د شهادت پر مهال د شهيد سيد قطب دريځ

د محاکمي پر مهال ورته یو نظامي صاحب منصب راغی او پوښتنه يې ترې وکړه

*    استاذ! د ’’شهید’’ کلمه څه معنی لري؟

*    ورته يې وویل: چې شهید د ګواه معنی ورکوي، په دې مفهوم چې نوموړی د دې ګواهي ورکوي چې د الله تعالی دین ورته له هر څه قیمتي او ارزښتناک دی.

*    له محکمي څخه وروسته یې یو ملګري ملامت کړ او ورته یې وویل: ولې دې دومره په صراحت سره په محکمه وینا وکړه، چې کېدای شي ستا د مرګ سبب وګرځي.

*    شهید رحمه الله ورته وویل: په عقیدوي مسائلو کې توریه(۱)  جواز نلري  او بل دا چې یو قائد او رهبر ته نه ښايي په رخصتونو عمل وکړي.

your ads

بیا جمال عبدالناصر په نوموړی د اعدام حکم صادر کړ.

*    کله چې شهید د اعدام پرېکړه واوریده ويې وویل: الحمدلله، په رښتیا چې ما د شهادت لپاره پنځلس کاله هلې ځلې وکړې، تر څو دې لوړ مقام ته ورسېږم.

بیا استخباراتو زیات کوښښونه وکړل چې نوموړی له خپل تصمیم څخه واړوي، خو نوموړی لکه د لوی غره په شان په خپل دریځ ثابت پاتې شو.

*    بیا یې ترې غوښتنه وکړه چې له خپل کار نه لاس واخلي نو له زندان څخه به آزاد شي.

*    شهید رحمه الله په ځواب کې یې ورته وویل: آیا زما په شان خلک د الله تعالی په لاره کې له کار کولو نه لاس اخلي!؟

*    بیا ترې وغوښتل شول چې څه داسې څه ولیکي چې له عبدالناصر نه د ترحم او مهربانۍ غوښتنه پکې شوې وي.

*    شهید رحمه الله وویل: د شهادت هغه ګوته چې په ورځ کې پنځه ځله د الله تعالی د وحدانیت او یوالي ګواهی ورکوي، نشي کولای داسې څه ولیکي چې د ظالم حکومت تایید او تصدیق وي.
ولې د ترحم او مهربانۍ غوښتنه وکړم، که چېرته زه په حقه بندي شوی وم، نو د حق حکم ته غاړه ږدم او که چېرې په ناحقه بندي وم، نو نه غواړم چې له باطل نه د ترحم غوښتنه وکړم.

بیا مخکې له دې نه چې په دار باندې په شهادت ورسیږي، نظامي صاحب منصب ورته راغی او غوښتنه یې ترې وکړه چې جمال عبدالناصر او میډیا ته یو څه ولیکي، تر څو د خلاصون سبب یې وګرځي او غوښتنه يې دا وه چې ولیکي: ’’ په غلطه وم او له خپل کار نه بښنه او معذرت غواړم’’.

*    شهید رحمه الله په موسکا شو او په ډېره آرامه لهجه یې وویل: خپل کار مو وکړئ، نه غواړم چې دغه فاني دنیا په داسې دروغو تر لاسه کړم چې اغیز به یې تل پاتې وي.

*    نظامي صاحب منصب ورته وویل: نو مرګ ته تیار شه.

*    شهید رحمه الله ورته وویل: د الله په لاره کې مرګ او شهادت ته هرکلی وایم.
څه چې غواړئ ويې کړئ.

د سهار له لمانځه وروسته يې د ’’فی ظلال’’ د تفسیر لیکونکی شهید د پانسۍ او اعدام رسۍ ته بوت، تر څو يې په شهادت ورسوي.

په دې وخت کې ورته د ازهر د پوهنتون یو شیخ راغی او د شهادت د کلمې تلقین یې ورته وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې ورسره د شهادت کلمه تکرار کړي.

*     نو شهید يې خبره پرې کړه او ورته يې وویل: ای مسکینه!  زه د دې کلمې په خاطر مرګ ته بیول کېږم او ته په دې کلمه خپله ډوډۍ لاس ته راوړې. بیا په موسکا شو او د شهادت کلمه یې زمزمه کړه، چې ملایکې یې آسمانونو ته بدرګه کړي.

الله تعالی دې پرې رحم وکړي، شهادت یې دې قبول کړي او له صدیقینو، شهداؤ او صالحینو سره یې دې حشر کړی. آمین.
———————————————

(۱) توریه په دې معنی چې په خبرو کې داسې الفاظ استعمال شي چې دوه مفهومه ولري، مخاطب ترې یوه معنی فهم کړي او د ویونکي بله معنی هدف وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب