږ دعاوې وايي او مقتدیان یې ورپسې په لوړ غږ تکراروي چې له امله یې نورو مسلمانانو ته تکلیف رسېږي او دغه راز دطواف په منځ کې ددعا لوستلو پرمهال ودرېږي چې دا ټول ناروا کارونه دي باید ځانونه ترې وژغرو.

د طواف پای او په مقام ابراهيم کې دوه رکعاته لمونځ:

اتم استلام یا داستلام په اشارې سره طواف بشپړ شو اوس نو مقام ابراهیم ته ولاړ شئ، که مکروه وخت نه وي ترې شاته د طواف دوه رکعاته واجب لمونځ ادا کړئ په لومړي رکعات کې یې دالکافرون سورت او په دویم رکعات کې داخلاص سورت تلاوت کول سنت دي نور سورتونه هم تلاوتولی شئ، که مقام ابراهیم کې ګڼه ګوڼه زیاته وي نو مقام ابراهیم ته نژدې په مطاف کې یې ادا کړئ او که نه دمسجد حرام په هره برخه کې یې ادا کولای شئ.[31]

ملتزم ته تلل:

دطواف دوه رکعاتو ادا کولو نه وروسته که ګڼه ګوڼه نه وه ملتزم ته ولاړ شي او ملتزم سره ځان ولګوی او دعاوې وکړئ دا هم یو له هغو ځایونو څخه دی چې دعا په کې ژر قبلېږي.[32]

زمزم اوبه څښل:

ملتزم کې له دعاوو وروسته زمزم اوبو ته راشئ او که شونې وي په ناسته که نه په ولاړه دزمزم اوبه وڅښئ او په پیل کې یې بسم الله او دا دعا ولولئ: اللهم اني اسئلک علما نافعا، ورزقا واسعا، وشفاء من کل داء.[33]

دزمزم اوبه په دریو ساوو وڅښئ [34]او ځان پرې ښه موړ کړئ او دڅښلو پر مهال هغه ټول اداب مراعات کړئ چې په دریم څپرکي کې یې یادونه شوې ده.

استلام:

غوره ده چې افراد حج کوونکي سعي له طواف زیارت (طواف افاضه،فرضي طواف،رکن طواف) نه وروسته وکړي خو که طواف قدوم نه وروسته یې دسعي کولو اراده وي نو له زمزم اوبو څښلو نه وروسته دې دحجر اسود هماغه شان استلام وکړي څرنګه چې یې دطواف په پیل کې کړی و دا مو نهم استلام شو او بیا دې مسجد حرام دروازې باب الصفا څخه صفا ته ورشي، مسجد حرام څخه د وتلو پر مهال چپه پښه دمخه کړئ او دا دعا ولولئ:[35]اللهم اغفر لي ذنوبي وافتح لي ابواب رحمتک.[36]

صفا:

صفا ته له رسېدلو وروسته درې ځلې الله اکبر ووايئ او بيا دا دعا ولولئ:

 ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشریک له، له الملک وله الحمد وهو علی کل شیئ قدیر، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده.[37]

دسعي نيت:

صفا ته چې ورسېږی که شونې وي داسې ځای ودرېږی چې کعبه مو ترسترګو شي خو که دمسجد حرام د ستنو له امله کعبه ونه وینئ پروا نه لري، قبلې ته مخ کړئ،[38] او په زړه کې  دسعي نیت وکړئ او په ژبه هم داسې نیت کولای شی: اللهم اني ارید السعي بین الصفا والمروة فیسره لي وتقبله مني.[39]

ژباړه: ای الله زه دصفا او مروه تر منځ سعي کول غواړم راته یې اسانه او رانه یې قبوله کړې.

بیا ددواړه لاسونه تر اوږو پورته کړئ څرنګه چې په دعا کې پورته کیږي، تکبیر،تهلیل او درې ځلي حمد ووایئ او بیا دعاوې وکړئ.[40]

صفا څخه د سعي پيل:

له دعا وروسته له صفا څخه د مروه په لور په عادي مزل سعي پیل کړئ کله چې شنو راډونو(میلین اخضرین) ته ورسېږئ تر منځ یې منډې ووهئ او مزل مو چټک کړئ او شنو راډونو څخه له وتلو وروسته بېرته خپل عادي مزل وکړئ او دسعي په اوږدو کې لاندېنی دعا لولوئ: اللهم اغفر وارحم، وانت الاعز الاکرم.[41]

که دا دعا مو یاده نه وي بله دعا هم لوستلی شی او په پټه خوله  سعي کول هم پروا نه لري.

یادونه: د شنو نښو تر منځ دمنډې وهلو حکم یوازې نارینه وو لره دی ښځې به دشنو نښو ترمنځ هم عادي مزل کوي. [42]

[irp][irp]

مروه:

کله چې مروه ته ورسېږئ نو دسعي یو دور مو بشپړ شو او په مروه دغه دعا چې په صفا مو لوستلې وه  ولولئ:[43] ابداء بما بداء الله به، ان الصفا والمروة من شعائر الله،لا اله الا الله وحده لاشریک له، له الملک وله الحمد وهو علی کل شیئ قدیر، لا اله الا الله وحده، انجز وعده، ونصر عبده، وهزم الاحزاب وحده.

او بیا قبلې ته مخامخ داسې په دعا ودرېږئ څرنګه چې په صفا ودرېدلي وی او تکبیر،تسبیح، تهلیل او تحمید نه وروسته دعاوې وکړئ او بیا مروه څخه د صفا په لور دسعي دویم دور پیل کړئ بیا د شنو نښو تر منځ منډې ووهئ او صفا ته په رسېدلو مو دسعي دویم دور بشپړ شو دغه راز اووه دورونه بشپړ کړئ چې  له صفا څخه پیل کیږي او په مروه پای ته رسېږي او په هر دور کې په صفا او مروه قبلې ته مخامخ په دعا ودرېږئ او د شنو نښو تر منځ په دور کې منډې وهئ.

د سعي پای:

کله چې په اووم دور کې مروه ته را ورسېدلئ نو سعي مو بشپړه شوه اوس مطاف ته ولاړ شئ او د مطاف په څنډه کې دوه رکعاته نفل لمونځ ادا کړئ. [44]

 


[1] / معلم الحجاج ۲۰۸.

[2] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۳۸.

[3] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۳۹.

[4] / الفقه الاسلامی وادلته ۳/ ۱۸۳.

[5] / ردالمحتار علی الدرمختار ۲/ ۲۰۵ـ۲۰۶.

[6] / هدايه ۲/ ۲۲۶/ او ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۴۴.

[7] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۴۴.

[8] / سنن ابی داود ۴۱۴/ حديث شميره ۲۵۹۹.

[9] / مسلم حديث شميره ۳۳۳۹.

[10] / مختصر الفقه الاسلامی ۶۳۵.

[11] / حج وعمره سنت کی مطابق کيجئی ۳۸.

[12] / الاذکار للنووی /۲۹۱.

[13] / مسند احمد بن حنبل حديث شميره ۲۶۴۷۹.

[14] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۸۱.

[15] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۸۲.

[16] / معلم الحجاج ۱۲۲.

[17] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۸۳.

[18] / معلم الحجاج ۱۶.

[19] / البحر الرائق ۲/ ۵۷۲.

[20] / حج وعمره سنت کی مطابق کيجئ ۴۱.

[21] / البحر الرائق ۲/ ۶۰۵.

[22] / معلم الحجاج ۱۴۸.

[23] / الهدایه ۲/ ۱۸۱‍.

[24] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۲۲۵.

[25]  البحر الرائق ۲/ ۶۲۳.

[26] / البحر الرائق ۲/ ۵۷۲.

[27] / معلم الحجاج ۳۷۱.

[28] / البحر الرائق ۲/ ۵۷۲.

[29] / سنن ابی داود حديث شميره ۱۸۹۲.

[30] / البحر الرائق ۲/ ۵۷۸.

[31] / البحر الرائق ۲/ ۵۷۸ـ ۵۸۰. ارشادالساري ۱۳۹.

[32] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۱۹۵ـ۱۹۶.

[33] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۶۹۷.

[34]  / معلم الحجاج ۱۵۱.

[35] / معلم الحجاج ۲۱۲.

[36] / مسند احمد ۲۶۴۱۶.

[37] / رهنمائی حج وعمره .۲۴.

[38] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۲۴۲.

[39] / حج وعمره سنت کی مطابق کيجئ۴۶.

[40] / ارشاد الساری الی مناسک الملا علی القاری ۲۴۲.

[41] / حج وعمره سنت کی مطابق کيجئ ۴۶.

[42] / البحر الرائق ۲/ ۶۲۱.

[43] / رهنمائی حج وعمره ۲۵.

[44] / ارشاد الساری الی مناسک الملاعلی القاری ۲۵۶.

وروستۍ برخه

[irp posts=”2932″ name=”د حج کړنې له لومړۍ ورځې تر پنځمې ورځې پورې-حج لارښود[4]”]

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب