د صلی الله علیه عليه وسلم پر ځاى د (ص) او یا (صلعم) لیکل

پوښتنه:

ایا د محمد صلى الله عليه وسلم د مبارک نوم سره د صلی الله علیه وسلم پر ځاى د (ص) او یا صلعم لیکل جایز دی، ځکه نن سبا يې اکثره لیکونكي استعمالوي.

ځواب:

په شرعی لحاظ باید د صلی الله علیه وسلم کلمه وکارول شي نه د (ص) یا (صلعم) ځکه الله سبحانه و تعالی وایي: صلوا علیه وسلموا تسلیما (احزاب) 56 ـ
د ص یا صلعم لیکلو سره د دغه ایت هدف سرته نه رسیږي او نه يې انسان ته هغومره ثواب رسیږي. کله کله د انسان پام نه وي او لوست کوي نو کیدای شي د ص نه او یا صلعم نه بله معنی واخلي ځکه خو علما وو دا کار بد ګڼلی او منع کړی يې دی.
مشهور عالم ابن صلاح رحمه الله پخپل کتاب كې چی په مقدمة ابن صلاح باندې مشهور دی په پنځه ویشتم باب کې لیکلي:
انسان باید ځان عادت کړي چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم سره د صلی الله علیه وسلم یا علیه افضل الصلاة و السلام ولیکي او د دی پاپندي وکړي او که چیرته څو ځله د محمد علیه افضل الصلاة و السلام نوم تکراریږی نو علیه افضل الصلاة و السلام یا صلی الله علیه واله وسلم دې پوره لیکي ځکه چی په لیکلو او ویلو دواړو کې يې ډير ثواب دی.
حمزة کنانی رحمه الله وایي: ما به چې احادیث لیکل نو د محمد صلی الله علیه وسلم د نوم مبارک سره به مې صرف (صلی الله علیه) لیکه او (وسلم) به مې نه لیکه نو رسول علیه افضل الصلاة والسلام مبارک مې په خوب کې ولیده چې راته يې وویل: ولې په ما پوره سلام نه وایې. حمزه کنانی رحمه الله وایي چې د دغه خوب نه مې وروسته بیا کله هم د محمد صلی الله علیه وسلم د نوم سره د صلی الله علیه وسلم لیکل ندي پریښي.
ځکه خو ابن صلاح رحمه الله وایي د محمد صلی الله علیه افضل الصلاة والسلام د نوم سره (علیه سلام – ص- صلم- او یا صلعم-) لیکل ندي پکار او دا لیکل مناسبه نده.
او همدارنګه امام سخاوی رحمه الله پخپل کتاب (فتح المغیث شرح الفیة الحدیث) کې لیکلي چې: باید د دغو لنډو لیکلنو لکه- ص- صلعم- او داسې نورو نه ډډه وکړی شي.
اما سیوطی رحمه الله پخپل کتاب (ترتیب راوی فی شرح تقریب النووی کې لیکلي: د رسول الله علیه افضل الصلاة و السلام نوم سره د (ص) او یا (صلعم) لیکل مکروه دي او بايد لدې نه سخته ډډه وشي.
نو د ټولو مسلمانو وروڼو او خویندو نه هیله کیږي چې دغه عادت په ځان کې پیدا کړي چې کله مو د محمد صلی الله علیه و سلم مبارک نوم لیکه نو د صلی الله علیه وسلم با علیه افضل الصلاة والسلام ورسره پوره لیکي ځکه چې پوره لیکل يې د ثواب کار دی چی الله پری سړی ته اجر ورکوي.

مجموع فتاوی ابن اباز رحمه الله دویم جلد ۳۹۷ – ۳۹۹

ژباړه: ميوند ننګيال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب