د شارک Shark په اړه معلومات

د شارک په اړه معلومات

شارک یا سمندري کب نږدې څلور سوه بیل بیل ډولونه لري. هر ډول شارک بیله بڼه لري، بیل خوراک لري او ځانګړي خویونه لري. شارکونه د نړۍ په ټولو څلورو لویو سمندرونو کې پیدا کیږي. ځیني شارکونه د ښوونځي د بس په څیر غټ دي خو ځیني نور بیا حتي د کبانو په یوه واړه بکس کې هم ځاییدلای شي. دا کبان د هر ډول رنګ درلودونکي دي. ډیری وخت، د دوی پوستکی له دوی سره مرسته کوي تر څو له خپل چاپیریال سره ځان عیار کړي. ځیني کبان چې د سمندر په لاندینیو برخو کې ژوند کوي د بدن داسې غړي لري چې په تیاره کې دوی ته د بریښیدلو وړتیا ورکوي. ډیری دا ډول کبان په مالګینو اوبو کې ژوند کوي خو داسې کبان هم شته چې کولای شي په تازه او بې مالګې اوبو کې هم ژوند وکړي. ټول شارکونه یو له بله څخه بیل دي او یا داسې بیلې ځانګړتیاوې لري چې دوی له یو بل څخه بیلوي. شارکونه په حقیقت کې یو ډول کبان دي. د یو عادي کب او شارک تر منځ ځیني ورته والي او توپیرونه موجود دي. د مثال په ډول د شارک د سر کوپړۍ له کرپندوکي (غضروف) څخه جوړه شوې ده خو د عادي کب د سر کوپړۍ بیا له هډوکې څخه جوړه شوې ده. غضروف د انسانانو په بدن  کې یو دول کرپندوکې سخته ماده ده چې د انسانانو غوږونه او پوزه ترې جوړه شوې ده. لکه د نورو کبانو په شان، شارکونه هم پښتۍ (برانشي) لري. کبان د پښتیو په وسیله کولی شي چې تنفس وکړي. انسانان بیا د کبانو برعکس د سږیو په وسیله هوا تنفس کوي.  کبان د خپلو پښتیو په وسیله له اوبو څخه اکسیجن اخلي. د دې لپاره چې کبان وکولای شي په کافي اندازه اکسیجن تر لاسه کړي، د دوی له پښتیو (کونجکو) څخه باید اوبه تیرې شي. شارکونه د دې لپاره په لویو سمندرونو کې ژوند کوې چې دا سمندرونه لويې څپې لري. شارکونه په دې لویو څپو کې حرکت کوي تر څو وکولای شي د خپلو پښتیو په وسیله له اوبو څخه اکسیجن تر لاسه کړي.

شارکونه د ډیرو زیاتو غاښونو درلودونکي دي چې د انسانانو پر خلاف په یوه قطار کې نه دي واقع شوي، بلکه د دوی غاښونه په څو قطارونو کې ځای پر ځای شوي دي. د مخکیني قطار غاښونه د وخت په تیریدو سره توییږي او د دویم قطار غاښونه د هغوی ځای نیسي.  ځیني شارکونه په خپل ژوند کې تر ۳۰۰۰۰ پورې غاښونه له لاسه ورکوي! د دې لپاره چې هر ډول شارک ځانګړی خوراک لري نو هر ډول شارک بیا بیل بیل غاښونه لري. ځیني شارکونه د فنجي په اندازه واړه ژوي خوري خو ځیني نور بیا د کیشپ په اندازه غټ سمندري ژوي هم خوړلای شي. ډیری شارکونه ډیر خوراک نه کوي. ځیني شارکونه حتي په څو اونیو کې یو ځل خواړه خوري. شارکونه د سمندري خوړو د سلسلې په سر کې ځای لري؛ دا په دې مانا چې بل هیڅ حیوان نه شي کولی چې شارک وخوري. دا موقعیت د سمندري ژوند لپاره خورا مهم دی ځکه شارکونه نه پریږدي چې د نورو حیواناتو نفوس له یوې ټاکلې اندازې څخه ډیر شي. دا پروسه په سمندر کې د ژویو تنوع هم را منځ ته کوي، په دې مانا چې په سمندر کې هر ډول ژوي وکولای شي ژوند وکړي. د شارکونو په اړه یو بل مهم حقیقت دا دی چې دوی له ډیر پخوا څخه په سمندر کې ژوند کوي. شارکونه په سمندر کې د ډایناسورانو د پاچاهۍ له وخت یعني ۶۴ میلیونه کاله پخوا څخه ژوند کوي. ساینس پوهان په دې باور دي چې د شارک خپلوانو تر نږدې څلور سوه میلیونه کاله مخکي هم ژوند کړی دی. ځیني وخت شارکونه د ابتدايي ژویو په توګه پیژندل کیږي ځکه دوی له ډیر پخوا څخه ژوند کوي او له هغه وخته بیا تر اوسه په دوی کې ډیر بدلون نه دی راغلی. دا د ډیرې حیرانتیا خبره ده چې شارکونه په دې بریالي شوي دي چې له دومره ډیرې مودې راهیسي په سمندر کې ژوند وکړي! شارکونه ځانګړي ژوي دي، او خلک کولای شي د دوی په اړه ډیر څه زده کړي.

۱) د انسان د بدن کوم غړی د شارک برانشي ته ډیر ورته دی؟

الف. زړه

ب. سږی

ج. دماغ

د. پښتورګي

۰٪ ——————————————- ۱۰۰٪

باوري                                                    باوري

 

۲) په متن کې د تنوع کلمه لاندې مانا لري

الف. مهم

ب. بیلوالی

ج. ورته والی

د. خطرناک

۰٪ ——————————————- ۱۰۰٪

باوري                                                    باوري

 

۳) د دې متن اصلي مفهوم څه دی

الف. شارکونه غیر عادي مخلوقات دي.

ب. شارکونه په ټولو سمندرونو کې ژوند کوي.

ج. کبان او شارکونه بالکل یو ډول ژوي دي.

د. شارکونه د خوړو د سلسلې په سر کې ځای لري.

۰٪ ——————————————- ۱۰۰٪

باوري                                                    باوري

 

۴) متن ته په کتو سره، لاندې کومه بیانیه ډیره سمه ده

الف. شارکونه د انسانانو په شان هډوکي لري.

ب. شارکونه د نړۍ په ډیرو کمو سیمو کې پیدا کیږي.

ج. کبان او شارکونه د تنفس لپاره له برانشي څخه ګټه پورته کوي.

د. کبان غاښونه نه لري.

 

۰٪ ——————————————- ۱۰۰٪

باوري                                                    باوري

۵) له لاندې جملو څخه کومه یوه يې یو حقیقت دی بلکه نظریه نه ده

الف. شارکونه د انسانانو په شان غضروف لري

ب. شارکونه ویروونکي دي.

ج. شارکونه بد ژوي دي.

د. د شارکونه په اړه مطالعه زړه راښکونکې ده.

۰٪ ——————————————- ۱۰۰٪

باوري                                                    باوري

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب