د شاه (معقد) له لارې خپلې میرمن سره نزدیکت څه حکم لري؟

له ښځې سره د شا په طرف (مقعد) کې کوروالی کول حرام دي او د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی .
د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته وؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې بالکل له منځ لاړي .
په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ؛
او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ،پرته له ښځو خپلو (المؤمنون) .
مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي .
او د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي :
:«نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ) .
د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای معلوم دی .
د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارخيدو په ځای) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي : پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل: مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا؛
څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی.
او په يو بل روايت کې راغلي :«لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها» :
الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي.
له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل : لا تأتوا النساء في أعجازهن أو قال «فی أدبارهن»
د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .
مفتي کفايت الله دهلوي (رحمه الله) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي.
(کفايت المفتي جلد ۵ صفحه ۳۶۱) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب