د سوداګرۍ مرستیالان

د سوداګرۍ مرستیالان له ټولو هغو فعالیتونو او وسايلو څخه عبارت دي چې د توکو په انتقال کې مرسته کوي یا يې له تولیدوونکو څخه مصرفوونکو ته رسوي. دلته یې په لنډه توګه يادونه کوو:

الف- ترانسپورت: په پخوانیو وختونو کې د توکو لېږد له يوه ځای څخه بل ځای ته زیاتې ستونزې لرلې، خو نن سبا د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره توليد په يوه ځای کې او مصرف په بل ځای کې صورت نيسي، ځکه نن سبا د ترانسپورت پرمختللې وسيلې موجودې دي چې د اجناسو په حمل او نقل کې ډېرې گټورې تمامېږي او اجناس له توليدځای څخه تر مصرف ځای پورې په اسانۍ سره رسېږي.

ب‌- بيمه: د توکو او اجناسو د توليد له لومړۍ مرحلې څخه نيولې تر خرڅلاو پورې توکو او اجناسو ته ډېر خطرونه موجود وي، سوداګر او متشبثین د خپلو مالونو د ساتنې په خاطر خپل مالونه بيمه کوي او له هغو زیانونو څخه ځان ساتي چې په راتلونکې کې یې راتګ ممکن وي. که بيمه شوي مال ته کوم نقصان ورسېږي، نو د هغه مال تاوان د بيمې کمپنۍ په غاړه اخلي او مالک د تاوان څخه بچ کېږي. که کوم مال بيمه شوی نه وي نو نقصان یې ټول د مالک په غاړه وي. د بيمې په مرسته کاروبارونه وده کوي، ځکه چې په دې وجه د کاروبار يوه اندازه خطرونه د بيمې شرکت ته انتقاليږي.

ج‌- ګدام: توکي او اجناس چې هر کله د توليد د ځای څخه مارکېټ ته ورسېږي، نو ضروري نه ده چې سملاسي دې خرڅ شي، ځکه شاید په مارکېټ کې مناسب قېمت یا تقاضا موجوده نه وي، نو د دې لپاره باید توکي او اجناس ګدام کړای شي او د مناسبې تقاضا په وخت کې دې ترې استفاده وشي، خو دا خبره بايد په پام کې ونيول شي چې توکي دې داسې وساتل شي چې ضايعات پکې را نشي، هسې نه چې د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ شي.

د‌- بانک: د کاروبار د پرمخ بېولو لپاره پانګه او سرمایه کلیدي رول لـري، ځکه له پانګې پرته څوک نه شي کولی چې د اجناسو پېر او پلور ترسره کړي. نو د دې لپاره چې یو کاروبار د پراختیا لوړو پوړیو ته ورسېږي، متشبثین اړ دي چې په کافي اندازه پانګه اماده کړي، په دغه برخه کې متشبثین د بانکونو او نورو مالي ادارو څخه پيسې لاسته راوړي او بانک نه يوازې دا چې دوی ته پيسې ورکوي، بلکې نورو هېوادونو ته د دوی پيسې په اسانۍ سره لېږي.

و‌- اشتهارات: اشتهار داسې يو فن دی چې د توکو په پېر او پلور کې مهمه او کلیدي ونډه لري. اشتهار د اجناسو د پېژندګلوۍ يوه بهترينه وسيله ده چې په دې سره د اجناسو پېر او پلور په زياته پيمانه پراخيږي.

ه‍- تمويل: په پخوا وختونو کې کمپنیو په ډېره کمه اندازه فعالیتونه ترسره کول او د تولید طریقه یې ډېره اسانه او د توکو په تولید کې له انسان څخه کار اخیستل کېدو، نو له همدې کبله د کاروبار لپاره تمويل ته ډېره اړتیا نه وه، خو د صنعتي انقلاب له راتګ وروسته په نړۍ کې د توکو د تولید طریقه بدله شوه او د توکو تولید په لویه پيمانه ارزښت پیدا کړ او تمویل ته اړتیا پېښه شوه، چې له تمویل څخه موخه د پانګونې په غرض د مالي او پولي وسایلو چمتو کول دي.

‌‌و- مخابرات: د مخابراتو څخه موخه د خبر رسول او اړيکه ده چې کولی شي د کاروبار د پراختیا لامل شي. په مخابراتو کې ټول هغه وسايل شامل دي چې د هغوی په وسیله پیغام او خبر رسول کېږي.

ز- دلال: په اوسني وخت کې چې ډېر زیات اجناس تولیدېږي او مؤلدین نه شي کولی چې دا ټول اجناس یو ځای ته انتقال کړي، نو تجارتي دلالان د اجناسو په لېږدولو کې ډېر مهم رول لوبوي، دوی د خپلې معاوضې په بدل کې د مؤلد او مصرف کوونکي ترمنځ اړیکه پیداکوي او په نتیجه کې د توکو زیات خرڅلاو صورت نیسي.

لیکنه: ګلاب بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب