د سګرټو پريښودو لپاره کم او زیات شپیته دلایل

ستاسې خپلې روغتیا ته:

• د سږو د سرطان لامل کیږي
• د امفیزیما (په سږو کې د اوبو راټولیدل) لامل کیږي
• د زړه او رګونو د ناروغیو لامل کیږي
• د ثدیو (تیونو) د سرطان لامل کیږي
• د خولې، مرۍ او د پورتنۍ تنفسي لارو د سرطانونو لامل کیږي
• د ټولو هغو سرطانونو لامل کیږي چې پورته یې یادونه نه ده شوې
• د مغزي حملې لامل کیږي
• د نمونیا ( د سږو انتان) لامل کیږي
• د برانکسونو التهاب لامل کیږي
• د سترګو د ناروغیو لامل کیږي
• د غوږنو ستونزې رامنځته کوي
• د رګونو د بندیدو لامل کیږي
• ساه اخیستنه یا تنفس اغیزمن کوي
• معافیتي سیستم (د بدن دفاعي سیستم) کمزوری کوي
• عموي فزیکي حالت مو خرابوي
• د جنسي قوې د کمزوئ سبب کیږي
• د عقامت (شنډوالي) لامل کیږي
• د وینې پواسطه د اکسیجن ا خیستو ظرفیت کموي
• د غاښونو د ناروغیو خطر لوړوي

د نورو روغتیا ته خطر ( هغوی ته چې خپله سګرټ نه څکوي خو د نورو د سګرټ د لوګي څخه متضرر کیږي)

• د سقط یا زیان او یا جنین ته د ضرر چانس لوړوي
• د کوچنیانو د کم وزن اخیستو لامل کیږي
• د کوچنیانو ذکاوت/هوښتیارتیا کموي
• په کوچنیانو کې د خوب د حالت د ناڅاپه مړینې لامل کیږي
• د تمباکو د لوګي له امله د سترګو ټپونه او نورې ناروغۍ رامنځته کوي
• په ټوله کې د کوچني په روغتیا باندې ناوړه اغیزه کوي

د ژوندانه کیفیت:

• فزیکي اعتیاد
• سایکولوژیکي اعتیاد
• ټولنیز اعتیاد
• د شامي ( بوی) حس له لاسه ورکول
• د ذایقې (مزې) حس له لاسه روکول
• کیدای شي نورو سره د اړیکو په خرابوالي منتج شي

فردي حفظ الصحه

• د بدن بوی
• د خولی بد بوی
• د جامو بوی
• زیړ بدرنګ لاسونه
فردي حفظ الصحه
• منګ لرونکې غاښونه
• د پوستکي مخکې له وخته زړیدل چې په پایله کې یې بنیادم زوړ ښکاري

د کورنۍ اړخ:

• د کوټې دننه بد بوی
• د اورلګیدنې خطر
• چټل دیوالونه او چتونه
• چټل فرنیچر او د کور نور لوازم
• ټولنیز اړخونه
• په مجاورت کې خلکو ته ناراحتي
• په ځینو حالاتو کې ورته د خلکو لخوا بد کتل
• د دندې په اخیستو کې ستونزې
• د ملګري په پیدا کولو کې ستونزې
• د نورو لپاره بده بیلګه

عمومي اغیزې:

• تل په دې اندیښنه کې وي چې سګرټ به یې خلاص شي
• تل په دې لټه کې وي چې د سیګرټ د لګولو لپاره یو څه پیدا کړي
• تل د داسې یو ځای په لټه کې وي چې د سګرټ د څکولو اجازه وي
• موټر کې د سګرټ څکولو له امله تصادمات
• د تمباکو د صنعت د ګټې لپاره د غلامۍ حلقه په غاړه ګرځول
• او د سګرټو لګښت
• د هغو ناروغیو لګښت چې د سګرټ څکولو له امله رامنځته کیږي.

احمد رشاد ګردیوال

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب