د شاتو مچۍ اړوند ځینې معلومات

هغه حقايق دا دي:

د عسلو ښځینه موچمچۍ چرګینی(شکېرګنی) جوړوی، نه نر، لکه په سورت نحل کی چی قران کریم ویلی دی۔
د عسلو موچمچۍ څلوروزرونه اوپنځه سترګې لری۔
 داخل په چرګینی (شکېرګنې) دحرارت درجه 92.93 فارنهایت لری، چی که دباندی ګرمې اوکه یخنې وی، نوهلته درجه دحرارت ثابته ده، ترڅوعسل خراب نه شی اویائې خونداویاهم رنګ له لاسه ورنه کی۔ چی داټول نظام الله جل جلاله ورښودلی دی اوسړی ورته حیران سی، چی داکوچنی حشره اودومره ښکلی نظام۔
 دعسلو موچمچۍ دخپلې ځالې څخه تر 10 میله پوری لیری ځی، دخوراک دپیدا کېدوپه موخه ، مګرپه عام ډول سره 1ـ2 میله پوری دخپل ځای څخه لیری ځی چی دګلانو شېره پیداکاندی۔
دموچمچۍ کارګره ډله په پسرلی 4 اونۍ ژوندلری اوپه ژمی کی 6 اونۍ۔
 دموچمچیومشره ښځینه موچمچۍ ده، چی هغې ته ملکه وایی، چی داملکه پخپل ژوندکی (600ـ800) پوری هګۍ اوپه زیاته اندازه سره( 1500 )هګۍ اچوی، داښځه ئې ځکه مشره ده چی الله جل جلاله په سورت نحل کی لفظ دښځې ذکرکړیدی، الله جل جلاله وایی چی ماوښځې موچمچۍ ته وحی وکړی ۔۔۔۔۔۔
په یوشکېرګنی چی دوی ئې جوړکی، اوکارپکښې کوی، دموچمچیوشمېر تقریبا د( 4000ـ6000 )پوری وی۔
دموچمچۍ سرعت په یوه ساعت کی 15 میله دی، اویوه موچمچۍ پخپل یوه سفرکی( 50ـ 100 )ګلانوپوری ګوری، ترڅوښه دګلانوشېره(دوښا) اوډېره راوړی۔
 دیوه پاونډدعسلودجوړولولپاره( 55000 )میله سفر کوی، چی دشکېرګنی اندازه یوپاونډعسل وی، اویوه موچمچۍ پخپل ټول ژوندکی د( 1ـ12 )دچایودکاچوغې په اندازه سره عسل تولیدولای سی۔
 دعسلوموچمچۍ بېله ژمی بل وخت نه مری، دوی دګرمۍ په موسم کی خپل عسل خوری اودپسرلی انتظارکوی، دوی یوډېرمضبوط قشرپرشکیرګنی اوپرهغه ځای چی ملکه ژوندکوی جوړوی، اوراتاووې، ترڅوعسل اویاهم ملکه ضایع نه شی اوهغه تاوده وساتی دهمېش لپاره۔
یوه ډله دموچمچیوپه کال کی،( 60ـ100 )پاونډوپوری عسل تولیدوی۔
عسل دومره انرژې لری چی دیوه (اونس) په سوځولوسره دمځکی پرکُرې باندی سفر کیږی۔
دعسلوځينی ځانګړتياوې:
عسل ډېره بهترینه غذاده چی دهضمېدولپاره ډېره ښه مناسبه ده، چی اوس مهال ئې ډېرروغتیاپالان وناروغانوته فرمایی اوتوصیه ئې ورته کوی۔
 په عسلوکی (کولستړول) غوړاوسودیم نشته، مګرډېرویټامینونه پکښې شتون لری چی له همدې کبله په ډېروناروغیوکی ورڅخه ددرملنې په ډول سره کاراخیستل کیږی۔
دعسلویوه ځانګړتیاداده چی رطوبت جذبوی، همداوجه دی چی روسانودخپل اشغال پرمهال اوپه دوهمه نړېوال جنګ کی نازی هیټلردخپلوزخمی سووعسکرددرملنې لپاره استعمالول چی ډېره ښه نتیجه ئې هم ورکوله۔
عسل دزخمونو، سوځل شوی ځای لپاره، او(انفکشن) لپاره غوره علاج دی۔
لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب