د سهوې او تلاوت سجده- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: که په لمونځ کې کوم واجب پاتې شي، څه باید وکړم؟ ایا لمونځ له سره اداء کړو که د هغې د جبيره لپاره بله لار هم شته؟ او که د قرآن د تلاوت په وخت کې د سجدې آيت ته ورسېدو څه بايد وکړو؟

ځواب: که کله څوک د لمانځه په وخت کې پوه شو چې واجب يې وروسته اداء کړی، يا يې نه دي اداء کړي او يا يې کوم عمل دوه ځلې تکرار کړی، بايد د سهودې سجده ترسره کړي، او هغه داسې چې وروسته له آخري تشهد څخه ښي او کيڼ (چپ) لوري ته سلام وګرځوي او بيا دوې سجدې اداء کړي او بيا د دويم ځل لپاره تشهد او درود ووايي او وروسته له هغې سلام وګرځوي.

خو کله چې امام سهوه او غلطي کړې وي نو مقتديان دې له هغه څخه پيروي وکړي. په داسې حال کې امام يوازې يوې خوا ته سلام ګرځوي او بيا ټول جماعت يو ځای د سهوې سجده اداء کوي.

د تلاوت د سجدې په اړه بايد ووايم:

د قرائت په وخت کې چې کله څوک هغه ۱۴ آيتونه ولولي چې سجده پرې لازمېږي، هم خپله او هم څوک يې چې اوري، د لمانځه په وخت کې دې سجده وکړي، کله چې په لمانځه کې نه وي، يا په هماغه وخت يا وروسته له تلاوت څخه سجده وکړي، د تلاوت سجده يوازې یوه سجده ده.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب