د شیدو غواګانو پیژندنه او تغذیه

څاروی عموما د هغو علوفه جاتو (وښو) څخه استفاده کوي او په مصرف یی رسوي چی انسان یی په مستقیم شکل سره نشی مصرفولی نوموړی علوفه جات د څارویو پوسیله به باکفیته غذایی موادو(غوښه ، شیدو) بدلیږی کوم چی د انسانی صحت د سلامتیا او بقا لپاره اړین دی دغواگانو اهميت اوتا ثيرات ديوي جامعي اقتصادي وضعه لوړوي همدارنگه څيړنو ښودلي ده چې په تيرو تا ريخو کښي دغواگانو له غوښي او شيدو څخه استفاده اوپه بار وړلو اودځمکي په کرلو کي به ورڅخه استفاده کوله .خونن ورځ دغواگانو غوښه او شیدی د انسانی غذا اساسي برخه تشکیلوي نن ورځ دغواگانو فارمونه په نړي کښي يو صنعتي شکل اختيا رکړی ځکه چې ارزانه اوکم کيفيت غذايي مواد په ښه کميت او کيفيت لرونکو غذايي موادو باندي بدلوي .ځني مواد چې په انساني غذاء کي ارزښت نه لري اوانسانان دهغه غذايي موادو څخه استفاده نشي کولای .مثلاً .کنجاړه ،پنبه دانه ،دشولوواښه ،رشقه ،اونور مواد چې غواگانو ته دغذايي موادو په ډول ورکول کيږي چې دهغه په مقابل کي غواگاني ښه قوي غذايي مواد لکه غوښه،شيدي اونور تري لاس ته راځي علاوه لدي څخه دغواگانو پوستکي ،کولمو څخه په صنعتی برخه او دسري څخه په کرنه کي استفاده کیږي .

د شیدو ارزښت:

دشيدوغذائي ارزښت په دي کي دي چي شيدي په خپل ترکيب کې ډيري ضرورې غذائي اجزاوي لري لکه :پروتين ،شحميات،شکری، ويتامينونه اومعدني مواد چي ډيرمناسب توازن لري

د شيدو فزيکي خواص :

دشيدومخصوص وزن عموماً ٠،٢٨ تر٠،٣٨ کيلوګرامه ده دتازه شیدو ph د 4.6 نه تر 6.6 پوری ده اوهرڅومره چي شيدي ترشيږي دصفرطرف ته تقرب کوي اوکه څلوي شي نود٧ څخه ترپورته طرف ته ځي البته دشيدودتخمربکترياوي ميکروبونه دشيدوPH دڅلويت ياتيزابيت طرف ته وړل .

د شيدو کيمياوى ترکيب

حيواناتو د شيدو کيمياوى ترکيب په لاندی تصویر کې دي
يادونه ارقام په ملى ګرام فى ليتر کې موجود دي

your ads

اهميت

غواگانې په نړۍ کي د ډيرو خلکو لپاره د حيواني غذا اساسی رکن په حیث دنده ترسره کوي ځکه د هغوی غوښه او شیدی د انسانی غذا اساسی برخه تشکیلوي همدارنګه د پوستکی او فضوله موادو څخه یی هم ګټه اخستل کيږي .دا باید ووایو چي اهلي(کورنۍ) حيوانات د انسانانو د ژوند ډيرې اړتياوې پوره کوي او انسانان دهغوى څخه د خپل اقتصادد تقويي،فزيکي قوې محافظوي مقاصدوپخاطر کار اخلی ددی ترڅنګ ديو شميراهلي حيواناتود محصولاتوڅخه دباکيفيته غذايي موادوپه توگه کاراخستل کیږی. غواگانې دوښواو علوفه جاتو څخه چې کم کيفيته مواددي استفاده کوي اودغه مواد په لوړکيفيته باندې بدلوي اوانسانان ورڅخه استفاده کوي.دکليوالوسيموخلکوپه ژوندکي مهم رول لوبوي زمونږد هيواد ډيرکم تعداد خلک به وي چي د شيدو غواگاني نه روزي.دشيدوغواگاني باکيفيته غذائي موادتهيه کوي اوهمدارنگه د اقتصاد له پلوه هم له مونږ سره په ورځني ژوند کی تر ډيره حده مرسته کوي.شيدې او د شيدو څخه مختلف محصولات لکه پنير،کوچ،مستي،تروي يا شړامبي لاسته راځي لنګی غواګانی دشيدو ترڅنگ بچې هم تولیدوی چي په خپل وار سره زمونږ د اقتصادي وضیعت په پیاوړتیا کی رول لري او په زياتره مواردو کي د غوښي د توليد په منظور ترينه گټه اخستل کيږي.خودغه ټول څه هغه وخت لاسته راتلاى شي چي روزونکي شخص د روزني ،ناروغيواود غواګانو په حفظ الصحوي شرایطو باندي په ښه ډول وپوهيږي. که چيري زمونږمالداران د شيدو دغواګانو د روزني قصد کوي د خپلو امکاناتو په نظرکي نيولو سره دي داسې نسل انتخاب کړي چي دنوروپه پرتله ترينه زياته گټه واخلي نوضروري بريښي چې د شيدو غواگانو په اړه معلومات ولري.

د شیدو غواګانو نسلونه زمونږ په هیواد کی دوه قسمه غواګانی د شیدو د تولید په منظور روزل کیږی

لمړي : خارجی نسلونه دا هغه نسلونه دی چی بیرونی منشاء لري او معیاری نسلونه دی دا معیاري نسلونه ددی قابلیت لری چی په زیاته اندازه شیدی تولید کړي پدغه نسلونو کی اختصاصی نسلونه عبارت دی له

الف : Holstein هولسټن فریز نسل : اصلي منشاء یی د نیترلینډ (هالینډ ) دی ظاهری بڼه یی تور او سپین یا هم سور او سپین دی دا نسل یواځی د سیدو د تولید په خاطر رزول کیږی د شیدو تولید یی ډیر زیات دی تقریبا په یو کال کی ۸۵۰۰ لیټره شیدی تولیدوی چی د غوړو فیصدی ۳،۷ او ۳،۲ فیصده یی پروتین تشکیلوي

ب :Jersey: جرسی نسل د غواګانو اصلی منشاءی د انګلستان جرسی سیمه ده ظاهری بڼه یی روښانه یا تیاره سورته ورته نصواری یا قهویی ده دشیدو تولید یی ډیر زیات دی او د شیدو د تولید په منظور روزل کیږی شیدو د کلنی تولید اندازه یی تقریبا ۶۰۰۰ لیټره په کال کی ده چی د شیدو د شحمو فیصدی یی ۴،۸ ٪او د شیدو د پروتین فیصدی یی ۳،۸ ده

ج : Ayrshire ائیرشایر نسل اصلی منشاء یی سکاټلینډ هیواد دی ظاهری بڼه یی زنګ ته ورته سور او سپین دی دغه نسل هم د شیدو د تولید پخاطر اختصاص شوی شیدو د تولید کلنی اندازه یی ۶۶۰۰ لیټره په کال کی ده شیدو د غوړو فیصدی یی ۳،۹ ٪ ده او د پروتین فیصدی یی ۳،۳ ٪ ده

د: Guernsey : ګوئیرنسی نسل د غواګانو اصل منشاء د انګلستان هیواد ګوئیرنسی سیمه ده ظاهری بڼه یی نارنجی سور د سپبن سره یو ځای وی چی تل سپینی پښی لري شیدو د کلنی تولید اندازه یی ۶۴۰۰ لیټره په کال کی ده د شیدو د شحمو اندازه یی ۴،۳ ٪ او د پروتین اندازه یی ۳،۵ ٪ ده

و: Milking Shorthorn:شیدو ورکوونکی کوچنی ښکر لرونکو غواګانو نسل اصلي ټاټوبی د انګلستان هیواد دی او د دوه مقصدو پخاطر (غوښی او شیدو ) په منظور روزل کیږی چی د شیدو د کلنی تولید اندازه یی ۶۱۰۰ لیټره دی چی د شیدو د غوړو فیصدی یی ۳،۸ ٪ او د پروتین ۳،۴ ٪ ده

ه : Brown Swiss: برون سویس اصلی ټاټوبی د سویزرلیڼډ هیواد د آلپ سیمه ده د شیدو ورکوونکو قوی نسل دی سلوری تیاره نصواری رنګ ته ورته ظاهری بڼه لري شیدو کلنی تولید یی ۷۰۰۰ لیټره په کال کی دی شیدو د شحمو فیصدی یی ۳،۹ ٪ او د پروتین ۳،۵٪ دی

ی: Sahiwal : ساهیوال نسل غواوی چی اصلي منشار یی د پاکستان ساهیوال سیمه ده ظاهری بڼه یی سور تیره سور ته ورته دی د پیاوړی بوکان او اوږد څاړ درلودونکي غواوی دی د شیدو د تولید اندازه یی په یو دوره د شیدو کی ۲۲۷۰ لیټره ښودل شوی ښه خصوصیات یی دا دی چی زمونږ د اب وهوا سره ښه مساعد نسل دی

۲: وطنی نسلونه دا هغه نسلونه دی چی زمونږ په ګران هیواد کی یی مالداران روزنه کوی د کومی سیمی نه یی چی منشاء اخستی د هماغه سیمی په نوم مشهور نسلونه دی د شیدو تولید یی ډیر ندی مګر دا چی زمونږ د مالدارۍ لوړه فیصدي تشکیلوي او اقتصادي نسلونه دی مقصد دا په ارزانه بیعه ترلاسه کیږي او د خوراک مصرف یی کم دی او د کم خوراک په ترڅ کی نسبت لوړ تولید کوی نو په همدی خاطر یی ذکر اړین دی بل دا مروج نسلونه دی

الف : • قندهاري نسل: اصلي وطن يې قندهار دې رنگ يې تور،سپين اوآن تربشپړه توررنگ پوري دی او ځيني يي دتور اوسپين داغونو په مينځ کي تياره داغونه هم لري. اوږد بوقان لري شيدو ورځنى توليد يې ٨-٦ليتره او په يوه دوره کې ١٨٢٢ليتره شيدې ورکوي . په درې کاله کې بلوغ ته رسيږي او ٢٨٣ورځې شيدې ورکوي او همدارنگه د غوړوفيصديې په شيدو کي %٣.٣ يا%٣،٥ ده.

ب : کونړي نسل: ددې غواگانواصلي ځاي د کنړولايت دې رنگ يې تور،سپين،نصوار ،سور او برگ د ي او ظاهرى شکل يې وړوکي د ي بوکان ئي بر جسته نه دي ورځيني توليد ئي د شيد و٤-٥ ليتره او په يوه دوره کې ١٠٨٣ليتره شيدې ورکولاى شي او د غوړوفيصدي يې په شيدوکي %٤.٥ دي.

ج : سستاني نسل: دغه نسل غواگانې د افغانستان او ايران تر منځه د سستان د جهيل په شاوخوا کي ژوند درلوده او له سستان څخه يې منشآ اخستى ده اوورځنى توليد يې د شيدو( ٣ )ليتره دي بوکان لري د غاړي او نوم په برخه کي ئي پوستکى ځوړنده وي .

د شيدو ورکونکي غوا انتخاب :

دا چی زمونږ هیواد کی د شیدو ورکونکو غواګانو د انتخاب لپاره کوم ځانګړی سستم وجود نلري خو د ځینی ظاهری خواصو له مخی یی انتخاب کیدلای شي او تر ډیره حده یی ښه نتیجه ورکړي دلته د ځینو صفتونو څخه ذکر کوم چی د هغی په اساس کولای شو د شیدو لپاره غوا انتخاب کړو- ۱- د شیدو غوا اوږده نرۍ غاړه لري چی اوږه اودسينې برخه يې سره په مساوي ډول نـښتي وي. ٢-غټه غولانځه ولري. ٣- ښکلی روښانه ظاهري جوړښـت ولري. ٤-ښه شجره ولري یعنی مور او پلار یی ښه تولید ورکړی وی ٥-ښه اوسالم صحت ولري. ۶- کوچنی سرجگه غاړه،–۷لويه خيټه اوغټه غولانځه،دتيونو نه په مخکي برخه کې درگونوموجوديت او د نرۍ او اوږدی لکۍ درلودل د يوې غوا ظاهري او بيروني صفتونه دي زمونږ دهيواد دکونړي غواگانو نسل جسامت له لحاظه د شيدو دتوليد ښه ظرفيت لري،کم خواړه خوري اوزياتره کورنۍ د ساتلو توانايې لري،دخارجي جرسي نسل ديوځاى والي سره نورهم ښه کيداى شي. همدارنګه کندهاری نسل هم د شیدو د تولید شه توانایی لري کمه غذا مصرفوی ساتل یی اسانه دی چی د هولسټن فریز نسل سره د یوځای کیدو په نتیجه کی یی د تولید اندازه نوره هم ښه کیدلای شي کله چې د شيدوغوا اخلئ نوکوښښ وکړي چي دنژدي گاونډيانو څخه يي واخلئ ځکه چه خصوصيات به يې درته ښه معلوم وي او دبلې خوا څخه به اقتصادي وي.

د شيدو ورکونکو غواگانو تعذيه

دشيدو دغواگانودتعذيه اهميت :هغه اساسي فکتورونه چې دشيدوپه حاصلاتو باندي تاثير کوي عبارت دي له نسل گيري ،تعذيه ،تنظيم اواداري څخه دشيدو دلاسته راوړلو لپاره دري واړه فکتورونه ضروري دي که يويي هم عملي نه شي لکه څرنگه چې ښايي هغسي شيدي دحيوان څخه لاس ته نه راځي .

مثلاً:که يوه ښه غواپه ښه توگه تعذيه نشي شيدي نه کوي اوکه چېري په ښه توگه تعذيه شي ولي تنظيم اواداره يي ښه نوي بيا هم ښي شيدي نه کوي ځکه دري واړه فکتورونه سره نږدي اړيکي لري ديوي شيدي ورکونکي غوا لپاره بايد ﻻزمه اومتوازنه جيره برابره شي هغه غذاچې ورکول کيږي بايد کافي اندازه کاربوهایدریت ،پروتين،معدني مواد اوويټامينونه ولري همدارنگه پاکي اوصحي اوبه ورته په شپه اوورځ کي ورکړل شي دتعذيي طريقه :کوشش دي وشي چې دتعذيي وخت مراعت شي يعني په معلو مو وختونو سره دي غذا ورکړل شي په عمومي ډول دلوشلو په وخت کي دانه ورته تعذيه کيږي ځکه حيوان نارمل ساتي دداني خوړلو وروسته دلوشلو اخيره کي سايلج ورته تعذيه شي ځکه دسايلجو نه تماس په نتيجه دسايلجو دبدبوي څخه دشيدو مخنيوي کيږي اود سايلجو دخوړولو ورسته بيده په مناسبو وختونوکي په شپه او ورځ کي دري ځلي ورکړل شي.

په اوړي کښي دشيدو غواگانو تعذيه

اکثره په اوړي کي دشيدو غواگاني په څړځايونو کي تعذيه کيږي ځکه ديوي خوا څړځاي څخه استفاده کول اقتصادي وي اوله بل پلوه په څړځايونوتازه واښه چې لرونکي دمعدني موادواويو شمير ويټامينونو وي استفاده کو ي .همدارنگه دڅړځاي شين اوتازه رنگ دغواگانو لپاره اشتهاء راوړنکي وي چی زياته استفاده تري کوي .اوددي په وجه زياتي شيدي ورکوي او که چېري محيط ارام وي اوښه خوندور وي حيوان دورځي د(100-166 ) پاوه یا 40 کلوگرامه واښه خوري که محيط نارام وي او حشرات ډير وي د شيدو غوا د ورځي د (٥٠) پاؤ څخه زيات واښه نشي خوړلي ددي د پاره چې د اوړي په اوږدو کي فارم د شيدو د توليد د کمبود مخنيوي وشي بايد د تودوخي درجه ډيره لوړه نشي.

که د( ٢٧) درجو د سانتي گراد څخه حرارت لوړ شي په غوجله کي د شيدو تو ليد کميږي. بايد شنه او تازه واښه ورکړل شي اعلي بيده ورکړل شي او يو څه اندازه دانه ورکړل شي. يوه غوا چې (١٠٠٠) پونډه وزن ولري او د څړ ځاي نوعيت ښه نه وي (٦) پونډه او که د څړ ځاي نوعيت ډير ښه وي (٤) پونډه دانه بايد په ورځ کي ورکړل شي.

د شيدو غواگانو ژمني تغذيه

په ژمي کي د شيدو د غواگانو د تغذي لپاره د اعلي بيدي او سایليجو څخه استفاده کيږي او هم اقتصادي تماميږي. هغه غوا چې ډيري شيدي توليدوي هغوی ته باید يوه معينه اندازه دانه هم ورکړل شی تر څو د شيدو د توليد او روزمره ژوند لپاره د ضرورت وړانرژي پوره کړي دانه باب باید شیدو ورکوونکو غواګانو د تولید په اساس ورکړل شي یعنی د دریو لیټرو شیدو د تولید لپاره یو څاروی دری کلو ګرامه کانسنټریټو ته اړتیا لري که یو غوا لس لیټره شیدی د ورځی ورکوي نو نوموړي غوا اړتیا د دانه بابو ۳،۳ کلو ګرامه ده دا په داسی حال کی ده چی زمونږ په کلیوالو سیمو کی د ژمی خوراکه د شیدو ورکوونکو غواګانو یواځی بوس دی چی هسی پرخوری ده نه دا چی کومه کیفي غذا او بیا وایو چی د غوا شیده مو کم دی

ولی د وچو وښو ورکول حیواناتو ته ستونزی ایجادوي ځکه چی

1 – په کافی اندازه غذایی مواد به لاس ته نه شی راوړلای

2 – دحیوان دشیدو تولید کمیږی.

3 – دحیوان مقاومت دناروغیو په مقابل کی ښکته راځی.

4 – حیوان ډنګر کیږی.

5 – محصولات یی کمیږی.

6 – حيوانات نه حامله کیږی او که حامله شی بچی یی ډیر ضعیف وی .

7 – بالآخره دحیواناتو مرګ ډیریږی.

8 – دمالداراقتصاد ضعيف کیږی.

د شيد و غواگاني (٥) قسمه غذائي موادو ته ضرورت لري.

اوبه

انرژي

پروتين

معدني مواد

ويټامينونه

اوبه دژوند لپاره مهمه ماده ده . اوبه دشیدو دتولید لپاره مهمی دی. ( محصولات ) اوبه دهضم په عمليه کی کمک کوی. دبدن مضره مواد دادرار او خولی دلاری دفع کوی. دګرمی دمنځه وړل خصوصا داوړی په موسم کی. اوبه د وجود ديهايدريشن څخه مخنوی کوی. اوبه په حیوانی تولیداتو کی لکه دغذا فعاله برخه لری. بايد 24 ساعته پاکی او تازه اوبه دحیوان په اختیار کی وی. په اوړی کی دحیواناتو زیاتو اوبو ته ضرورت وی . هرکله چه حیواناتو ته وچ غذایی مواد په زیاته اندازه ورکول کیږی باید اوبه هم زیاتی ورکړل شی . دشیدو دتولید په وخت کی زیاتی اوبه ورکړل شی . دشیدو غټی غواګانی هره ورځ 10 نه تر 12 بوشکی او يا 3 ليتر اوبه دیولیتر شیدو لپاره ضروری دی.

ترتیب کونکی : پوهیالی سعید محمد وقار
ننګرهار پوهنتون د وترنری علومو پوهنځی د علمی کادر غړی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب