د شبکه یي بازار موندنې په اړه د اسلامي شريعت نظر

یو له مینه والو څخه په خپله پوښتنه کې داسې لیکلئ: استاد محترم مهرباني وکړئ داسلامی شریعت له نظره د شبکه یي بازار موندنې په هکله معلومات راکړئ؟

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، اما بعد،،
په شبکه یي بازار موندنه کې کار کول داسلامي شریعت فقهاء ً التسویق الشبکي الهمرمي Marketing Network” په نوم یادېږي، هغه کار او دنده ده چې یو شخص د یو شي یا جنس داخیستلو لپاره بل شخص ته قناعت ورکړي، او هغه نور په همدې شکل په دوامداره توگه وهڅوي، او هر څومره چې مشتریان زیاتیږي هم دومره اندازه د اولني شخص ګټه زیاتیږي، او په زرگونو روپۍ لاسته راوړي، او په همدې ډول چې هریو پدې وتوانیږي چې مشتریان په مختلفو لارو پدې لیست کې اضافه کړي ګټه کوي، دغه معامله یا راکړه ورکړه زیاته دانترنیت په وسیله صورت نیسي، او ځینې خلک شته چې بغیر له انترنیت څخه هم دغه دنده پرمخ وړي… اوس په زیاته پیمانه زموږ هیوادوال ددې غوښتنه لري چې دشبکه یي بازار موندنې په هکله د اسلامي شریعت په حکم او دلایلو ځان پوه کړي.

د گرانو مینه والو دپوښتنو دځوابونو په هکله باید ولیکم چې دغه ډول معامله حرامه ده، ځکه چې له دغه معاملې څخه هدف دجنس خرڅول نه دي، بلکې مطلب لاسته راوړل د بازار موندنې ګټه ده څرنگه چې اصلي قیمت د هغه جنس چې ورته بازار موندنه کوي څو سوه ده په داسې حال کی چي هغه ګټه چی لاسته یې راوړي ورڅخه زرهاو او لک هاو ته رسیږي، او که چیرې هر عاقل انسان ته دواړه یعني تجارت او بازار موندنه وړاندې کړو حتمي به بازار موندنه انتخاب کړي، نو له همدې کبله ددغه ډول شرکتونو اعتماد باور او تکیه په بازار موندنه او د هغې په پرمختگ کې ده چې د کمې پانگې په مقابل کې زیاته ګټه لاسته راوړي، چې په اصل کې دخرڅلاو دشیانو یواځې لاسته راوړل د ګټې بغیر له تکلیف څخه ده له همدې کبله دغه معامله حرام ده نظر په لاندې دلایلو:

اول : دغه ډول معامله دواړه ډول سود او ربا یعنی ً با الفضل وربا النسیئة ً سود خوړل زیات اخیستل په معامله دیو شي کې، او لاس په لاس نه کول دي په اخیستلو او خرڅولو د شیانو کې، ځکه اشتراک کونکي په شبکه یي بازار موندنه کې دلږو پیسو په مقابل کې ډیره ګټه لاسته راوړي، په عین وخت کې د دغو شرکتونو هدف دشیانو خرڅول نه، بلکې همدا شیان د زیاتې ګټې لاسته راوړلو وسیله ده چې سود او ربا ګڼل کیژی په دلیل د صحیح حدیث او د فقهاو په اتفاق.

دوهم : د اسلام سپیڅلی دین د خرڅولو او اخیستلو په معامله کې په صداقت او امانت دارۍ باندې ټینگار کوي، په داسې حال کې چې د دغه معاملو اصل او حقیقت په دوکه ورکولو، درواغو او چل باندې لاړ دی او پدغه ډول جوړ شوي، ځکه څوک چې په دغه بازار موندنه کې ګډون کوي نه پوهیژی چې آیا بریالي به شي او که نه، ځکه یو شمیر محدود برخه لرونکي یې بریالي کیږي، او زیاتره برخه لرونکي یې تاواني دي او هغه راکړه ورکړه چې په هغه کی تاواني کیدل واضح او ښکاره وي په اسلامي شریعت کی ناجایز او ناروا ده رسول الله صلی علیه وسلم په صحیح حدیث کي له دغه ډول راکړې ورکړې څخه منعه کړې ده:
ً وقد نهي النبي صلی الله علیه وسلم عن الغرر ً.

دریم : څوک چې ددغه شرکتونو طریقه لار او عمل وویني، دغه حقیقت ته رسیږي چې دغه شرکتونو دحرامو دخوړلو او دخلکو دمال د لوټ کولو لپاره لاس یو کړی او تنها څو محدود خلک په ګټه کې شریک کوي ترڅو دنورو دتشویق او هڅونې سبب شي، الله ج له دغه ډول راکړې ورکړې یا معاملو څخه منعه کړې، ځکه چې په ناروا او ناجایزه توګه د خلکو د مال خوړل دي او فرمایلي:
{ یا أیها الذین آمنوأ لا تأکلوأ أموالکم بینکم بالباطل } ‹ النساء : 29› .
ژباره: ای هغه خلکو چی ایمان مو راوړی خپل مالونه او یو دبل په ناروا سره مه خورئ.

څلورم : دشبکه یي بازار موندنې بنسټ دوکه او درواغ تشکیلوي، ځکه هغه خلک چې بازار موندنه کوي، په هر شکل او وسیله هڅه کوي چې ګډونکونکو ته قناعت ورکړي چې ډیره ګټه او فایده ورکړي ترڅو تر تاثیر لاندې راشي او په دغه معامله کې ګډون وکړي او بالاخره تاواني شي رسول الله صلی علیه وسلم په صحیح حدیث کې له دوکې فریب څخه منعه کړې او فرمایلي یې دي :
ً من غش قلبی مني ً
څوک چې په راکړه ورکړه یا معامله کې دوکه ورکوي زما له امت څخه ندی.

اما ځینې شبکه یي بازار موندنه کمیشن کاري بولي چې دا هم روا نده، ځکه په کمیشن کاري کی چې کمیشن کار کومه اجوره چې لاسته راوړي دشیانو دخرڅولو او د اخیستونکي دواړو په مقابل کې ده، اما په شبکه یي بازار موندنه کې شخص خپله اجوره او پیسي اچوي تر څو دخپلې خوښي شیانو ته وده ورکړي، او هم په کمیشن کاري کې هدف دسوداگریزو شیانو خرڅول دي، اما په شبکه یي بازار موندنه کی دمشتریانو جلبول دي نه دنومول شو شیانو خرڅول.

پنځم : مجامع فقهي، فقهاي معاصر دغه شبکه یي بازار موندنه قمار بولي او الله جل جلاله په واضح ډول په قرآن کریم کې له قمار وهلو څخه منع کړي ده او هغه یې دشیطان له کارو او اقتصادي فعالیتونو څخه شمیرلی دی او فرمایلي یې دي:
{ “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ” } ( المائدة / 90) .

نظر په وړاندې شویو دلیلونو په شبکه یې یا الکترونکی بازار موندنه کی کار کول مطلق حرام او لویه کبیره گناه ګڼل کیږي، د معاملاتو یا راکړې ورکړې فقهاؤ، او داسلامی اقتصاد علماو سربیره پر دې چی دغه معامله یي حرام بللې له هغه څخه یې لرې والې ښودلی او هدف د هغو شرکتونو چی پدغه کار کی شریک دي، داسلامی هیوادونو د پانگې او اقتصاد له منځه وړل دي، او د دنیا په اکثرو هیوادونو  کی شبکه یي بازار موندنه ممنوع نشر شوه او اقتصادی جنایت بلل کیژي چې قانوني چلند لري….

لیکنه: شیخ فضل الله ممتاز

ژباړه: رحمت الله همدرد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب