د شهید محمدموسی شفیق په باب څو لنډکۍ څرګندونې

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې یو غریب او بې وزله هېواد پاتې شوی، د افغانستان جغرافیایي موقعیت تر ټولو زیات د دې باعث شوی چې له هر لوري د بلوسګرو سترګې ورته را واړوي؛ خو له دې ټولو واقعیتونو سره سره الله تعالی -جل جلاله- د تاریخ په هر پېر کې پر دې خاوره داسې شخصیتونه لورولي دي چې بشري ټولنې پرې ویاړلي دي او د تاریخ پاڼو یې په ډېر ویاړ سره نومونه خوندي کړي دي؛ اِبن سینا، فارابي، سنایي، ابوریحان البېروني، بیهقي، سیدجمال الدین افغان، او د دوی په څېر نور په لسګونو او سلګونو شخصیتونه. همداسې په معاصر پېر کې علامه فیض محمد کاتب هزاره،علامه محمود طرزي، علامه عبدالحی حبېبي،علامه احمدعلی کهزاد، علامه عبدالشکور رشاد، علامه ګل پاچا الفت، علامه صلاح الدین سلجوقي، شهید محمدموسی شفیق او د دوی په څېر نور شخصیتونه.

زه په دې لړ کې غواړم د شهید محمد موسی شفیق په اړه لنډې خبرې ولرم او که رښتیا ووایم د خپل ‌ډیر او زړه ته را نږدې ملګری ښاغلی شهرت ننګیال صاحب هغې لیکنې د دې کرښو لیکلو ته و هڅولم چې په سرخط ورځپاڼه کې«د تاریخ پوروړي» تر سر لیک لاندې په دوو ګڼو کې خپره شوه.

شفیق یو څو بعدي شخصیت وو؛ هم عالم وو، هم حقوق پوه وو، هم سیاستوال وو، هم شاعر وو او هم ادیب وو او هم یو اجتماعی شخصیت و.هغه د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالي له يوې غریبې، خو دیني کورنی نه سر را پورته کړی و هغه د يوه داسې دیني عالم (مرحوم مولوی محمدابراهیم کاموي) زوی و چې اوس یې هم زمونږ په مشرانو کې د تقوای کېسې ژوندی دي. شفیق چې آن تر عظمی صدارته پورې پر کومو کرسیو کې کار کړی دۍ، د خپل لیاقت له مخې چې ښاغلی ننګیال هم په خپله لیکنه کې دې حقیقت ته اشاره کړې ده. زه به په همدې اړه ورته یو نکل وکړم:

ارواښاد عبدالهادي خلیلزي راته نکل کاو، کله چې شفیق صاحب صدراعظم شو نو زه یې صدارت ته ور وغوښتم چې ورغلم تر جوړ تازه وروسته مې ترې وپوښتل چې خیر دې وي څنګه د غوښتی وم؟ وایی چې شفیق صاحب راته کړل د دې لپاره چې کوم ولایت ته د والي په حیث ځې؟ مرحوم خلیلزی وایي چې ما ترېنه مننه وکړه ورته و مې وېل چې صدراعظم صاحب تا د دوستي حق ادا‌‌‌‌ کړ، خو زه دا کار ځکه نه کوم ما چې تر اوسه څومره پرواز کړی که ډېر دی که لږ خو پر خپلو وزرونو مې کړی دی، ته به اوس ما والي مقرر کړې، خو سبا چې بیا ته صدراعظم نه وې هر څوک به مې دفوټبال دتوپ په څېر اخوا او دېخوا شوټ کوي.

وایی چې زما پردې خبره هغه په خندا شو او ويې ویل چې ما هم څومره پرواز کړی پر خپلو وزرونو او دا ډېر مثبت فکر دی چې بیا مي ترېنه خدای په امانی واخیسته او ترېنه رخصت شوم.

your ads

دا خبرې په سیاسي کړیو کې دېره مشهوره ده چې کله شهید شفیق صدراعظم شو، نو ظاهرشاه و ګڼله چې اېله اوس مې صدراعظم پیدا کړ او کنه تر ده دمخه د پاچا يوه تره محمدهاشم خان، بل تره سپه سالار شاه محمودخان، د تره زوی محمد داوودخان، دوکتور محمدیوسف، محمدهاشم میوندوال، نوراحمد اعتمادی او داکتر عبدالظاهر د عظمی د صدارت پر کورسی تکیه وهلې وه او په دوی کې هاشم خان، شاه محمودخان او داودخان خو دده د خپلې کورنی خلک او ټول تر ده مشران وو او آن چې اعتماد یې هم په لویه کې د اکا زوی ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ؤ، ځکه دا دواړو سلسله سرادار سلطان محمدطلایی ته رسېده، خو هغه چې په شفیق څومره ډاډه ؤ د هغه په لیاقت او اجرآتو ډاډه ؤ.

مرحوم صباح الدین کشککی په (دهه قانون اساسي) کې کاږي چې زه او شفیق صاحب يو ځاي په بهر کې له زده کړو را ستانه شوو، نو کله چې صدر اعظم شوو له ما نه یې و غوښتل چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر د وزیر په حیث ور سره کار وکړم.

کشککی صاحب وایې چې ما ورته و ویل چې په یوه شرط درسره کار کوم چې یو پاچا مو په مشری منلی، خو نوره شاهي کورنی به د حکومت په چارو کې لاس نه وهي کشککی مرحوم وایي چې شهیدشفیق راته وویل چې دا خبره مې له وخته له پاچا سره سپینه کړې.

شفیق صاحب چې د خپل عظمی صدارت پر مهال سره لدې چې دوره یې لنډه وه او ژر پرې کودتا وشوه، کوم کارونه وکړل، هغه د افغانستان دپاره ډېر بنیادی وو. زما خپل اټکل دادی چې د ۱۳۵۲ کال کودتا په اصل کې پر پاچا محمدظاهرشاه نه، بلکې پر محمدموسی شفیق کودتا وه، ځکه:

1- هغه په راډیو کې آذان ترویج کړ او دې کار روسانو او د هغوی تالې څټو ته سخت ټکان ورکړ.

2- په څلورمه کارته کې د یوې کلیسا د جوړولو مخنیوی بل ګام ؤ چې د اسلام دښمنانو هغه د خپل سر سخته دښمن په توګه و پېژنده، په دې اړه یو نکل:

استادعشرتي په پېښور کې راته نکل کړی و چې په څلورمه کارته کې د کلیسا له جوړولو خبر شوم. قلم مې را واخېست او څه مې پرې ولیکل چې په سبانیو مطبوعاتو کې چاپ شو، سبا چې دفتر ته راغلم څه شېبه وروسته تلفون وشرنګېد، غوږی مې پورته کړه تر سلام کلام وروسته مقابل لوري راته وویل چې عشرتي صاحب مې پکار ده ما ورته وویل چې زه خپله یم، هغه وویل چې صدراعظم صاحب درسره خبرې کوي ما وویل غوږی ورکړه؛ تر علیک سلام وروسته یې راته وویل چې لیکنه مې دې ولوسته؛ خو شفیق به ژوندی وي او په افغانستان کې به کلیسا جوړیږي؟ بس سبا ته یې حال واخله. سبا چې له خوبه پاڅېدو د کلیسا د تادونو آثار هم نه وو پاتې او دغسې یې دعیاشیو مرکزونه هم و تړل.

د داوودخان د جمهوریت د مخابراتو لومړنی وزیر عبدالحمیدمحتاط چې وروسته یې د داوودخان له حلقې سره اختلاف راغی، لیکي چې که داوودخان د ۱۳۵۲ کال کودتا نه وای کړې هم، په اردو کې داسې کسان وو چې دې کار ته یې چمتوالی درلود (د تفصیل لپاره یې سقوط سلطنت نومي کتاب ته مراجه وکړئ) له دې نه معلومه ده چې کا جي بي (K.G.B) او جي ار يو (G.R.U) د دې کار دپاره چمتوالی درلود.

3- په ۱۳۵۱ کال کې یې له ایراني صدراعظم امیرعباس هویدا سره په کابل کې یوه لوزنامه لاسلیک کړه او د هلمند په اوبو کې یې د ایران حقابه تثبیت کړه چې په دې توګه یې هغې لانجې ته د پاي ټکی کېښود چې د مرحوم امیر شېرعلیخان له وخته را روانه وه دا اوس د لوزنامې سره سره هم ایران لګیا ده په نا قانونه توګه د هلمند دسېند له اوبو نه له خپل استحقاقه زیاتې اوبه لګوي او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یې ددې خبرې یادونه هم وکړه چې جمهور رئیس اشرف غني همغې لوزنامې ته اشاره وکړه چې شفیق له ایران سره لاسلیک کړې وه؛ خو ډاکتر عبدالله ایران ته د خپل سفر پر مهال په دې اړه له ایران سره سر ښورولی ؤ.

4- شهید شفیق د یوې پوښتنې په جواب کې د ډیورند د مسئله په اړه هم ویلی وو چې دا مسئله به هم د افغانستان دملي ګټو په نظر کې نیولو سره حل کړم. دا موضوع مې د لومړي ځل دپاره د ښاغلي ننګیال صاحب په کوم کتاب کې لوستې وه.

نو له یوې خوا په کورنۍ کچه په حکومتي چارو کې د پاچا د کورنۍ د غړو مخه نیول چې په سر کې یې سردارولي راته، او له بلې خوا هغسې اجراآت چې روسانو ته د اندېښنې وړ وو، دېته زمینه برابره کړه چې روسان په افغانستان کې د یوې کودتا په فکر کې شي.

ښایی په دې اړه نظریات او برداشتونه متفاوت وي؛ خو زما په آند په دې کې شک نشته چې د پاچا محمدظاهرشاه او محمدداوودخان په مشري جلا جلا سیاسي بلاکونه تشکیل شوی وو چې ارواښاد سیدقاسم رشتیا په خپلو سیاسي خاطراتو کې ورته په تفصیل سره اشاره کړې ؤ دې اختلاف داوودخان دې ته اړ کړی ؤ چې پر پاچا د کودتا اقدام ته ځان چمتو کړي، خو داوودخا کوم مستقل قوت نه درلود؛ نو داوودخان ډېره غوسه د پاچا په مشری سیاسي بلاک خصوصا سردارلي ته راتله او مسکو بیا شهید شفیق ته په غوسه وه.

دلته به د اخبره هم یاده کړم کوم چا چې د سردارداووخان قبر پېدا کړ(جنرال پاچامیر)، د هغه د خپلو اظهاراتو پر بنا‌‌‌‌ء د شهید محمدموسی شفیق او شهید پوهاند وفی الله سمیعي د شهادت عیني شاهد هم ؤ چې د هغه دقاتلانو په سر کې یې نوراحمد نور پرچمی معرفي کړ، خو د وخت حکومت او اوسنی دوه سره حکومت د هغو د جسدونو د پیدا کولو او بیا په یوه عزت او احترام د ښخولو اقدام و نکړ، د هغه وخت د سترې محکمې رئیس پوهاند صاحب عبدالسلام عظیمي له سمیعي صاحب سره په یوه پوهنتون او يوه پوهنځۍ کې استاد ؤ(کابل پوهنتون، شرعیاتو پوهنځۍ) د دې کرښو لیکوال چې د داوودخان د جمهوریت په دوره کې د کابل پوهنتون محصل وم.

پوهاند عظیمي صاحب د کابل پوهنتون علمي مرستیال ؤ او په دې توګه یې زه د خپل استاد په توګه پېژنم او درناوی ورته لرم. د شهید استاد سمیعي د کورنی يوه غړي راته نکل کاوه چې زه پوهاند صاحب ته ورغلم او دا غوښتنه مې ترې وکړه چې د شهید وزیر صاحب پوهاندسمیعي، د جسد په موندلو کې هم اقدام وشي، خو د پوهاند صاحب ځواب دا وه چې په دې سره به غوغا جوړه شي له دې نه څرګنده شوه چې حکومت د شهید شفیق او شهید سمیعي صاحب د جسدونو د پیداکولو اراده نه لرله.

په هر حال نه مو هغه هغسې وپېژاند لکه څرنګه چې لازم ؤ او نه مو یې هغسې درناوی وکړ څرنګه يې چې حق ؤ، خدای جل جلاله د مونږ ته هغسې شعور راکړي چې حقایق لکه څرنګه چې دي و پېژنو او پر هر څه او هر چا د خپلو تشو احساساتو له مخې قضاوت و نه کړو.

اوسنی دولت چې د روان کال۱۳۹۵ د جدې په یوویشتمه او دوه ویشتمه د شهید شفیق کومه یاد غونډه جوړه کړه په هر حال يې هر کلی کوو؛ خو پر دې بې شکه د شفیق حق نه شی ادا‌‌ء کېداي، باید محققینو ته موضوعات ورکړل شوي واي چې پر شهیدشفیق یې کتابونه لیکلي واي، نه دا چې لنډکۍ مقالې او يا لنډې ویناوې او هغه هم د چا خبره د دوه پښو پر سر.

همدا رنګه باید د شهیدشفیق کتابونه د سمینار په مناسبت له سره په ښکلي بڼه او زیات تیراژ چاپ شوي وای، په دې اړه ښاغلي شهرت ننګیال ډېر زیار ایستی دی چې د ډېر درناوي وړ دی.

تاسې هغه څه چې اوسني حکومت او نظام په سیاسي ډګر کې له امریکا او ناټو سره و منل خو لا پرېږدئ چې په فرهنګي ډګر کې يې غوښتنو ته څومره سر ټېټ کړی دی، خو شفیق د کلیسا دیوالونه ونړول، دا په هغه وخت کې څه کوچینی اقدام نه ؤ.

په هغه وخت کې د اسلام په ننګه هر ګام پورته کول مرګ ته په غېږه د ورتلو په معنی ؤ، ولې شهید منهاج الدین ګهیځ د ګهيځ جریدې مسؤل مدیر په ۱۳۵۱ کال کې په همدې جرم شهید نه کړاي شو چې د اسلام ننګه یې کوله؟ د ارواښاد کشککي په وینا کله چې د هغه رسنۍ کاروان دا موضوع تعقیبوله د هغه وخت د کابل د امنیه قومندان له خوا پرې و ګواښل شؤ چې نوره دا موضوع تعقیب نکړي.

له ویسا ورځپاڼې نه په مننې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب