د صحابه كرامو لقبونه

1.    ابو تراب
دا د حضرت علي رضي الله عنه لقب دى كله چې رسول الله صلي عليه وسلم د فاطمې رضي الله عنها كور ته ورغى نو پوښتنه يې ترې وكړه چې د تره ځوى دى چيرته دى ؟
نو هغې رض الله عنها ورته وويل: مسجد كې دى.
نو رسول الله عليه افضل الصلاة والسلا م ورغى نو په داسې حات كې يې وليد چې څادر يې د ملا نه لويدلى وه او ملا يې په خاورو شوې وه نو رسول اله عليه افضل صلاة والسلام يې د ملا نه خاورې پاكې كړې او ورته يې وويل: پاڅه او كينه يا ابو ترابه! دا يې ورته دوه ځله وويل.
2.    أبوالمساكين.
دا د حضرت جعفر بن ابي طالب لقب وه.
ابو هريرة رضي الله عنه وايي: ( كان خير الناس للمساكين جعفر بن ابي طالب
3.    اسد الله.
دا د حضرت حمزة ابن ابي طالب رضي الله عنه لقب وه.
4.    أمين الامة.
دا د ابوعبيدة عامر ابن جراح رضي الله عنه لقب وه د ده په باره كې رسول الله  عليه السلام وايي:
(لكل امة امينا و امين هذه الامة ابوعبيدة بن عامر بن جراح )
5.    ابن ام عبد.
دا د عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه لقب دى كله كله به رسوالله ورته ويلې او رسول الله د ده په باره كې وايي: (فقيه امتي )
6.    امام المهاجرين.
دا د سالم رضي الله عنه لقب وه. هغه د مهاجرينو امام وه كوم چې د مكې نه مديني ته راغلي ول او په قباء كې به يې جمع وركوله.
7.    بحر.
عبد الله ابن عباس رضي الله عنه ته به يې بحر ويل رسول الله عليه وسلم ورته دعا هم كړې وه.
8.    ترجمان القران.
عبدالله ابن عباس ته ترجمان القران وايي.
9.    جامع القران.
دا د زيد بن ثابت رضي الله عنه لقب دى.
10.    حاجب الكعبة المعظمة.
دا د شيبة بن عثمان رضي الله لقب دى
11.    حب رسول الله.
دا د زيد بن حارثة رضى الله عنه لقب دى.
12.    الحب بين الحب.
دا د اسامة بن زيد رضى الله عنه لقب دى.
13.    حبر الامة.
دا د عبد الله ابن عباس رضي الله عنه لقب دى.
14.    حواري رسول الله.
دا د زبير بن عوام رضى الله عنه لقب دى د خندق دغزا په ورځ رسول الله عليه صلاة وسلام ووويل: داسي به څوك وي چې د بني قريظة خبر راوړي ؟
نو زبير رضي الله عنه وويل: زه. يا رسول الله! رسول الله عليه صلاة وسلام لاړ او بيا راغى بيا يې دا خبره تكرار كړه زبير رضي الله عنه ورته بيا وويل زه.
رسول الله صلاة الله عليه بيا لاړاو لږ شيبه وروسته بيا راغى بيا يې دا خبره وكړه او بيا هم زبير رضي الله عنه ورته وويل زه. نو رسول الله عليه صلاة وسلام وويل : ( لكل نبي حواري، و زبير حواري و ابن عمتي )
15.    خادم رسول.
دا د انس بن مالك رضي الله عنه لقب وه.
16.    خطيب رسول الله.
دا د ثابت بن قيس رضي الله عنه لقب وه.
17.    ذات النطاقين.
دا د اسماء بنت ابي بكر رضي الله عنها لقب وه.
18.    ذو الجناحين.
دا د جعفر ابن ابي طالب لقب دى. د مؤتة غزا په ورځ بيرغ د ده په ښي لاس كې وه كله چې هغه پري شو نو په چپ لاس ته يې بيرغ واړوه كله چې يې چپ لاس پرې شو نو د سينو په منځ كې يې ونيو تر دې چې شهيد شو او د ده عمر پدې وخت كې 33 كاله وه نو خداى به ورته په جنت كې د لاسو بدل كې دوه وزري وركړي خو په كومه يې خوښه وي الوځي به.
19.    ذوالنور.
دا د طفيل بن عمر الدوسي رضي الله عنه لقب وه د ده په سر كې يوه ډيوه غوندې وه چې د شپي به يې  رڼا كوله.
20.    ذو النورين.
دا د عثمان بن عفان رضي الله عنه لقب وه. ده د رسول الله صلى الله عليه افضل الصلاة والسلام لور رقية په نكاح كړې وه. كله چې وفات شوه نو رسول الله عليه سلام بله لور ام كاثوم ور په نكاح كړه.
21. صدیق
د ابوبکر الصدیق رض لقب وو.
22. فاروف 
د حضرت عمر رض لقب وو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب