د سکندر مقدوني وروستۍ خبرې

وايي چې کله سکندر مقدونې د  سترواکۍ  جوړولو په  تکل  له  ډېرو جګړيزو سوبو  وروسته  بېرته  خپل ټاټوبي ته  په ستنېدو  ؤ،   په  لار ه کې  رنځور  شو او د  مياشتو لپاره  د  بسترې شو چې وروسته  بيا د  همدې  رنځورۍ  له امله  ومړ.  نوموړي ته  د ځنکندن  پر مهال  څرګنده  شوه چې ددۀ  هغه  ستر پوځ،  تېره توره  ، شته  او ټولې جګړيزې سوبې  اوس په کار نه ورځي   نو خپل  پوځي جنرالان  يې  ځان  ته  راوبلل  او د وروستي وصيت په تو ګه  يې داسې ورته وويل  ((  زه  له  دې نړۍ څخه  سترګې پټېدونکی يم خو زما درې  غوښتنې  دي  او له  تاسو هيله کووم چې زما دغه درې واړه غوښتنې بې  له کومو  نيمګړتياوو  ترسره کړئ )).    جنرالانو په  داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بهيدلې  خپل سترواکمن ته  په  يوۀ  غږ  ددۀ  د  وروستيو  غوښتنو د ترسره کولو ژمنه  ورکړه.

سکندر مقدوني  خپلې غوښتنې  داسې وړاندې کړې:  ((  زما  لومړۍ  غوښتنه  داده  چې زما جنازه  دې  رنځپوهان (ډاکټران)  يوسي  ، دويمه غوښتنه  مې  داده  چې کله  زما  جنازه  ګور ته  وړل کېږي  نو زما تر مړيستونه   تللې لار دې  زما  د  خزانې  په  سرو او  سپينو  زرو او قيمتې ډبرو وپوښل شي  او زما دريېمه غوښتنه  داده  چې  زما  لاسونه    له  تابوت  څخه   اېستلي  پرېږدئ )) .

د  سکندر دغو  هيښونکو غوښتنو په  دۀ  راغونډ شوي  ټول  خلک  هک پک کړل خو چا ترې  د پوښتنې  زړۀ  و نشو کولی .  وروسته  يوۀ جنرال چې   سکندر ته  ډېر نږدې او منلی ؤ  د دۀ  لاس ښکل او خپلې سينې ته يې نږدې کړ  او په دې توګه يې ترې وپوښتل چې :  ((  اې زمونږ د ټولو ستر واکمنه  !  مونږ تاته   ستا  د درېواړو  غوښتنو د پوره  کولو  ډاډ درکوو  خو  دا  راته  ووايه چې  ولې  داسې هيښونکې غوښتنې کوې ؟))

له  دې پوښتنې  سره  سکندر يوه  درنه  ساه واخيسته  او زياته يې کړه چې: ((  زۀ  غواړم   نړيوال  په هغو درېيو عبرتونو وپوهوم  چې ما همدا اوس  زده کړل)).
زما لومړۍ غوښتنه  چې زما  جنازه  دې   رنځپوهان  يوسي   ترڅو  خلکو ته   روښانه   شي چې رنځپوهان  ناتوانه دي ، چاته  روغتيا او ژوند نشي ورکولي او نه څوک  د مرګ له منګلو خوندي کولی شي.

زما دويمه غوښتنه  چې  زما   تر   مړېستونه   تللې  لار  دې  زما  په زېرمه کړيو  سپينو او سرو زرو او نورو  شتو  وپوښل شي چې خلک په دې وپوهېږي  چې ما ونشوکولی  له  خپلو  ټولو  زېرمه کړيو سرو زرو څخه  يوه کوچنۍ برخه  له ځانه سره  يوسم ،  نو  د شتو  د ډېرولو لپاره  ټولې هڅې  د وخت  ضايع ده.

او زما  درېيمه غوښتنه  چې زما  لاسونه  له  تابوت  څخه  وېستلي پرېږدئ ،  ترڅو خلکو ته  مالومه شي چې زۀ  دې  نړۍ  ته  لکه  څرنګه  چې تش لاسونه  راغلی  وم  نو همداسې تری  تش لاسونه لاړم.

د سکندر مقدوني  وروستۍ خبرې  دا هم وې چې :
(( زما مړی  ښخ  کړئ  ،  زما په  مړيستون  څلی او منار  مه جوړوئ  او زما لاسونه  اېستلي پرېږدئ ، ترڅو نړيوال  په  دې  پوی شي    هغه  څوک چې نړۍ يې ولکه کړې وه  له نړۍ څخه  تش لاسونه  ولاړو))

ژباړه له  انګليسي څخه  :  کريم نوښتګر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب