د شهید امام حسن البناء رحمه الله له حکیمانه دریځونو څخه

د انګرېزانو سفارت یو استازی د اخوان المسلمین عمومي مرکز ته راغې او امام حسن البناء رحمه الله سره کېناست او ورته يې وویل:

امپراطورپه پلان کې لري چې دیني او اجتماعي ټولنو سره مرستې وکړي ، ستاسې کوششونو او نفقاتو ستاینه کوي بغیر د کوم مقابل کار ترسره کولو څخه تاسو ته خدمات او کومکونه تر سره کوي، چې لدې وړاندې هم له بعضو ټولنو سره چې نومونه ئې واخستل ….فلان ..او .فلان …. کومکونه کړېدي … دغه یو چک دی زرهاؤ زره جینیه (مصری پیسی) ستاسې دجماعت لپاره کومک دی.

نو شهید امام حسن البناء رحمه الله وخاندل او ورته يې وویل : تاسو د جګړې په حالت کې یاست نو دغسې زرهاؤ مبلغ پيسو ته ډیره زیاته اړتیا لرئ .

استازی لګیا شو او دغه مبلغ يې نور هم زیاتوه خو امام به ترینه انکار کولو .. چې بعضی ورونو هم خپلو کې وویل چې دغه مبلغ به واخلو اوبیا په همدغه پیسو به دهغوی مخالف کارونو ترسره کوو.

لیکن دامام حسن البناء جواب داسی ؤ:

هغه لاس چې بل چاته اوږد شي هېڅ وخت لپاره د هغه خبره او فعالیت نشي ردولی.

هغه لاس چې بل څخه څه واخلي هیڅکه بیا هغه وهلی نشي.

مونږ په خپلو مالونو او ځانونو سره مجاهدین یو نه د بل چا په مالونو او ارواحو .

د رابطه الاخوان بالعالم ویب پاڼی څخه
ژباړه : عبدالله ( حامد)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب