د شهواني کېدو څخه راوتلې اوبه څه شي دی؟

 سوال:

له خپلې ميرمنې د مستۍ په مهال چې كومې اوبه حس كيږي په سړي اودس دى كه غسل؟

سلام: ګرانه: زه چې كله  د ميرمنې سره مستي كوم آله مې نيغه وي  رڼې اوبه  ترې روانې وي  چې  هغه مذي دي كه  همدغه شان دوامداره توګه مستي وي او اوبه  ترې روانې  وي په غير د جماع نه  ايا  دغه كار كې  د مني  د وتلو علامې  او امكان لري مني وتلي  او كه نه؟  ددې ځواب  په همدغه لاندې ايمل غواړم.

په احترام

جواب:

ګرانه وروره ! سلام

د ستا د پوښتنې په ځواب كې بايد ووايم چې  كومې اوبه  چې د خپلې  ميرمنې سره د ملاعبت په مهال وځي هغه مذي بولي يعني  هغه اوبه چې سپين رنګي دي خپلې ميرمنې سره د مستۍ او ملاعبې په مهال له تناسلې آلې نه وځي پدې اودس ماتيږي او غسل پرې نشته علي رضي الله عنه وائي : زه لدې كار سره ډير مخ كيدم  او د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه ما ته حيا راتله نو مقداد بن الاسود رضي الله عنه ته مې امر وكړ هغه له رسول الله صلى الله عليه نه وپوښتل : هغه وفرمايل : هر ځوان چې مذي ترې ځي نو په هغه كې اودس دى (بدائع الصنائع ج۱ص۳۷ باب آداب الوضوء) نو د ملاعبې او مستۍ په مهال چې  كومې اوبه له تناسلي آلې ځي هغه مذي دى او د مني په وتلو دشهوت او خوند احساس كيږي او تناسلي آله له انتشار غورځيږي.

او د ښځي له خوا د خاوند د مستۍ او ملاعبې په مهال چې كومې اوبه وځي هغې ته : قذي وايي يعني د مذي په مقابله كې. نو له جماع (كوروالي) پرته پدې كې هم اودس دى او غسل نشته( الفتاوى الهندية : الفصل الخامس في نواقض الوضوء).

او همدا راز كه كله داسې وشي چې  سړي تشي بولې  وكړي او له هغې وروسته څه اوبه يې له تناسلې آلې ووځي ديته ودي وايي: پدې كې هم  اودس دى  غسل نه پرې لازميږي.

او مني هغه اوبه دي چې د جماع او كور والي په  مهال په شهوت سره  وځي پدې صورت كې غسل لازميږي.

والله اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب