د سولي پيغمبر ﷺ

 

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د مکي مکرمي د فتحي په ورځ له خپلو سرتیرو ملګرو سره له مدیني منوري څخه د مکي مکرمي پر لور په خورا عظمت او دبدبه راروان وو ، دومره ستر لښکر په دي سیمه کي چا نه وو لیدلی ، فوځ د یوه سیلاب په څیر ښکاریده.

د تیارې پر مهال د اسلامي فوځ له خوا د اورونو بلیدل داسي ښکاریدل لکه ټول أهل حجاز چي پر مکه مکرمه برید کړی وي.

د مکي ستر ــ ستر جګړه ماران چي د مسلمانانو پر خلاف په ګڼو ډګرونو کي جنګیدلي وه او د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د دعوت پر مهال یې پر مسلمانانو خورا زیات ظلمونه کړي وه ، له دې ستر لښکر څخه د تيښتي په حال کي وه ، ځکه هر وګړی د خپلو بدو أعمالو په وجه خورا سخت ډاریده او فکر یې کاوه چي نن به حتماً په مکه مکرمه کي د وینو ویالی وبهیږي.

د أبوجهل زوي عکرمه د سمندر پر لور منډه کړه،  أبوسفیان (رضی الله عنه) چي د مسلمانانو پر ضد یې د کفارو مشري کړې وه سختې ویرې أحیستی وو او د حضرت عباس رضی الله عنه په وسیله یې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم سره د سولي غوښتنه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ورته وویل : چاچي د أبوسفیان (رضی الله عنه) په کور کي پناه واخیسته په أمن دی ، چاچي کعبي ته پناه یو وړه په أمن دی او چاچي د خپلو کورونو دروازې وتړلی په أمن دی.

ټولو خلکو داسي فکر کاوه چي نن به د مکی له مشرکینو څخه د انتقام أخیستلو ورځ وي ، خو د سولي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم وویل : نن د انتقام ورځ نه بلکي د رحم ، شفقت او کرم ورځ ده ، هیڅوک دي نه ویریږي ، د عمومي عفوي اعلان یې وکړ ، هو ! په دې ورځ رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د خپل سر قاتلینو او د ګڼو مسلمانانو وژونکو ته په وینا کي وویل : تاسـو أزاد یاست ، نــن زه لــه تاسو ســره د حضرت یوســف علی نبینا وعلیه الصلاة والسلام د ورونو په څیر معامله کوم .

قرآن کریم وایې : ﴿ قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِين ﴾ (سورة یوسف آیتــ۹۲).

(سورة یوسف آیتــ۹۲).

ژباړه : نن ورځ پر تاسي باندی زما له طرفه هیڅ سرزنش او ملامتیا نشته ، الله جل جلاله دي تاسو ته بخښنه وکړي او هغه تر ټولو بهترین رحم کونکی دی.

(مأخذ : البدایة والنهایة جــ۴ صــ۳۳۱)

لیکوال : أبوالزین “حکیم الله صابر” الحنفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب