د سيد جمال الدين افغان خاطرات

ليکوال محمدمخزومي باشا

ژباړن : محمدشاه ارشاد

تمهيد

د دغه کتاب « د افغان سيد جمال الدين خاطرات » اکثره موضوع ګانې د سلطان عبدالحميد په وخت کې له له ۱۳۱۰هـ ق / ۱۸۹۲م کال نه تر ۱۳۱۴هـ ق / ۱۸۹۷م کال پورې په ډېر احتياط، بلکې په ډار او وېره ليکل شوې وې؛ ځکه چې په دغه وخت کې شديد مراقبت او ډېر جاسوسان موجود وو، ان په بې ګناهو خلکو پورې به تومتونه او تورونه لګېدل، خصوصاً په سيد جمال الدين او په هغو کسانو پورې چې له ده سره يې ناسته ولاړه درلوده.

دغه خبره به اوس خلکو ته ډېره مهمه نه برېښي؛ خو که د يوې پېړۍ درېيمې تېرې برخي ته وګوري او هغه موضوع ګانې هم په نظر کې ونيسي، چې په استانه کې ليکل شوي او پرته له دې چې کوم تغيير او توپير په کې راووست شي عيناً قيد شوي دي، نو د دغه کار په خطر به پوه شي؛ همدارنګه د دغو خاطراتو مطالعه کوونکی بايد دا خبره هم په نظر کې ونيسي، چې د دغه کتاب موضوع ګانې او مطالب مسلسل او پر لپسې نه دي ليکل شوي او سبب يې دا دی، چې دغه مطالب په يوه موضوع نه دي ليکل شوي او نه يو مطلب لري، بلکې مختلفې خبرې دي، چې ځينې يې په حوادثو بنا دي او ځيني يې د سوال او استفهام په توګه، يو څه يې د مناظرې په توګه، يو څه يې په کومه بله توګه پېښي شوي. موږ دغه ټولې خبرې په همغه شکل را ټولې کړي دي او د هغو د صدور علتونه او کيفيتونه مو هم ښودلي دي.

د عثماني اساسي قانون له اعلانه وروسته ځينو ډېرو ملګرو ( چې د جمال الدين د خاطراتو) د کتاب په وجود خبر وو، دا وپتېيله چې اوس دا موقع را رسېدلې ده چې دغه کتاب له يوې مودې پټ ساتلو وروسته چاپ شي.

له ځيني مصري وروڼو او نورو هغو هندي دوستانو چې مې ورسره معرفت هم نه درلوده، ډېر ليکونه را رسېدلي او غوښتنه يې کوله، چې د دغه کتاب په چاپولو پيل وکړم؛ خو هر وخت چې به مې د دغه کتاب د چاپ اراده وکړه، د سيد جمال الدين هغه وينا به را په زړه شوه او مخې ته به مې ودرېده، چې (په شرق کې احزاب) تر عنوان لاندې يې ليکلې وه، چې د اتحاد او ترقۍ د جمعيت په رجالو تطبيقېده چې پرته له خودخواهۍ، خود پسندۍ او دروغ ويلو بل څه ورسره نه وو.

له دې کبله ډېرو ملګرو ته دا خطره پيدا شوه، چې مبادا دغه کتاب له منځه لاړ شي او منتظرين محروم پاتي شي؛ نو له دې کبله دا مناسب وليدل شوه، چې د کتاب چاپ بل مناسب وخت ته وځنډول شي، چې له خطر سره مواجه نه شي .

څو کاله په همدې توګه تېر شول، کله به مې د کتاب د چاپ اراده وکړه او کله به صرف نظر شوم؛ تر دې چې ۱۳۲۹هـ ق – ۱۹۱۲م کال شو، چې بيا ځينو دوستانو چې په سر کې يې د ورځپاڼو فاضل نمايندګان وو، د دغه کتاب د نشر غوښتنه را څخه وکړه، نو بيا موږ د دغې غوښتنې په اجابت د دغه کتاب د فهرست په طبع او نشر پيل وکړ او مخکې له دې چې د هغه له خپرولو فارغ شو، د سياست فضا ګردجنه شوه او د اتحاد او ترقۍ د جمعيت ځينو مشرانو ته دا وېره پيدا شوه، چې مبادا د دغه کتاب موضوع ګانې د کومې دستګاه پر ضد نه اوسي؛ نو د دې خبرې په لټه کې شول، چې ځانته معلومه کاندي، چې آيا د دغه کتاب غايه حقيقتاً د اشخاصو ګوش مالي، د حکومتي هيئتونو تقبيح او لا د حکومتونو چپه کول نه دي او که څنګه؟ په دې پسې جوخت عمومي جګړه ونښته او متحدينو ښارونه او هېوادونه لاندې کړل او بيا يې په وړو-وړو دولتونو ووېشل، نو بيا موږ د دغو عواملو په حکم دې ته مجبور او ناچار شوو، چې د دغه کتاب نشر ځنډ کړو.

د دې لپاره چې زموږ په خبره د مطالعه کوونکي باور راشي، هغه چاپي فهرست دلته ذکر کوو، چې اتلس کاله د مخه د بيروت په ادبي مطبعه کې په ۱۹۱۲م کال کې چاپ شوی دی او متن يې دا دی :

 

د افغان آثار

زموږ په هېواد او په نورو شرقي هېوادو کې داسې پوهان او د قلم خاوندان نه شته چې د شرقي حکيم مرحوم سيد جمال الدين افغان قدر ونه کړي او په لوړه مرتبه ورته قائل نه وي؛ ځکه چې ده د شرق د نهضت په لار کې ډېر ربړونه او کړاوونه ګاللي او په پوره حکمت او درايت يې دغه نقشه سرته رسولې ده.

موږ پخوا اورېدلي وو چې مرحوم سيد جمال الدين افغان استانې ته وروستي مسافرت کې چې په ۱۳۱۰ هـ ق کال کې يې کړی و او په همدې مسافرت کې په ۱۳۱۴ هـ يې دارالبقا ته رحلت وکړ، خپل ټول هغه افکار برالا  را وويستل، چې يې زموږ د وطنوالو د بهبود لپاره درلودل او زموږ د سوريې د فاضلو او نوابغو ليکوالو له جملې څخه محمد باشا المخزومي د سيد دغه ټول افکار سره د يوه کتاب په شکل سره غونډ کړي دي، چې په يقيني ډول سره مفيد او جليل دي.

موږ ته د مصر او هند د ډېرو پوهانو او علماو خبر را رسېدلی و، چې نوموړي باشا نه يې د دغه کتاب د چاپ او نشر غوښتنه کوله، مخصوصاً وروسته له هغه چې عثماني اساسي قانون اعلان شو؛ نو دغو پوهانو په ډېر شوق سره له نوموړي باشا نه وغوښته، چې د دغه کار په انجام کې تعلل ونه کړي او وعده يې ورکړه، چې په دغه لار کې دوی هم ورسره ملګري دي او په ګډه به سره به موانع لرې کړي او په ګډو کوښښونو به دغه کتاب د نشر ميدان ته را وباسي او موږ نه پوهيږو، چې په څه نوموړي حضرت د دغې غوښتنې له منلو ډډه کوله، په داسې حال کې چې ټول امت د دغسې حيکم خبرو او افکارو ته حاجت درلوده او په مينه يې استقبالولې او محمد باشا په آستانه کې د سيد د ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې ورسره و، د ښي بازو او مټې حيثيت يې درلوده، تر پايه پورې يې همراز و او خپل هيڅ شی يې نه ترې پټاوه؛ نو له دې کبله موږ له خپلو وطنوالو هيله کوو، چې د دغه کتاب په نشر کې سستي او تکاسلي ونه کړي او همدارنګه د جرائدو خاوندانو ته په کار دي، چې مهمې اجتماعي موضوع ګانې يې اقتباس او نشر کاندي؛ چې خلک استفاده ترې وکړي او همدارنګه موږ له خپل دغه غيرتي وطنداره هيله کوو، چې د دغې غوښتني په مننه کې سستي ونه کړي او نه بُخل ښکاره کړي، نوموړی باشا هغه شخصيت دی، چې د مصر، استانې او سوريې اخباروالا يې د قدامت او سابقه دارۍ او خدمت ګذارۍ حق پېژني او تقدير يې کوي. او دا ده د لسان الحال د مبارکې جريدې د ۱۳۲۷هـ کال د جنوري د مياشتې د ۴۸۴ ګڼې ليکنه :

د افغان سيد جمال الدين آثار

د شرق لرې او نږدې خلک ټول په دې خبر دي، چې مرحوم سيد جمال الدين افغان په شرق کې د فکري نهضت له سترو او محکمو ستنو و او داسې دوربين نظر يې درلوده، چې له لرې به په نښه لګېده او د حکمت چېنې به ترې بهېدې او د ده د مذهب د عاشقانو تنده به پرې ماتېده او د ده د ادراک لوړتيا ته به په تعجب کې لوېدل.

موږ ته په دې مقام کې دا ميسره نه ده، چې د دغه حکيم ټول مناقب يو په يو بيان کړو او لا هغه څه وڅېړو، چې نوموړي د ايران حکومت او لا د حميدي په دوره کې د استانې د حکومت له لاسه ګاللي او ربړونه يې ليدلي دي؛ ځکه چې دغه خبره اکثره خواصو ته معلومه ده او له چا نه پټه نه ده . خو په دغه تمهيد کې چې د کوم شي څيړل غواړو، هغه دا دی چې مرحوم سيد جمال الدين سره له دې چې په حکمت، سياست او اجتماعي فلسفه کې زيات شهرت درلود، متاسفانه د ده اقوال او نظريې په کوم خاص کتاب کې جمع شوي نه دي او نه يې دغه ژوندي آثار سره غونډ شوي دي، چې د ادب ارادت مندان او د سياست طالبان يې مطالعه کړای شي او لا د ضرورت په وخت کې مراجعه ورته وکړي.

زموږ پوه وطندار حضرت محمد باشا المخزومي چې د خپل وخت له فاضلانو او نوابغو ځنې دی، دغه کمښت وليده او لوړ همت يې دې ته واداره کړ، چې دغه اقوال په يوه خاص کتاب کې سره را ټول کاندي او يوه ټاکلې موده ورته وټاکي، چې په هغې کې د دغه کتاب د اشتراک بيه وټاکي، چې موږ به دغه مطلب په بله موقع کې راوړو.

دا هم پټه نه ده، چې حضرت محمد باشا د سيد جمال الدين له مخلصو دوستانو ځنې و او په استانه کې ګډ ورسره اوسېده او سيد به خپل ټول اسرار ده ته ويل او خپلې مهمې خبرې به يې ورته کولې؛ نو بنا پر دې په دغه کتاب کې ټول هغه مطالب را غونډ شوي دي، چې له نورو اخبارونو او مجلو نه پاتې شوي وو، او دا کتاب د سيد په هغو نوادرو احتوا لري، چې د سيد له امتيازاتو او خصوصياتو ګڼل کيږي او موږ په دې کې هم څه شک او شبه نه لرو، چې اديبان او پوهان به دې کتاب ته په داسې توګه مخه وکړي، لکه تږي چې يې خوږو اوبو ته کوي او د هغه د ټولوونکي ثنا او نمانځنه به وکوي، چې دغه نفيس او قيمتي اثر يې منځ ته راوستی دی او په دې کې څه مبالغه هم نه شته؛ ځکه چې د فضيلت خاوندان د فضل خاوندان پېژني او نمانځنه يې کوي.

د مفيد د مبارکې جريدې د ۱۳۲۷هـ ق کال د جنوري د مياشتې به ۸۹۹ ګڼه کې داسې راغلي دي :

افغان سيد جمال الدين او د هغه آثار

چا ته چې د افغان سيد جمال الدين تاريخ معلوم وي او د ده له آراو او افکارو سره اشنا وي او په سياست يې خبر اوسي دا غواړي، چې د دغه فيلسوف چې په شرق کې د فکري نهضت مؤسس ګڼل کيږي، له آثارو سره کامله آشنايي پيدا کاندي، موږ خوشحال يو، چې زموږ له ډلې يو څوک پيدا شو چې د دغه استاذ اقوال په يوه کتاب کې سره را ټول کاندي؛ چې علاقه مندانو ته اسانتياوې فراهم شي او په اسانه سره له دغو ژونديو آثارو او نفيسو حکمتونو استفاده وکړی شي.

له دې کبله زموږ فاضل وطنوال محمد باشا المخزومي لازم وګڼل، چې دغه کتاب تدوين او د خرڅلاو لپاره يې وړاندې کړي او يوه موده ورته وټاکي، چې په هغې کې د کتاب بيه وټاکي او په دې کې هم شک نه شته چې د استاذ جمال الدين په نسبت د نوموړي باشا پېژندګلوي او په استانه کې له هغه سره د ده ملګرتيا دا اسانتيا برابره کړې ده، چې ټول هغه اقوال سره را ټول کاندي، چې له ده پورې خاص دي.

په دې کې هم څه شک نه لرو، چې د علاقه مندانو له خوا به د دغه نفيس اثر تود هرکلی او استقبال وشي او لاس په لاس به يې سره وتښتوي، ځکه نو په کار ده، چې د دغه کتاب د راټولوونکي قدر وکړو؛ ځکه چې ده په دغه باره کې خپل همت په کار اچولی او د کتاب په تدوين کې يې ډېر کوششونه کړي دي.

دا د دغه کتاب مهمې موضوع ګانې دي، چې په هغه چاپي فهرست کې خپرې شوي دي، چې په ۱۹۱۲م کال کې خپور شوی دی :

(۱)- تمهيد دی، چې د مؤلف له خوا مقدمه هم ورسره ليکل شوې او د سيد عکس هم ورسره چاپ شوی دی. مقدمه د سيد د ژوندانه په سرګذشت ده، تر دغه وخته پورې چې دوهم وار استانې ته راغی او هلته وفات شو، د ده په صفاتو، اخلاقو، له ملګرو سره په ناسته ولاړه، د ده په اوضاعو، له افغانستانه يې په وتلو (وروسته له هغه چې امير محمد عظم خان د وزير په حيث مقرر کړ)، د لومړي ځل لپاره مصر ته او بيا استانې ته د ده په راتګ او له هغه ځايه په فرارولو او  سببونو يې، دوهم پلا مصر ته د ده په راتګ او په هغه څه، چې ده دا ځل هلته وليدل او هغه څه چې د ده په راتګ پېښ شول، مشتمله ده.

(۲) په پټ او ښکاره کار کې د ده رأيه او پر هغه چا د ده رد، چې دی يې د هرڅه په برالا کولو او سر پټ نه ساتلو ګرماوه .

(۳) له ناصرالدين شاه نه د ده د خپګان سبب او له ملوکو او اميرانو سره په خبرو کې د ده سختي.

(۴) هغه خبرې چې ده له سلطان عبدالحميد سره د ناصر الدين شاه په باره کې کړې وې، له سلطان سره له بيعت کولو نه د ده د ګرځېدو څرنګوالی، د سلطان عبدالحميد د ځيرکتيا او سياست مدارۍ په اړه د ده نظر، له سلطان سره په عامه توګه د سلطنت او د هغه د ذاتي سيرت او چلند په باب خبرې اترې، هغه څه چې ده په ايران کې ليدلي او له امله يې له ايران نه فرار شوی دی، د دغه تبعيد بد صورت، اروپا ته د ده تګ او د “لارد ساليسبوري” او “لارد چرچل” په بلنه لندن ته د ده تګ او له هغه ځايه دوهمه پلا استانې ته د ده راتګ، چې بيا همدلته وفات شو. (رحمة الله تعالی عليه)

(۵) د سيد جمال الدين افغان د ژوند لوړه موخه او په مشرق او مغرب کې د ده د ګرځېدو غرض.

(۶) په ځانګړي ډول په مشرق کې د سياسي ګوندونو په اړه د ده رأيه.

(۷) د هغې خبرې رد چې ګمان کېده، چې د سيد جمال الدين حکمت نسبت زړه ته په ژبه کې ډېر دی.

(۸)  د مصر او مصريانو په اړه د ده رأيه او د حکومت د هغه شکل او صورت بيان، چې په مصر کې په خاصه توګه او په شرق کې په عامه توګه بايد په کار واچول شي.

(۹) د وطن په باره کې د ده رأيه، په دغه باب د انساني نوع په نسبت د ده فلسفه او په دې باره کې د ده عقيده چې فردي اقتدار به له جهانه لاړ شي او د هغه د اسبابو بيان.

(۱۰) د وفدونو، فاتحينو او مستعمرينو د فضائلو د تاثير په باب او د عربو د فتوحاتو او د هغوی د ژبې د خپرېدو په اړه د ده مثالونه.

(۱۱) د ترکي شاعر او مؤرخ مرحوم ضياء باشاه، د هغه اشکال تفسير چې وايي ترکانو په اروپا کې کوم اثر نه دی پريښی او هغه څه چې د عربو په فتوحاتو کې ليدل کيږي، د ترکو په فتوحاتو کې نه شته، په دغه باره کې د سيد دلائل چې په تفصيل سره يې د هغه اسباب هم بيان کړي دي.

(۱۲) د ژبې د آدابو د تاثير په باب .

(۱۳) په دې باره کې د ده لاس ته راوړنه چې د هېواد دساتنې په باره کې له اهمال سره سره د اثر پرېښودل د تأثر باعث ګرځي او د وياړ وړ نه دي.

(۱۴) هغه څه چې د سيد جمال الدين په اړه مشهور و، چې د ايجاب او سلب په دواړو حالتونو کې مقابل لوري ته په قناعت ورکولو برلاسی و او د دې خبرې سبب.

(۱۵) په مخاطب باندې د سيد د خبرو د اغېزې په اړه، چې لټان او تنبلان به يې لويو کارونو ته تيارول او بې زړه خلک يې زړور کول.

(۱۶) په دې باره کې چې سلطان عبدالحميد ده ته تکليف ورکړ، څو د ده د ماڼۍ له کومې ښځې سره واده وکړي، هغه څه چې په دې مسئله کې د دوی ترمنځ رد او بدل شول او څنګه يې ونه منله، د ازدواج په اړه د ده حکمت (دغه بحث د ښځې او نر تر منځ د مساوات په باره کې او په دا چې ځينې شرقي؟ فرنګي مآبان غواړي چې د ښځو حقوق بېرته ورکړل شي) د سيد په رأيه مشتمل دی.

(۱۷) د مصر له اعليحضرت خديو عباس حلمي سره د سيد مخ کېدل، د جاسوسانو له خوا د عباسي دولت د تأسيس افتراء، سلطان عبدالحميد ته د دې مسألې اهميت او هغه خبرې چې د سيد او سلطان تر منځ په دغه باره کې وشوې.

(۱۸) له سيد سره د عباسي دولت په باب د مرحوم عبدالله نديم ټوکه او هغه چا ته د ده اشاره چې دغه دروغ يې جوړ کړي وو.

(۱۹) د خلافت د مقام لوړوالی د سيد په نظر کې .

(۲۰) د انګرېز په باب د ده رأيه، د هغه له خوا د انګرېزي او عربي ژبې تعريف، د کم عقل او ناپوه وګړي د شرعي حجر په باره کې د ده فلسفه او دا چې غربيان څنګه او په څه تمه د مشرق په لور هڅه کوي؟

(۲۱) په شرق او شرقيانو باندې د هغو محروميتونو دمخنيوي د څرنګوالي په باب د ده رأيه چې پرې راغلي دي او يا به راشي، هغه حکمت او تدبير چې په دغه باره کې لازم دی، د مطلب د سختوالي بيان، د هغه بچوڼي د روزنې څرنګوالی چې د سبا ورځ مېړه ګرځي او د هغه له جوړښت څخه يوه صالحه ټولنه جوړېدای شي، چې په ځان حاکميت ولري او د غرب له چنګالو ځان خلاص کړی شي.

(۲۲) د صبر او ثبات په باب د ده خبره .

(۲۳) کوم مدنيت چې موږ يې مدنيت بولو له هغه څخه د سيد انکار، د تنازع للبقاء په جمله کې د بقاء کلمه د فنا په کلمه بدلول او په دې کې د ده مغالطه او دا چې د سهي پوهې اغېزه دا ده، چې خلک له جنګونو او نښتو ايسار کړي، هغه نښتې چې د انسان د وحشت ښکاره دلائل دي، دی په دغه باره کې ښه دليلونه لري او مطلب ډېر ښه افاده کوي.

(۲۴) د اسلامي دعوت او د هغه د خپرېدو په اړه د ده خبرې او دا چې نه ښايي چې دين دې د علمي حقايقو مخالف اوسي او که وي لازمه ده چې سړی تاويل ته وروګرځي.

(۲۵) په هغه څه چې قرآن مشتمل دی، د ممالکو له تدبير،د شورائي حکومتونو له اصولو څخه عبارت دي او د نورو علومو او فنونو مقدماتو ته اشاره کوي.

(۲۶) د اجتهاد د دروازې له تړل کېدو د سيد انکار.

(۲۷) د سُني او شيعه له نومونو د سيد نفرت او دغه تفرقه پرته له دې چې د قدرت  خاوندانو او د قوم ناپوهه خلکو رامنځته کړې وي، کومه بله موجبه نه لري او نه ښايي چې وي دې.

(۲۸) د اشتراکيت (سوسياليستي) په باب د ده رأيه او دا چې هغه له اديانو سره مخالفت نه لري، بلکې تائيدوي يې.

(۲۹) په دې باره کې د ده خبرې چې د اشياو حقايق ثابت دي، په دغو حقايقو باندې د يوه فرد احاطه متعذره ده او په اسبابو باندې يې علم د وګړو ترمنځ توزېع شوی دی.

(۳۰) په دې اړه د ده عقيده چې حق غالبا له اکثريت سره نه وي او په دې باره کې د ده دلايل.

(۳۱) د درې ګونو اديانو په باره کې د ده رأيه او دا چې هغه درې واړه په مقصد او غايه کې سره يو دي.

(۳۲) په هغه چا باندې د ده رد چې وايي دی په دې کې تېروتی دی چې د دغو اديانو اصول سره يو دي؛ ځکه چې دغه اديان په خپلو مباحثو کې سره په ټکر کې دي.

(۳۳) د شرق په مسأله کې د ده رأيه او د فاتح سلطان محمد او سلطان سليم د مفکورې لمانځنه چې عربي ژبه يې رسمي کړه او د هغې د تعميم لپاره يې هلې ځلې وکړې، په دې باره کې د ده دلايل چې عرب ترکان کېدی نه شي؛ ځکه چې ډېر عجميان عرب شوي دي او اورېدل شوي نه دي چې يو عرب دې عجمي شوی وي. په اجمالي توګه د شرق د مسألې د حل په باب نتيجه او د ژبې، مدنيت او تاريخ په لحاظ د قومونو د ثابتو اساسونو ذکر او په عثماني مملکت کې د مختلفو عناصرو د حالاتو بيان او په دغه باره کې د ژبې، تاريخ او تمدن تاثير.

(۳۴) د هغه عدل فرق چې د فاتح له خوا د علم، مينې او لورونې له لارې، او يا د زور او غرور له لارې راغلي وي.

(۳۵) د اسلامي دولتونو په باره کې د ده رأيه، د هغوی د خطا او صواب په باره کې د ده فيصله او د هغه د زوال اوپرېوتنې اسباب چې موږ يې ګورو .

(۳۶) د هند او د هغه د راتلونکې په باب د ده خبرې او د دغو ځايونو په فتح کولو کې د غزنوي سلطان محمود سيرت او چلند.

(۳۷) د شرقيانو په دې خوی حيرانېدل چې اوږدو خبرو ته ميلان لري او د کار او عمل په ميدان کې نسبت خپلو اسلافو ته تنبلي کوي او په دې باره کې د ده مثالونه.

(۳۸) د استعمار او مستعمرينو په باره کې د ده رأيه او دا چې مستعمره د استعماري دولت لپاره که څه هم ډېر قوي اوسي، د يوې عاريتي جامې حيثيت لري او هرومرو به يې بېرته ورکوي او په دې باره کې د ده دلايل .

(۳۹) په دې باره کې د ده خبرې چې مسلمان عرب وي که عجم يوازې په خپله ماضي وياړي او له خپلې آيندې نه په سخت غفلت کې دي. سره له دې چې په دوی لازم دي چې د خپل زوال لاملونه ولټوي او خپله وضع له خپلو پخوانيو سره مقايسه کاندي، چې هغوی څنګه ويښ وګړي وو او څنګه صالح، مصلح او عادل حکام يې لرل .

(۴۰) د شرق د حادثې د ښو ويلو او بد ويلو په باب د ده خبره .

(۴۱) د ګټور تقليد په باب د ده مثالونه او په جاپان باندې چې يو شرقي هېواد دی استدلال کول .

(۴۲) په دې باره کې د ده خبره چې په دې عصر کې تر ټولو د هغه کمزوري حق ضعيف تر دی، چې هيڅ قوت نه لري او قوي ترين څيز چې په دې عصر کې شته هغه د قوي مبطل باطل دليل دی، چې په خپل زور حق ځنډوي.

(۴۳) په عامه توګه د اسلام او مسلمانانو په باب او د هغو اسبابو په باره کې د ده نظر چې د مسلمانانو د زوال موجب شوي دي. سره له دې چې د دوی په دين کې د نهضت او ترقۍ ډېر تعليمات شته او د نورو ملتونو د نهضت په خلاف چې په دين کې يې دغه راز تعليمات نه شته او نه يې ترقۍ او نهضت ته لمسوي د زوال په طرف درومي او په دغه باره کې د ده فلسفه .

(۴۴) د قضاء او قدر په باره کې د ده رأيه او په دغه باره کې د ده افاضه.

(۴۵) د ده وجيزې او حکمتي مثالونه .

دا وې د سيد جمال الدين د خاطراتو د کتاب مهمې موضوع ګانې چې فهرست يې مخکې له دې نه (لکه چې وويل شو) چاپ شوی او نژدې د يوې پيړۍ له درېيمې نه د مخه خپور شوی و.

د دغه کتاب د تدوين باعث دا و چې مرحوم سيد جمال الدين تر هغه وخته پورې چې د ۱۳۱۰هـ کال په پيل کې له انګلستان نه د دوهم ځل لپاره استانې ته راغی او بيا هلته وفات شو. کوم داسې مطبوع او چاپي يا غير چاپي اثر نه درلوده ([1]) چې د هغه څه چې د ده په زړه کې ګرځېدل او يا يې ويل نمايندګي وکړي، چې هغه له هغو پټو حکمتونو او معانيو  عبارت و، چې د حجاب آيت پرې نازل شوی و او چا يې د لېدو حق نه درلوده. سره له دې چې ده ډېر مشکلات درلودل او په شدت سره تعقيبېده، خو ده د خپل قوي عزم له مخې په ډېره بې پروايۍ د متغلبه حکامو په مقابل کې قيام وکړ، د دوی هر راز ربړې يې په غاړه واخيستې، د شرق د نهضت په لار کې يې خپلو کوښښونو ته ادامه ورکړه او د حقيقي حريت د تأمين او د اجتماعي عدالت د عام کولو په لار کې يې خپل عالي هدف تعقيب کړ؛ ترڅو چې حقيقي عدالت او حريت د انساني نوع د طبقاتو ترمنځ خپور شي او د هر چا کرامت مصئون پاتې شي، نو له کومې ورځې چې نوموړی مرحوم قسطنطنيې ته راغی، زه لکه د ده سيوری ورسره وم، د « نيشانطاش» په کلي کې مې د ده ګاونډيتوب غوره کړ، له ده نه مي وغوښتل، چې د ده اقوال او افکار جمع او تدوين کړم، د ده نافذ نظره ثاقبه رأيه او پټ حکمتونه سره را ټول کړم او د بني نوع د استفادې په لاس يې ورکړم.

زما له دغه رغبت سره يې په لومړي سر کې ډېره دلچسپي ښکاره نه کړه او په ښه نظر يې ورته ونه کتل؛ خو وروسته يې زما غوښتنه حقه وګڼله او دا ورته ښکاره شوه، چې په دغه کار کې د شرق او شرقيانو خير پټ دی او په ګټه به يې تمام شي، نو اجازه يې راکړه او ويې منله چې د ده افکار سره را ټول او تدوين شي او داسې يې راته وويل : اې د بني مخزوم شيخه! هر څه چې غواړې وپوښته، هر څه چې اورې ويې ليکه او هر څه چې ګورې په ياد يې ولره. تر هر څه لومړی دې ته ملتفت اوسه چې له مشکلاتو سره به مخامخ شې، نو احتياط له لاسه مه ورکوه او د تحمل ذرې واغونده، چې که زما د خاطراتو په ليکلو د سلطان عبدالحميد او د هغه د جاسوسانو له شر او خطر نه سلامت پاتې شوې د جامدو او مرتجعو عناصرو له مخالفت او دښمنۍ سره به مخامخ شې، هغوی به  غواړي چې حقايق سرچپه وښيي، خو ته پروا پرې مه کوه؛ ځکه چې له دغسې عناصرو نه هيڅکله زمانه نه شي خالي کېدای،ترڅو چې ستا زمانه ترې فارغه شي او نه هيڅ يو مخلص له دغسې عناصرو نه نجات موندلی دی، چې ته نجات ترې ومومې. ډېر کرته به داسې خلک هم وګورې، چې تنقيد به کوي خو ته د دې لپاره چې حق او حقيقت ښکاره او رواج شي؛ بلکې د دې لپاره چې ورته وويل شي چې فلانی سړی پورته شو او داسې يې وويل، يا دا چې انتقاد يې وکړ او يا يې په اعتراض خوله چوله کړه، نو دغسې خلک ډېر کرته په غير شعوري توګه د حق د ښکاره کېدو لپاره خدمت کوي او پرته له دې چې اراده ولري، يا وپوهېږي فضيلت خپروي؛ نو ته له دوی نه تېر شه او سلام پرې ووايه، بحث او څېړنه مه ورسره کوه. دا و د سيد د خبرو متن چې عينا راوړل شو.


[1] – التبه « د دهريانو د مذهب د ترديد» رساله له ده نه پاتې شوې وه چې په هند کې يې ليکلي وه، چې هغه موږ د دې کتاب په پای کې راوړې ده .

له اذان مجلې نه په مننې

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب