د شمزۍ لرونکو حیواناتو د تنفس جهاز پرتله

د شمزۍ لرونکو حیواناتو د تنفس جهاز پرتله

په بیلا بیلو شمزۍ لرونکو حیواناتو کې د تنفس جهاز توپیر کوي. کبان د اوبو له منحل اکسیجن څخه تنفس کوي. اوبه د خولې او کومي له لارې برانشونو ته ځي. په برانشونو کې د غازونو بدلیدل صورت نیسي. اوبه د برانشونو له لارې بیرته وځي. چونګښه د لاروا په وخت کې لومړی د پوټکې او بیا د برانشونو په وسیله تنفس کوي. بالغه چونګښه سږي پیدا کوي. همدارنګه چونګښه د خپل نرم او نمناک پوستکي په واسطه هم تنفس کولای شي. د پوستکې له لارې تنفس معمولا د ژمي د خوب په وخت کې کوي. د چونګښې نرې رګونه راغلي دي چې د ګازونو بدلیدل پکې صورت نیسي. د الوتونکو د تنفسي جهاز غړي عبارت دي، له پزې، کومي او هوایي نل څخه. هوايي نل به دوو څانګو ویشل شوی دی. چې یو یې ښي سږي ته او بل یې چپ سږي ته تللی دی. په سږو کې هوايي کڅوړو ته کوچني رګونه راغلي دي چ ېد ګازونو بدلیدل پکې صورت نیسي. الوتونکي دوه سږي لري. همدارنګه د الوتونکو سږي هوايي کڅوړې لري چ ېپه پوره اندازه هوا پکې زیرمه کیږي. او د الوتلو په وخت کې ډېره مرسته کوي. د الوتونکو به کومي کې صوتي بکسه ده. په صوتي بکسه کې صوتي مزي دي چې  د سږو د هوا په واسطه ډول ډول اوازونه باسي.د تي لرونکو د تنفس د جهاز غړي په لاندې ډول دي. د پزې دوه سوري، کومي، حنجره، قصبه الریه، هوايي نل او دوه سږي دي. هوایی نل په دوو څانګو ویشل شوی دی. چې یو ښي سږي او بل کیڼ سږي ته تللي دي او برانشونه ورته وايي. دغه برانشونه په کوچنیو براشویونو ویشل کیږي چې په هوايي کڅوړو پاې ته رسیږي، چې د غازونو بدلیدل پکې صورت نیسي. لاندې د انسان تنفسي سیستم تر بحث لاندې نیسو.

د انسان تنفسي سيسټم

د بدن هر يوه حجره د ژوندي پاتې کيدو لپاره اکسيجن ته اړتیا لري. تنفسي سيسټم اکسيجن ته لاره هواروي چې بدن ته داخل شي. همداراز کاربن ډای اوکسايډ چې د حجرو فاضله مواد دي له بدن څخه بهر باسي. تنفسي سيسټم له دوه برخو څخه جوړ شوی دی:

  1. پورتنۍ تنفسي لار او
  2. ښکتنۍ تنفسي لار 

پورتنۍ تنفسي لار

پورتنۍ تنفسي لار لاندې برخې لري.

خوله او پوزه

هوا د خولې او پوزې له لارې بدن ته ننوزي. هوا توديږي، مرطوبه کیږي او بيا د موکوس افرازاتو او د پوزې د ويښتانو په واسطه فلتر کیږي.

حنجره یا د غږ بکس

حنجره د وچې مرۍ د پاسه پرته ده.‌ په دې کې غږيز تارونه پراته دي. هر ځل چې تاسې ساه واخلئ، هوا د حنجرې له لارې د سږي مرۍ ته ښکته کیږي او سږو ته ځي.

کله چې سا وباسئ هوا له سږو څخه بهر وځي، د سږي په مرۍ کې پورته راځی او د خولې او پوزې له لارې بهر وځي.

کله چې خبرې کوئ، غږيز تارونه سره نږدې کیږي او سره يو ځای حرکت کوي. له سږي څخه راتلونکې هوا د دوی تر منځ فشار راولي او دوئ پر اهتزاز راولي. دا غږ رامنځته کوي. ستاسې ژبه، شونډې او غاښونه له دې غږونو څخه حروف جوړوي.

شزن (د سږي مرۍ)

شزن یا د سږي مرۍ هغه ټيوب دی چې خوله او پوزه له سږو سره نښلوي. دا د قصبة الريه په نامه هم ياديږي. تاسې خپله شزن د شږي مرۍ د غاړې په وړاندينۍ برخه کې هم احساسولی شي. دا مرۍ کلک قوام لري چې کلکې کړۍ تر راتاؤ شوي دي.

 

ښکتنۍ تنفسي لار

لاندی برخې لري.

 

د سږي داخلي برخه 

 

قصبات
قصبات

 

الويولونه

 

حجاب حاجز 

دبرانشونو يا قصباتو ټيوبونه

شزن په سږو کې پر دوه قصباتو ويشل کیږي. دغه د ښی او کيڼې قصبې په نامه ياديږي. دغه قصبات د سږي په منځ کې پر لا زیاتو وړو برانشونو تقسيم شوي دي چې قصیبات يې بولي. په دې ټيوبونو کې داسې ويښته وزمه ساختمانونه شته چې د سليا په نامه ياديږي. همدا چې سليا وړاندې او بيرته ځنګيږي، موکوس په مرۍ کې پورته بيايي چې هلته بيا يا د ټوخي د لارې بهر ته تو کیږي او يا د مرۍ له لارې بلع کیږي.

الويولونه

د قصيباتو په پای کې داسې هوايي کڅوړې دي چې الویول يې بولي. الويولونه د انګور د وږي په څير بريښي خو په منځ کې يې هوا ده . له همدې ځایه اکسيجن وینې ته داخليږي او کاربن ډای اوکسايد بهر خارجیږي. په هر يوه سږي کې تقريبا ۳۰۰ ميلیونه الويولونه موجود دی.‌

سږي

سږي له پنځو  ګلابي سفنجي لوبونو څخه جوړ شوي دي. درې لوبونه يې په ښی او دوه لوبه يې په کيڼه خوا کې دي. ستاسې زړه د هغو تر منځ لږ په کيڼه خوا کې پروت دی.

حجاب حاجز

حجاب حاجز هغه اوږده هواره عضله ده چې ستاسې د سږي لاندې پرته ده. حجاب حاجز په پورته او ښکته خوځیدو سره ستاسې سږو ته د هوا په داخلیدلو او خارجيدلو کې مرسته کوي. کله چې مو حجاب حاجز لاندې حرکت کوي تاسې ساه ننباسئ. کله چې مو حجاب حاجز پورته حرکت وکړي،‌ په دې معنی دی چې تاسې سا باسئ.

تنفس (Breathing)

هغه عملیه چي په وسیله هوا د خولې او پزې له لارې سږو ته رسیږي او بیرته له سږو څخه د خولی او پزې له لاری خارچیږي د تنفس د عملیی په نامه یادیږي.ددی پروسې په جریان کې بدن د ضرورت وړ اکسیجن اخلی او په بدن کی موجود کاربن دای اکساید چی د حجروي تنفس له کبله منځته راغلی وي له بدن څخه خارجیږي.

CO2                                                                                                                    O2

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. کبان د ………. په وسیله تنفس کوي.
  2. د چونګښې لاروا ……….. په وسله تنفس کوي.
  3. هر برانشیول په پاې کې ………. لري.
  4. الوتونکې په کومي کې ……….. موجود ده.
  5. …….. د سږو د هوا په واسطه ډول ډول اوازونه باسي.

څلور ځوابه پوښتنی

  1. په سږو کي موجود هوایی کڅوړې په لاندی نامه یادیږي

1) الویول       ۲) ویکیول      ۳) ویلام    ۴) وکیوم

  1. هر سږې په څومره اندازه الویولونه لری.
  2. ۳۰۰ 2   ۲۵۰    3  ۴۰۰
  3. د سږو مهمه دنده یو له لاندی دندو څخه ده
  4. د ګازونو تبادله ۲) د وینی تصفیه کول    ۳) اول او دوم دواړه صحیح دی ۴) ټول غلط دي

 

حل

د تش ځایونو ځوابونه

  1. برانشونو
  2. پوټکي
  3. الویلاي
  4. صوتي بکسه
  5. صوتي بکسه

څلور ځوابه پښتونو ځوابونه

  1. په سږو کي موجود هوایی کڅوړې په لاندی نامه یادیږي

1) الویول       ۲) ویکیول      ۳) ویلام    ۴) وکیوم

 

  1. هر سږې په څومره اندازه الویولونه لری.
  2. ۳۰۰ 2   ۲۵۰    3  ۴۰۰
  3. د سږو مهمه دنده یو له لاندی دندو څخه ده

د ګازونو تبادله     ۲) د وینی تصفیه کول    ۳) اول او دوم دواړه صحیح دی ۴) ټول غلط دي

درخت دانش څخه په مننې.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب