د صبر پایله/ خوندوره کیسه

 

داچې نن سبا زمونږ تاسو ژوند کې تکلیفونه او مصیبتونه بیخي ډیر شوي دي، او د یوه مسلمان په توګه که مونږ او تاسې ددې مصیبتونو او تکلیفونو په مقابل کې له پوره صبر او زغم څخه پرته بله لاره غوره کړو نو یقینا چې له ناکامۍ سره به مخ شو.

په یوه حدیث شریف کې چې صحیح مسلم له رسول الله صلی علی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی مفهوم یې داسې دی: چې د مسلمان په خیر او شر دواړو کې خیر دی، ځکه د خیر رسیدلو په صورت کې مسلمان د الله شکر اداء کوي او د تکلیف رسیدلو په صورت کې مسلمان الله پاک ته صبر کوي چې دواړه حالتونه د مسلمان په ګټه تمامیږي.

ډیری ملګري ښاېي په یوه رواني کشمکش کې وي چې د تکلیف رسیدلو په صورت کې به صبر کول د مسلمان لپاره یوازې اخروي ګټه رسوي او کنه دنیوي فایده هم په کې شته؟ په دې اړه غواړم یوه لنډه کیسه ستاسو دوستانو حضور ته وړاندې کړم ترڅو معلومه شي چې د مصیبت وخت کې صبر کول په دنیا او اخرت دواړو کې مسلمان ته ګټه رسولای شي انشاء الله.

واېي چې یو متقي انسان به د هر قسم لوی او واړه مصیبت رسیدلو وخت کې صبر کولو او په پوره آرامۍ سره به یې دا جمله تکراروله چې ((الله دې باقي خیر کړي)).

یوه ورځ یې د کور پیره دار سپی د ناروغۍ له کبله ناڅاپه مړ شو؛ کله چې نوموړی له جومات څخه کورته راغی کور والاوو ورته وویل چې زمونږ هغه وفادار او پیره دار سپی خو مړ شو، نو هغه متقي انسان د خپل عادت له مخې په پوره صبر سره وویل چې (( هیڅ خبره نشته الله دې باقي خیر کړي)). په همدې شپه ګیدړه راغله او د هغوی ښکلی کولنګي چرګ یې له ۵ چرګو سره یوځای ووژل، کله چې کورنیو ورته د ګیدړې لخوا د چرګانو وژلو خبره وکړه هغه بیاهم په صبرناکه لهجه وویل: (( هیڅ خبره نشته الله دې باقي خیر کړي))، لږه شېبه وروسته یې د کور ((خره)) هم یوه کړیږه وکوله او مړ شو، داځل بیاهم دغه متقي انسان د خپل خره په ناڅاپي مړینه په پوره زغم سره وویل: ((الله دې باقي خیر کړي))، د نوموړي ښځه او زامن د هغه په دې خبره چې له هر مصیبت وروسته به په صبر او زغم حالت کې د ((الله دې باقي خیر کړي)) بیخي سخت تنګ شوي وو او ویل به یې که ټوله دنیا ورانه شي هم به دی واېي چې هیڅ خبره نشته الله دې باقي خیر کړي.

په همدې شپه چې ددې متقي انسان سپی، چرګان او خر ټول مړه شوي وو، ددوی په کلي باندې غلو یرغل وکړ، له دغه متقي انسان او دهغه له کورنۍ څخه پرته یې ټول کلیوال مړه او مالونه یې ورڅخه غلا کړل.

غلو یوازې په هغو کورونو بریدونه کول چې له هغه څخه به د سپیو او خرو اوازونه او چرګانو بانګونه اورېدل کیدل، او د دغه متقي انسان خو دغه هرڅه مړه شوي وو، نو غلو هم ګومان کولو چې دا به خالي کوډلۍ وي.

نو مسلمان ته په کار ده چې د دنیا او آخرت کامیابیو ترلاسه کولو په خاطر په هر حالت کې الله جل جلاله ته رجوع وکړي او صبر وکوي ځکه د سختیو پرمهال صبر یوازینۍ د خلاصون لاره ده او بس.

لیکوال: قدرت الله ((تنها))

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب