د شین چای څښلو ګټې

د جاپان د پلازمېنې ټوکيو د ګريجويټ سکول اوف ميډيسن پوهنتون يوه ساينس پوه چې شينچي کورياما نوميږي، دا خبره  د ازموينوپه نتيجه کې جوته کړې چې په ورځ کې د يو څو پيالو شنو چايو څښل د زړه د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوردي.  نوموړي داخبره د هغه څيړنې پر بنسټ کړې چې دتېرو يوولس کالو راهيسې يې نږدې پر څلويښت زرو جاپانيانو تر سره کړې ده. د دغه څلويښت زره جاپانيانو عمر د څلويښتو نه تر نهه اويا کالو پورې و.

د دغه کسانو څخه د شنو چايو د څښلو په هکله د پوښتنو په نتيجه کې ښکاره شوه چې د دغو خلکو يو په څلورمې برخې په ورځ کې يوه پياله شين چای او همدا شان يو پر څلورمې د ورځې پنځه او تر هغو زياتې پيالۍ شين چای څښلو. د دغه څيړنې په لومړي کال کې هيڅ چا د زړه کوم تکليف نه لاره. خو ددغه يوولس کلنې څيړنې په اوږدو کې چې د ١٩٩٤ نه تر ٢٠٠٥ پورې يې دوام لاره، د دغو څلويښتو تنو څخه لس سلنې مړه شول. په دغه مړو شوو کسانو کې نږدې دوه په سلو کې د زړه د ناروغيو او درې په سلو کې د سرطان د ناروغيو له امله  و.

د دغې څيړنې پر بنسټ ويل شوي ، هغه کسان چې په ورځ کې د پنځه  يا د هغې نه ډېري پيالۍشين چای څښي ، د هغو خلکو په نسبت چې په ورځ کې يوه پياله شين چای څښي د زړه د ناروغۍ له امله يې د مرګ چانس ډېر کم دی.

جاپاني څ ېړونکې فکر کوي چې په شنو چايو کې د انتي-اوکسيدينت شتون د ناروغيوڅخه د زړه او رګونو د ساتنې سره مرسته کوي. برسېره په دې ويل کيدل چې شنې چای د سرطان لپاره هم ګټور ې اغيزې لري خو د دغه څيړنې څيړونکي په دې هکله کومې نتيجې ته لا نه دي رسيدلي .

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب