د شعبان مياشت اړوند مکمل بیان

شعبان د اسلامي تاريخ له پلوه د کال آتمه مياشت ده او دا د ومره د خيراو برکت مياشته ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به پدې مياشت کې د الله جل جلاله عبادت او په ځانګړي ډول روژو نيولو ته ډېره پاملرنه کوله، دنوموړې مياشتې روژې يې د رمضان د مياشتې له روژو وروسته ترټولو غوره روژې بللې دي لکه په حديث کې راځي :

عن أنس أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : أفضل الصيام بعد رمضان شعبان [۱]

ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د رمضان له روژو وروسته تر ټولو غوره روژې د شعبان دمياشتې دي .

او په يو بل حديث کې د شعبان مياشتې د روژو د غوره والي لامل هم ښودل شوی دی چې دا روژې ولې او د څه له کبله دومره غوره او د زيات ثواب لامل دي، په حديث کې راځي :

عن أنس : قال سئل النبي صلى الله عليه و سلم ؟ أي الصوم أفضل بعد رمضان ؟ فقال شعبان لتعظيم رمضان قيل فأي الصدقة أفضل ؟ قال صدقة في رمضان [۲]

ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه د رمضان له روژو وروسته تر ټولو غوره روژې کومې دي رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د شعبان د مياشتې روژې د رمضان د احترام او درنښت له امله، پوښتنه وشوه چې کوم خيرات ډېر غوره دی؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل د رمضان په مياشت کې خيرات کول .

معنا دا چې د رمضان د احترام او د هغه روژو ته د چمتو والي او تيارۍ په موخه د شعبان په مياشت کې روژې نيول يوه ښه او غوره کار دی ځکه چې له شعبان وروسته سمدلاسه د روژې مياشت پيل کيږي او رسول الله . به په نوموړې مياشت کې تر ټولو زياتې روژې نيولې او دروژې میاشت سره به یې پیوسته کولې.

your ads

عن عائشة رضي الله عنها تقول: كان أحب الشهور إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم أن يصومه شعبان ثم يصله برمضان . [۳]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تر ټولو خوښه مياشت دشعبان وه چې روژې پکې ونيسي او بيا به يې د روژو دا لړۍ تر رمضانه رسوله .

دغه راز رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان مياشتې ته تر ټولو مياشتو زيات ځير و او د رمضان له امله به يې ډېره پاملرنه ورته کوله لکه په يو حديث کې راځي :

عن عائشة قالت : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم يتحفظ من هلال شعبان مالا يتحفظ من غيره ثم يصوم رمضان لرؤيته فإن غم عليه عد ثلاثين يوما ثم صام[۴].

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم به د نورو مياشتو په پرتله د شعبان مياشتې ليدو ته ډېره پاملرنه کوله او بيا به يې د رمضان د مياشتې د ليدو سره د هغې روژې نيولې خو که مياشت به ونه ليدل شوه نو د شعبان مياشتې دېرش ورځې به يې پوره کړې بيا به يې د رمضان روژې نيولې .

له یولوري څه له دې حدیثه د رسول الله صلى الله عليه وسلم شعبان مياشتې ته ځانګړې پاملرنه څرګندیږي او له بل لوري څخه د رمضان مياشتې په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له عمل څخه يوه مهمه مسئله هم معلومه شوه هغه دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان مياشتې روژې به د مياشتې له ليدو و روسته نيولې او که د مياشتې په ليدو کې به کومه ستونزه رامنځته شوه لکه ورېځ يا ګرد او غبار چې د مياشتې ليدل به يې ستونزمن کړل؛ نو بيا به يې د شعبان مياشتې ورځو ته حساب کولو کله چې به دېرش ورځې پوره شوې نو درمضان مياشت روژې به يې پیل کړې څرنګه چې دا مسئله په يو بل حديث کې داسې بيان شوې ده :

عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته فإن غم عليكم الشهر فأكملوا العدة ثلاثين [۵]

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو د مياشتې له ليدو سره روژه ونيسئ او د بلې مياشتې په ليدو سره يې وخورئ خو که د مياشتې ليدل درباندې پټ شول نو بيا د شعبان مياشتې دېرش ورځې پوره کړئ .

معنا دا چې د رمضان روژه د مياشتې د ليدولو سره سمه ونيسئ او کله چې د اختر مياشت ووينئ نو روژه وخورئ او عيد يې کړئ خو که د رمضان مياشتې په ليدلو کې کومه ستونزه مخته راغله چې په آسمان کې دوړه او ګرد له امله مو مياشت ونه شوای ليدلی؛ نو بيا د شعبان مياشتې دېرش ورځې وګڼئ، کله چې هغه پوره شوې د رمضان روژه ونيسئ

په شعبان کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عادت

عن أم سلمة : قالت ما رأيت النبي صلى الله عليه و سلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان [۶]

ژباړه : له ام سلمه رضي الله عنه روايت دی وايي : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم بل هيڅ وخت دوې مياشتې پر له پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی مګر د شعبان او رمضان په مياشتو کې .

حدیث په سرسري کتنې څخه دا خبره څرګنديږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به رمضان مياشتې غوندې د شعبان ټوله مياشت روژه نيوله ؛ خو که نورو احادیثو او درسول الله صلى الله عليه وسلم عمل ته ځيرشو، دا خبر به راته په ډاګه څرګنده شي چې له دې څخه زياتوالی د رروژو مراد دی نه ټوله مياشت روژه نيول ځکه په يو بل حديث کې همدې ټکي ته دا سې اشاره شوې ده :

عن عائشة أنها قالت ما رأيت النبي صلى الله عليه و سلم في شهر أكثر صياما منه في شعبان كان يصومه إلا قليلا بل كان يصومه كله .[۷]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : ما رسول الله د شعبان مياشتې په پرتله په بل مياشت کې زيات په روژه نيولو نه دی ليدلی د شعبان مياشت کې به يې ډېرې روژې نيولې لږ ورځې به يې نه نيولې بلکې زياتې به يې نيولې .

لدې حديث څخه دا خبر معلومه شوه چې ټوله مياشت به نه بلکې د دې مياشتې ډېره برخه به يې د روژې په حالت کې تېروله او دا چې ټوله مياشت به يې روژه نه نيوله دا خبره په يو بل حديث کې په څرګندو ټکو بيان شوې ده :

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : ما صام النبي صلى الله عليه و سلم شهرا كاملا قط غير رمضان ويصوم حتى يقول القائل لا والله لا يفطر ويفطر حتى يقول القائل لا والله لا يصوم [۸]

ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم د رمضان مياشتې څخه پرته بل هيڅ وخت هم بشپړه مياشت روژه نه ده نيولې او دا سې روژې به يې نيولې چې يو چا به ويل په الله قسم روژه به پرې نه ږدي اودا سې به يې پرېښودلې چې يوچا به ويل په الله قسم روژه به ونه نيسي .

معنا دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يوازې د رمضان بشپړه مياشت روژه نيوله له رمضان پرته بل وخت يې بشپړه مياشت روژه نه نيوله او د روژو نيولو په اړه يې عادت دا و چې يو ځلې به يې پیل کړې نو دا ګمان به کېدو چې اوس به يې پرې نه ږدي او بيا به يې چې کله پرېښودلې نو چا به داسې خيال کولو چې بيابه روژه ونه نيسي

په شعبان کې د عائشې رضي الله عنها عادت

مخکې دا خبر څرګنده شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان په مياشت کې ډېرې روژې نيولې؛ نو له همدې امله دمومنانو مور عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند کې خپل عادت داسې جوړ کړی و چې د رمضان د مياشتې کومې روژې به چې د ماشتنۍ ناروغۍ ( حيض ) له کبله ورڅخه پاتې شوې وې، د هغو قضا به يې د شعبان په مياشت کې را وړله؛ څو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د هغې دروژې له کبله کوم تکليف ونه رسيږي نو کله به چې ددواړو روژه وه؛ نو يو بل ته به د تکليف رسېدو وېره هم نه وه چې په دې سره يې د امت ټولو خويندو او ميندو ته يو لوی درس او پند ورکړ چې هغوی څنګه کولای شي د خپلو خاوندانو خيال وساتي او له هغوی سره دښه چلند بېلګه وړاندې کړي؛ ځکه کېدلای شي د مېرمن د روژې له امله خاوند ته تکليف ورسيږي؛ نوځکه علماو ويلي چې د مېرمن لپاره د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه نيول پکار نه ده، کېدلای شي خاوند ته د ورځې په اوږدوکې د خپلې ښځې سره د انساني او فطري غوښتنې یعنې کوروالي اړتيا پيدا شي نو د ښځې د روژې له امله به ستونزې سره مخ شي .او عائشه رضي الله عنها د خپل عادت په اړه وايي :

عن عائشة : قالت : ما كنت أقضي ما يكون علي من رمضان إلا في شعبان حتى توفي رسول الله صلى الله عليه و سلم [۹]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : ترڅو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوندی و ما به د رمضان مياشتې د روژو قضايي په شعبان کې را ګرځوله .

د برات د شپې فضائل :

عن عائشة : قالت فقدت رسول الله صلى الله عليه و سلم ليلة فخرجت فإذا هو بالبقيع فقال أكنت تخافين أن يحيف الله عليك ورسوله ؟ قلت يا رسول الله إني ظننت أنك أتيت بعض نساءك فقال إن الله عز و جل ينزل ليلة النصف من شعبان إلى السماء الدنيا فيفغر لأكثر من عدد شعر غنم كلب [۱۰]

ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : يوه شپه رسول الله صلى الله عليه وسلم له ما څخه نا درکه شو زه پسې را ووتم ګورم چې په بقيع نومي هديره کې دی نو راته وې ويل : آيا ته وېرېږې چې الله جل جلاله او د هغه رسول به تا ظلم وکړي ؟ ما ورته وويل : ای د الله رسوله ما دا ګومان وکړ چې ته خپلو مېرمنو څخه کومې يوې ته راغلئ يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل الله جل جلاله د شعبان مياشتې په منځنۍ شپه کې د دنيا آسمان ته را ګوزيږي او دبنو کلب قبيلې د پسونو له وړيو څخه زياتو کسانو ته بخښنه کوي .

بنو کلب يوه قبيله وه چې تر ټولو قبيلو يې زياتې مېږې او پسونه لرل نو په پورتني حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله له لوري په نوموړې شپه کې د بخښل شويو کسانو زياتوالی د هغوی د پسونو د وړيو په شمېر سره بيان کړ چې د برات په شپه الله جل جلاله دومره زياتو کسانوته بخښنه کوي .

او په يو بل حديث کې له دوو کسانو پرته نورو ټولو ته د بخښنې اعلان شوی لکه په حديث کې راځي :

عن عبد الله بن عمرو ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : يطلع الله عز و جل إلى خلقه ليلة النصف من شعبان فيغفر لعباده الا لاثنين مشاحن وقاتل نفس [۱۱]

ژباړه : له عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د شعبان مياشتې په منځنۍ شپه کې الله جل جلاله خپل مخلوق ته په ځير کيږي او له کينه کوونکي او ځان وژونکي پرته نورو خپلو بندګانو ته بخښنه کوي .

او په يو بل حديث کې بيا له مخکېنيو دوو کسانو علاوه دوه نور کسان داسې ياد شوي چې هغوی به په نوموړې شپه کې د الله جل جلاله له بخښنې څخه بې برخې وي نوروټولو ته به بخښنه کوي لکه په حديث کې راځي :

عن عثمان بن أبي العاص : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : إذا كان ليلة النصف من شعبان فإذا مناد هل من مستغفر فاغفر له هل من سائل فأعطيه فلا يسأل أحد إلا أعطي إلا زانية بفرجها أو مشرك [۱۲]

ژباړه : عثمان بن ابي عاص رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وې ويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه شي نو يو آواز کوونکی آواز کوي چې کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وکړم ؟ کوم د بل شي غوښتونکی شته چې زه يې غوښتنې په ځای کړم نو د زنا کوونکې ښځې او الله سره شريک نيوونکي پرته نور هر څوک چې څه وغواړي الله جل جلاله يې ورکوي .

د برات شپې عبادت

پورته بيان شوي احاديث او د برات شپې په اړه نور څومره احاديث چې راغلي که څه هم حديث پوهانو ضعيف بللي لکه علامه بنوري رحمه الله وايي : چې د برات شپې د فضيلت په اړه کوم مسند تر رسول الله صلى الله عليه وسلم پورې رسېدلی صحيح حديث ماته پيدا نه شو خو بيا هم د رواياتو له ضعف او کمزورۍ سره سره پدې شپه عبادت کول بدعت نه دي لومړی لدې امله چې زياتوالی د رواياتو داښيي چې د برات شپې عبادت بې اصله نه دی دويم دا چې د امت د ټولو علماو عمل داسې راروان دی چې په نوموړې شپه عبادت ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا خبر ه د حديث پوهانو تر منځ د يوآر او قاعدې په ډول منل شوې ده چې دضعيف احاديثوتاييد کله د امت په تعامل سره وشي هغه د منلو وړ ګرځي نو د برات شپې غوره والی او عبادت ته ځانګړې پاملرنه ښه کار دی او نن سبا چې ځينې خلک يوازې د رواياتو په سندونو کې د کمزورۍ له امله د برات شپې له فضيلت څخه انکار کوي دا خبر ناسمه ده .

خو د سلو رکعتونو په اړه چې کوم حديث را غلی چې وايي ( من صلى مائة ركعة في ليلة النصف من شعبان …) ژباړه : چا چې سل رکعاته لمونځ د برات په شپه وکړه . دا حديث پوهانو موضوع او د ځان څخه جوړ کړل شوی بللی [۱۳]

علامه الوسي رحمه الله په خپل تفسير روح المعاني کې ليکي چې عکرمه او يوې ډلې علماو د( الدخان )سورت په درېيم آيت کې چې د کومې شپې يادونه شوې ده له هغې څخه د برات شپه مراد اخيستې ده چې الله جل جلاله وايي ( انا انزلناه في ليلة مبركة إنا كنا منذرين ) ژباړه :موږ هغه ( کتاب ) په مبارکه شپه کې نازل کړی دی .

خو نور ډېر شمېر علماء لکه ابن عباس ،قتاده ،ابن جبير ،مجاهد ،ابن زيد حسن او ډېر شمېر نور چې په هغو کې اهل ظواهر هم دي هغوی لدې څخه د قدر شپه مراد اخيستې ده [۱۴]

د برات په شپه په جومات کې يو ځای نفل کول :

ځينې خلک د برات او قدر په شپه په جومات کې يو ځای په جمعه نفل لمونځ کوي د دې په اړه اصل او قاعده دا ده چې د فرض لمانځه او هغو لمځو پرته کوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په جمعه ثابت دي لکه د تراويح لمونځ ،لمر چې تندر ونیسي ،يادباران غوښتنې پرمهال لمونځ نور ټول سنت او نفل لمنځونوپه اړه غوره داده چې په کور کې ادا شي خو کله چې علماو ته د خلکو په اړه په کورونو کې د سنتو پاتې کېدو وېره پيدا شوه نوځکه هغوی وويل چې که له چا څخه په کور کې سنت د کوم کار يا بوختيا له امله پاتې کيږي نو هغه يې دې په جومات کې وکړي خو د نفلو په اړه ټول علماء په يوه خوله دي چې د نفلو کړل په کورونو کې غوره او ښه کار دی او نفل په جمعه سره ادا کول د احنافو په نزد مکروه تحريمي او ناروا دي نو په مکروه تحريمي او نارکار به ثواب له کومه تر لاسه شي بلکې سر چپه به په ګناه کې اخته شي .

د شعبان د پنځلسم روژه :

دبرات له شپې وروسته د شعبان د پنځلسمې نېټې روژه هم يوه مسله ده د هغې په اړه د احاديثو په ټوله ذخيره کې يوازې يو حديث دی چې ډېر ضعيف بلکې علامه الباني رحمه الله هغه په موضوع او له ځان څخه جوړ کړل شويو احاديثو کې شمېرلی دی چې هغه په لاندې ډول دی :

عن أبي طالب قال : قال رسول الله صلى الله عليه و إذا كان ليلة النصف من شعبان فقوموا ليلتها و صوموا يومها فإن الله تعالى يقول : ألا من مستغفر فأغفر له ألا من مسترزق فأرزقه ألا من سأل فأعطيه ألا كذا حتى يطلع الفجر[۱۵]

ژباړه : له ابوطالب څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه را ورسيږي نو د شپې نفل وکړئ او دورځې روژه ونيسئ ځکه الله جل جلاله وايي : څوک د بخښنې غوښتونکی شته چې زه بخښنه ورته وکړم ،څوک د روزۍ غوښتونکی شته چې زه روزي ورکړم خبر اوسئ چا چې څه وغوښتل زه به يې ورکړم داسې به وي آن تر دې چې سهار شي .

علامه الباني رحمه الله ددې حديث په اړه وايي :دا حديث ډېر ضعيف دی يا خو موضوع له ځان څخه جوړ کړل شوی دی او د مشکات په تخريج کې وايي د دې حديث په سند کې لوی وهم دی ځکه د دې حديث په سند کې يوراوي ابن ابي سبرة دی چې ابوبکر بن عبدالله بن محمدبن ابي سبرة نوميږي امام احمد او امام ابن معين رحمهماالله د هغه په اړه وايي هغه له ځانه احاديث جوړوي [۱۶]

له دې ټول بيان څخه څرګنده شوه چې د شعبان د پنځلسمې ورځې د روژې په اړه چې کوم حديث راغلی هغه د دې وړ نه دی چې دهغه څخه دې په نوموړې ورځ دروژې سنيت يا استحباب ثابت شي نو ځکه علماوچې چېرې مستحب روژې بيان کړې په هغو کې يې د محرم میاشتې د لسم روژه ،د عرفات د ورځې روژه بيان کړې خو دشعبان د مياشتې د پنځلسمې نېټې روژه يې په ځانګړي ډول نه ده راوړې بلکې وايي د شعبان مياشتې هره ورځ چې روژه ونيول شي مستحب او غوره کار دی نو که څوک په دې نيت روژه ونيسي چې د شعبان په مياشت کې د يوڅو ورځو پرته بل هر وخت روژه نيول غوره کار دی نو ثواب به تر لاسه کړي .

زموږ استاذ محترم مفتی تقی عثماني صاحب وايي : په ټولو کې د شعبان مياشتې تر اوه ويشتمې نېټې پورې هر وخت روژه نيول غوره کار دی او بل دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د هرې مياشتې درې ورځې ديارلسم څوارلسم او پنځلسم روژې نيولې کوموته چې ( ايام بيض ) ويل کيږي نو ددغو دوو لاملونو له کبله او په دې نيت که چېرې روژه ونيول شي چې دا د شعبان مياشتې يوه ورځ ده او يا د ( ايام بيض ) څخه ده نو بيا پروا نه کوي او د آته ويشتم او نه ويشتم ورځو څخه پرته نور هره ورځ دشعبان مياشت کې روژه نيول غوره کار دی خو د شعبان د آته ويشتمې او نه ويشتمې نېټې روژو څخه يې بيا هم منع کړې ده تر څو د رمضان مياشتې روژو ته ښه چمتو او تيار شي .[۱۷]

د برات په شپه هدېرې ته تلل :

دبرات په شپه که څه هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه هدېرې ته يوځلې تګ ثابت دی لکه مخکې چې د عائشې رضي الله عنها په حديث کې بيان شو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د شپې زما له بسترې څخه نادرکه شو ګورم چې هغه بقيع نومې هدېرې ته تللی وخو علماء د دې په اړه وايي : چې يو شی څومره ثابت وي هغومره بايد تر سره کړل شي نه دا چې له هغه څخه يو رسم او رواج جوړ کړل شي نو که چېرې يو څوک يوازې يو ځل په خپل ژوند کې په دې نيت هدېرې ته ولاړ شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم تللی دی نو دا کار به يې له ثواب څخه خالي نه وي خو که هر کال هره د برات شپه هدېرې ته روان وي او دا يو رسم او رواج وګڼي او د برات په شپه کې يې د مهمو کړنو څخه وبولي نو دا بيا له پولو اوښتل دي او دېته څوک د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيروۍ نوم نه شي ورکولی اصل خبر دا ده چې موږ په دين پوه شو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښوونې د خپل ژوند برخه وګرځووچې دا د اسلام اصلي موخه ده او دا د پوهې خبر ده چې يو شی په دين کې څومره ثابت وي هغومره تر سره شي له پولې اوښتلو څخه ځان وساتل شي .

د برات په شپه د ځانګړيو خوراکونو چمتو کول :

د برات په شپه ځانګړي خوراکونه تيارول ، خلکو ته مېلمستياوې کول او داسې نور کړه وړه کوم ثبوت نه لري او نه هم د برات شپې له کړنو څخه دي بلکې دا يوازې د عبادت الله جل جلاله ته د نژدې کېدو شپه ده او په خپلو ګناهونو د پښېمانه کېدو شپه او د دوزخ له اور څخه د ځان د ازادېدو شپه ده نو مسلمان ته په کار دي چې دا يوه سپېڅلې شپه په هسې چټياتو ،بدعاتو ، دبې ځايه رسمونو اورواجونو پر ځای د الله جل جلاله په عبادت ،تلاوت ذکر او فکر کې تېره کړي او ددې مياشتې په راتلو سره د خپل ژوند په چارو کې دبدلون راوستلو هڅې پیل کړي او په هر څه کې يې د پخوا په پرتله بشپړه توپير راشي او د يوې بلې سپېڅلې مياشتې تياري پکې پيل کړي او دومره ښې کړنې تر سره کړي چې د خپلو نېکو اعمالو په کتابچه کې د زياتوالي لامل وګرځي ځکه په دې مياشت کې د بنده اعمال اوکړنې الله جل جلاله ته وړاندې کيږي لکه په حديث کې راځي :

عن أسامة بن زيد قال قلت : يا رسول الله لم أرك تصوم شهرا من الشهور ما تصوم من شعبان قال ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم [۱۸]

ژباړه : له اسامه بن زيدرضي الله عنه څخه روايت دی وايي : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل :زه تا د شعبان په پرتله په نورو مياشتو دومره زيات روژه نيوونکی نه وينم رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : دا د رجب او رمضان مياشتو تر منځ يوه دا سې مياشت ده چې خلک ځنې بې خبره دي پدې مياشت کې دبندګانو کړنې الله جل جلاله ته وړاندې کيږي نو زه هم دا خوښوم چې زما عمل او کړه په داسې حال کې پورته شي چې زما روژه وي .

معنا دا چې زما په نېک اعمالو کې روژه هم الله جل جلاله ته وړاندې شي او رسول الله صلى الله عليه وسلم به دې مياشتې ته ځانګړې دبرکت دعا کوله لکه په حديث کې راځي :

عن أنس قال : كان النبي صلى الله عليه و سلم إذا دخل رجب قال : اللهم بارك لنا في رجب و شعبان و بلغنا رمضان [۱۹]

ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : کله به چې د رجب مياشت دا خله شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل ای الله ! ته په رجب او شعبان کې موږته برکت واچوې او تر روژې پورې مو ورسوې .

د شعبان د پای پنځلس ورځو روژه :

په يو حديث کې د شعبان د پای پنځلسو ورځو روژو نيولو څخه منع راغلې ده لکه په حديث کې راځي :

عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إذا كان النصف من شعبان فأمسكوا عن الصوم حتى يكون رمضان [۲۰]

ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله وفرمايل : کله چې د شعبان مياشت نيمايي شي نو روژ ې نيول پرېږدئ تر رمضان مياشت پورې .

معنا دا چې د شعبان له پنځلسمې نېټې وروسته بايد تر رمضان مياشت پورې روژه ونه نيول شي او امام ترمذی رحمه الله هم په دې اړه يو باب اېښی چې د شعبان مياشتې له پنځلسمې نېټې وروسته د روژې نيول مکروه پکې ښودل شوي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : کله چې د شعبان میاشتې پنځلس ورځې پاتې شي نو روژې مه نيسئ .

خو يوه خبره ديادولو وړ ده هغه دا چې حديث پوهانو د دغه حديث په تشريح کې ويلي چې دا کراهت کوم د شرعي حکم له پلوه نه دی بلکې دا يوازې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل امت باندې د زړه خوږي له امله او په هغوی باندې د رحم کولوله کبله دا حکم کړی تر څو د رمضان مياشتې روژوته ډېر کمزوري نه شي .

او بل دا حکم هغه وخت دی چې يوڅوک يوازې د شعبان د پای پنځلس ورځې روژه نيسي له لومړي سره يې روژه نيول نه وي پیل کړي او نه يې په نورو مياشتو کې د دغو ورځو د روژې نيولو عادت وي او نه هم قضايي روژې را ګرځول وي .

خو که چېرې يو چا د مياشتې له سره روژې نيول را پيل کړي وي او بيا د شعبان مياشتې تر پنځلسو وروسته هم روژې ونيسي بيا پروا نه کوي .

يا يې په عامه توګه د هرې مياشتې په دغو ورځو کې د روژو نيولو عادت وي نو بيا هم پروا نه کوي .

او يا قضايي روژې په دغو ورځو کې را ګرځول غواړي نو بيا هم پروا نه کوي بلکې دا کراهت يوازې په هغه حالت کې دی چې يوازې د پنځلسم شعبان څخه وروسته نفلي روژې پیل کوي او هغه هم د خواخوږۍ او رحم له امله مسلمانان په دې ورځو کې د روژو نيولو څخه منع کړل شوي دي .[۲۱]

ـــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] / شرح معانی الاثار رقم حديث ۳۰۸۳.

[۲] / سنن الترمذی رقم حدیث ۶۶۳.

[۳] / سنن ابی داود رقم حدیث ۲۴۳۳.

[۴] / مسندامام احمد رقم حدیث ۲۵۱۶۱.

[۵] / مسند احمد رقم حديث ۹۴۷۲٫

[۶] / سنن الترمذي رقم حديث ۷۳۶٫

[۷] / سنن الترمذي رقم حديث ۷۳۷٫

[۸] / صحيح البخاري رقم حديث ۱۹۷۱٫

[۹] / سنن الترمذي رقم حديث ۷۸۳٫ومسند احمد رقم حديث ۲۴۹۲۸٫

[۱۰] / سنن الترمذي رقم حديث ۷۳۹٫

[۱۱] / مسند احمد رقم حديث ۶۶۴۳٫

[۱۲] / شعب الايمان رقم حديث ۳۸۳۶٫

[۱۳] / عمدة القاری /ج ۱۱/ص۱۱۷/ط: دارالکتب العلمیة بیروت.

[۱۴] / روح المعانی /ج۲۵/ص۱۳۵/ط:داراحياءالتراث العربی.

[۱۵] / شعب الايمان رقم حديث ۳۸۲۲٫

[۱۶] /احاديث السنن الاربعه الموضوعه /ص/۴۶/ط: دارابن عفان .

[۱۷] /اصلاحي خطبات/ج/۴/ ص/ ۲۶۷٫

[۱۸] / سنن النسائي رقم حديث ۲۳۵۷٫

[۱۹] / شعب الايمان رقم حديث ۳۸۱۵٫

[۲۰] / مسند احمد رقم حديث ۹۷۰۷٫

[۲۱] / الترمذی مع درس تر مذی ج/۲/ص/۵۷۹.

ليکنه: مولوي سيف الله ساعي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب