د شخصي استفادې د پاره موټر کې زکات شته ؟

که چیرې موتر د شخصی استفادی لباره ( ضرورت د کار بار لباره نه لری او نه ورباندی خبل اولاد ته نفقه بیدا کوی ) صرف د چکر او سهولت لباره یی استفاده کوی او کال بری تیر شوی وی به دی موتر باندی زکات کیږی که نه که لطف وکړی تر یو ساعت بوری دا معلومات راکړی دیرهمهربانی به مو وی

ډاکتر امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه موټر چې د کور د پاره اخیستل شوې وي په هغه باندې زکات نشته او که د تجارت د پاره وي په هغه باندې زکات شته .

ابوداود روايت کوي چې جناب سول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ   صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]

:«  رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ   به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.

و  فی  الهندیة‌:

«و  منها  کون  النصاب  نامیاً‌»‌.(الهندية )

و  فی  الدر:

«‌و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

و  فی  الطحطاوی‌:

«(‌قوله‌:  و  نحوها)‌کحوانیت و  خانات  یستغلها»‌.(طحطاوي علي الدر:1/392)

خلاصه د مطلب دا چې په کور ، د کور په سامان او د ژوند په وسايلو زکات نشته

والله اعلم بالصواب

فتاوي المحمودي – د زکات د فتوای دايمي ټولنه

آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب