د سټیفن ویلیم هاکینګ ژوندلیک

سټیفن ویلیم هاکینګ (Stephen William Hawking)

سټیفن ویلیم هاکینګ(Stephen William Hawking) تر آينشټاين را وروسته په نړۍ کي یو منلی فيزيک پوه او ساینسدان وو.  هغه د (۱۹۴۲م.) کال د جنوري پر اتمه د انګلستان په اکسفورډ ښار کي د فرانک او ایزوبیل په کور کي وزېږېد. مور او پلار ئې له سختو اقتصادي مشکلاتو سره، سره خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. دواړه  په اکسفورډ  پوهنتون کي داخل سول.  پلار ئې طب ووایه او مور ئې فلسفه، سیاسي علوم او اقتصاد وویل.  دوی هغه وخت د شمالي لندن په یوه کليواله سیمه هایګېټ کي اوسېدل، خو څرنګه چي دغه وخت دوهم نړۍ وال جنګ(۱۹۳۹-۱۹۴۵م.) شروع وو او لندن تر بمبار او حملو لاندي وو، نو مور ئې یوه خوندي ښار اکسفورډ ته ولاړه او سټیفن هاکینګ هلته وزېږېدئ.

هاکینګ د مور او پلار مشر اولاد وو.  هغه دوې خوندي او یو بل اخیستل سوی ورور هم درلود.  د دوی فامیل ته د یوه خورا ځیرک او غیر عادي فامیل په سترګه کتل کېدل، چي حتا د ډوډۍ د خوړولو پر وخت به ئې لا هم مطالعه کوله او هر یوه به خپل، خپل کتاب په خاموشۍ لوستلی.

هاکینګ خپلي ابتدايي زده کړي د لندن د هایګېت د بایرن هاوس له ښوونځي څخه پیل کړې، چي وروسته ئې د نوموړي ښوونځي د پرمختګ مېتودونه د ده د هغي ناکامۍ باعث وبلل، چي دی ئې په همدې مکتب کي په لوستلو کي ناکامه کړی وو.  د هاکینګ کورنۍ تعلیم ته ډېر ارزښت ورکاوه او د تعلیم د تر لاسه کولو هره ممکنه هڅه ئې کول.  د ده پلار غوښتل خپل زوی وبسټ منسټر ښوونځي ته چي د لوړ معیار ښونځی وو، شامل کړي خو(۱۳) کلن هاکینګ د سکالرشپ د امتحان په ورځ ناجوړه سو او د پلار دا ارمانئې پوره نه سو او په خپل زاړه ښوونځي کي ئې زده کړو ته دوام ورکړ.

your ads

هاکینګ په ښوونځي کي د آينشټاين په نامه مشهوره وو.  هغه خپل د ریاضي د ښوونکي په مرسته د ساعت له پرزو،  د زاړه ټليفون له سویچ بورډ او نورو مستعملو شیانو کمپيوټر جوړ کړ او د همدې ښوونکي څخه په الهام ئې غوښتل د رياضياتو زده کړي ته دوام ورکړي، خو پلار ئې مشوره ورکړه چي طب انتخاب کړي. ځکه د هغه په نظر په رياضياتو کي ډوډۍ نه سي پیدا کېدلای. پلار ئې غوښتل چي زوی ئې د ده په څېر په اکسفورډ پوهنتون کي طب ووایې، خو هاکینګ فیصله وکړه چي په فيزيک او کېمیا کي به زده کړي کوي .

هاکینګ خپلي لوړي زده کړي د (۱۹۵۹م.)کال په اکتوبر کي د اوولسو کالو په عمر د اکسفورډ په یونیورسټي کالج کي پیل کړې. په لومړیو اتلسو مياشتو کي خورا دیغ وو او یوازيتوب احساس ئې کاوه.  هغه ته د پوهنتون اکاډميک کار تر حد زیات آسانه ایسېدئ . د هاکینګ  د فیزیک استاد رابرټ برمن وايي:

” هاکینګ ته هر څه آسانه ول او دا احساس ور پیدا سوی وو، چي په دې اړه باید یو څه وکړي خو د پوهنتون په دوهم او درېیم کال په هغه کي ډېر بدلون راغلئ او دا کوښښ ئې کاوه چي د پوهنتون په زده کوونکو کي ځان طاق کړي . “

سټیفن هاکینګ د خپل پُرثمره ژوند په موده کي پنځلس آثار ټولني ته وړاندي کړل، چي اکثرو ئې ډېري لويي جایزې وګټلې. د وخت لنډ تاریخ او د اکابیرو پر اوږو کتابونه ئې د بېلګي په ډول یادولای سو.

هاکینګ له (۱۹۶۶م.) کال څخه تر (۲۰۱۵م.) کال پوري د خپل اکاډېمیک کار په سیله کي د نړۍ (۱۸) ډېري لويي علمي ـ اکاډمیکي جایزې او تقدیرنامې ترلاسه کړي دي .

په (۱۹۶۳م.)کال کي د هغه په بدن کي د لومړي ځل له پاره د فلج علامې ښکاره سوې او په څو کلونو کي ئې داسي مرحلې ته ورساوه، چي بېله باړخوګانو څخه ئې د بدنبله عضوه نه سوای ښورولای، خو ذهن ئې سالم وو او تر مرګه ئې د فيزيک د علم په دنیا کي سخري غوټي په خلاصي کړلې.

سټیفن هاکینګ د (۲۰۱۸م.)کال د مارچ پر ۱۴ د مرګ داعي ته ځان وسپاره.  هغه پر خدای (ج) باور نه درلود خو لوی او قادر متعال رب د هغه په مکمل فلج وجود کي خپل کمال او خلقت انسانانو ته ښکاره کاوه.  هغه څه چي په بدن جوړو او سالمو ساينسپوهانو نه سوای تر لاسه کولای سټیفن هاکینګ په مکمل فلج وجود، خو کارنده  دماغ تر لاسه کړل.  په دې کي به ښایي یو لوی عبرت وي او هغه دا چي موږ صرف او صرف فکر او دماغ  انساني کمالاتو او لوړو درجاتو ته رسولای سي.  د فکرونو جوړول د ځان،  ټولني او په مجموع کي د بشریت جوړول او لوړو درجو ته رسول دي.

سعید لودین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب