د سود د حراموالي حکمتونه

د اسلام سپېېڅلی دين د ټولني اخلاقيِ، ټولنيزو او اقتصادي ښېګڼو ته ډېره په لوړه کچه پاملرنه کوي، همدا لامل ده چي سود ېي په کلکه حرام کړی ده. مسلمانو پوهانو پدي اړه ډېري څرګندوني کړي دي چي ټولي ېي د سود د حراموالي حکمت روښانه کوي نوي څېړني دا نظریی تاييدوي او په ځني حالاتو کي ځني بدلونونه او زياتوني پکي کوي، مونږ دلته د سود په اړه د امام رازي رحمت الله عليه په نظريه بسنه کوو.

لمړی: د سود مانا دا ده چي يو څوک د چا شتمني داسي واخلي چي هغه ته په بدل کي هېڅ نه ورکوي، لکه چي يو سړي يوه روپۍ د دوه روپيو په بدل کي پور ورکوي نو يوه روپۍ داسي اخلي چي  په بدل کي پوروړي ته هېڅ نه ورکوي. دا چي د يوه چا شتمني د هغه د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ده او د پيغمبر(ص) د حديث سره سم هغه ډېره مقدسه او د درناوي وړ ده  ( حديث شريف واېي چي د يوه وګړي شتمني همداسي مقدسه او د درناوي وړ ده لکه د هغه وينه). نو څرګنده خبره ده چي پرته له بدل ورکولو څخه د چا شتمنۍ اخيستل حرام دي.

دوهم: سود ددي لامل کېږي چي خلک تنبل او د پيسو پيدا کولو لپاره هېڅ کار ونکړي، ځکه يو شتمن سړی کولی شي چي ډېري پيسي پرته له کار کولو څخه د سود له لاري لاس ته راوړي. په پايله کي د هغه په اند د کار ارزښت کمېږي، د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره هلي ځلي نکوي، نوموړی همدارنګه د سوداګرۍ او صنعت په ډول خپله شتمني هم د ګواښ سره نه مخامخ کوي. دا چي د نړۍ کاروبار د سوداګرۍ ، صنعت او ودانيو د جوړولو پرته (چي ټول ېي شتمني له ګواښ سره مخامخ کوي) مخکي نه ځي نو دا عمل نور وګړي د هغوی له مالي ګټو څخه بي برخي کوي. چي د اقتصاد له نظره دا ټکی يو لوی بحث ته اړتيا لري.

دريم: د ټولني معنوي اړخ ته په پاملرني سره د اسلام سپېڅلي دين خلک له يوبل سره ښيګڼي کولو ته هڅوي، مګر سود ته جواز ورکول ددي ښېګڼو مخه نيسي. که سود په ټولنه کي حرام وي نو وګړي به د ښېګڼو په ډول يوبل ته پور ورکوي او د خپلو پيسو څخه د ډېرو پيسو هيله به نلري چي دا کار د انسانانو ترمنځ مينه او دوستي منځ ته راوړي ولي که سود ته جواز ورکړل شي نو پدي صورت کي اړ خلک مجبوره دي چي له پور پيسو څخه ډېري پيسي د پيسو څښتن ته ورکړي او دا کار د پور ورکوونکي په اړه د هغه د ښېګڼي او دوستۍ احساس ته تاوان رسوي.

څلورم: ټولنيز اړخ ته په پام سره، پور ورکوونکی ډېر ځل شتمن او پور اخيستونکی بي وزله وي نو که سود ته جواز ورکړل شي شتمن به به د بي وزلو څخه ناوړه ګټه اخلي يا په نورو ټکو هغه به استثماروي، چي دا د ترحم او ښېګڼي د روحېي سره سمون نلري.

پدي ډول په کومه ټولنه کي چي سود روا وي هلته د بي وزلي د هلو ځلو څخه ډېره زياته ناوړه ګټه اخيستل کېږي، په پايله کي ېو بي وزله نوره هم بي وزله او شتمن نوره هم شتمن کېږي، ټولنه له اقتصادي او ټولنيز پلوه په ځني ډلو باندي وېشل کېږي چي تر منځ ېي ډېر لوی توپير ليدل کېږي. څرګنده ده چي دا پېښه د شتمنو په اړه د بي وزلو په زړه کي ډېره لويه کرکه او کينه منځ ته راوړي. جنګ جګړي منځ ته راوړي، ټولنيزي او اقتصادي چاري اجاره کېږيِ، انقلابونه منځ ته راځي او ټولنيز نظام له ګواښ سره مخامخ کېږي. اوسنۍ څېړني ښېي چي په سود باندي د ولاړ اقتصادي نظام له کبله په بېلابېلو ټولنو ک
ي سولي او ثبات ته ډېر ګواښونه موجود دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب