د سنتو نه بعد د دعأ حکم څه دي؟

سوال :-بعضی ملاامامان دسنتونه بعدپه لوړاوازسره دعاکوی چی بعضی خلګ په دی وخــــت کی لمــــونځ کوی هغوی ته تــــکلیف پــــیداکیږی اوپـه لمانځه کی خطاکیـــــږی اوبل داچه دادعأوی دومره ضروری ګرځـیدلی دی چی پـــریښودل يي عـــوام ډیربدبولی اوهروخت کیږی کله هم نه پریـــښودل کیږی په شریعت نبوی کښی داعمل ترکومه حده ثابت ده ؟
ځواب :- دعاعبادت ده لکه چی په حدیث شریف کی راغلی الدعأمخ العبادات یعنی دعامــغزدعباداتوده اودسنـــتونه وروســـته دعاکول مستحب ده اوددی ثبوت په کتابوکی شته لکه طــــحطاوی لیکی والدعأهذالایناف الاتیان بالـــلهم انت السلام کماهوالماثور فی الــرویات لیس بدعأیعنی دغه دعأورسته له سنتوضدنه ده له اللهم انت الســلام سره لـــــکه څرنګه په روایاتوکی راغلـــی چی اللهم انت السلام دعانده چی تکرارپه دعاکی راشی خوالبته هریوعمل یوچوکاټ اوقانون لری دادعاکه څه هم ثابته ده بلکی مستحب ده خوپه زوره دعاکول که نورولمونځ کونکو ته تکلیف وی حرام ده اوکه نوروته تکلیف نه وی هم ائمه اربعه ددعااوذکر په خفیه کولواپه استحباب متفق دی لکه چی حضرت امام نووی (رح)لیکی اماالدعأفیسرفیه بلاخلاف شرح مسلم ج ۶ ص ۳۱۱ یعنی کومه چی دعـــاده په دی کښی دهـــــــیچااختــــــلاف نــــشته چی په سوکه کول پکاردی بلکی حضرت اماابوحنیفه (رح)په جهردعأکول بدعت بولی

لکه امام سراج الدین ا لحنیفی(رح) اوملاعلی قاری (رح)لیکی
یستحب فی الدعــــأالاخفـــأورفع الصوت بالدعأبــــدعة فتاوی سراجیه ص ۷۲ اوموضوعات کبیرص ۱۷ مستــــحب ده دعـاکول په پټه خوله سره اوپه لوړاواز سره دعاکول بدعت ده همدارنګه بزازیه لیکی اذاتعلم القـــوم خــــافت هو ایضاًوان جهرفهوبدعة بزازیه ج۴ ص ۴۲ چی کــله قوم پوه شی ددعأپه طریقه باندی نوپټه خوله دی شی امام هم اوکه چیری جهروکړی نودابدعـــت ده او که دتـــعلیم دپـــاره نــه وی اوقوم ددعأپه طریقه پوه وی بیاپه زوره دعاکول بدعت دی کذافی العالمګیریه ج۵ ص ۳۱۸ ددینــه علاوه ددی دعاداسی التزام کـــول اوضـــروری بلل چــی عـــوام دسنتــــویاواجــــبوګمان پری کوی او پریښودل يي ورته ډیرنـــاشده ښـــکاری دابل بـــدعت ده ځکه چی یوشی لازم ګرځول چی شریعت هغه نه وی لازم کـړی بدعت ده لکه درمختارلیکی چی دمستحب کارداســـی التزام کول چی خلـــګ دسنتویاواجبوګمان پری کوی مکروه ده لکه چی هغه لیکی � ســـــجدة الشکرمستحبة به یفتی لکنهاتـــکره بعدالصــلواة لان الجهله یعتقدونــــهاسنةوواجبة وکل مـــباح یــــؤدی الیـه فهومکروه درمخـتارقبیـل باب اعتــکاف یعنی سجده دشکرمستحب ده اوپه دی خبره فتوی ده لــــیکن دلمانـځه نــه ورسته کول يـــي مــــکروه دی ځــکه چی بی عـــلمه خــــلګ دسنتـو اوواجبو ګمان پری کوی اوپه هرمباح چی داسی ګمان کیږی هغه مکروه ده .

همدارنګه عبدالله ابن مسعود(رض )روایت کوی
قال لایجعل احدکم للشیــــطان شیاء من صلوته یری ان حــــــــق علیه ان لاینصرف الاعن یمینه لقدرائت رسول الله ﷺکثیــــــــرا ینــــــــــــــــصرف عن یساره مشـــــکوة ص۷۸ له تاسونه هیـڅوک دی په خپل لمانځه کی دشیطان لپــاره حصه نه پریږدی په دی طریقه چی له لمانـځه نه بعدپه ښې طرف راګـــــرزیــــــدل لازم بــولی مانبی لیـــــــدلی چی هغـــــــه به ډیـــــــرکرته په چــپ طـــرف راګـرزیـــــــده مشهورمحقق محمدطاهرالحنفی ددی حدیث په شرحه کی لیکی فیه من اصرعـلی امـــــــــر مندوب وجعـل عزمـــــــــا ولم یعمل بالرخصــــــــــــة فقداصاب منه الشطـیان من الاضلال فکیف مـــن اصرعلی بدعة اومنـــکر مجمع البــــــحارص۲۴۴ په دی حدیــــث کی په دی بانــــدی خبرده چی چاپه یومستحب کارباندی همــیشه توب وکړاو عزیـــمت يي وګرزاوه اوپـــه رخصــت يــي کلــــه هم عمل نه کاوه ګویا کی چی داشیطان ګمراه کـــړیده څه حــال بـــه وی دهـــغه چاچـــی په یوبدعت اوبـد عمل باندی اصرارهمیشــــه توب وکړی
که دغه مذکورحـــدیث اودمجمع البـــحاردغه عــبارات زموږله مروجه دعأ ګانوسره قیاس کړواوله انصاف نه کارواخلوزموږدسنتـــونه بعددعا ګانی بلکل داسی دی چی یوامــــر مستحب ده خودومره اصـــرار (همـــیشه توب) پری کیږی چی عزیمت ګرزیدلې اوپه رخصـــت يي کله هم عـــمل نــــه کیږی

لهذاکله ناکله دغه دعـــأګانی قصداًپریـــښودل لازمـــی دی خوالبته طریقه داده چی مخته عوام یوارپوه شی بیاداعمل اجراشی مطـــلب داشوچی دعا بعددســــنتونه ثابته ده بلکی مستحب ده خــوپـــه لوړ اوازاو جهر سره اوهر وخت کول لازمـــــی ګرزول يي زمونــــږپه مـــذهب بدعت ده لهذادعا بایدپه خفیه (سوکه ) وی اوکلــه قصداًپریښودل شی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

  1. بارك الله في جهودکم ووفقناالله وإياکم من العمل ما يحب ويرضی

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب