د طبیعي منابعو ارزښت

طبیعي زېرمې د انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لویه وسیله ده چې، ترې ګټه اخیستنه په یوه هېواد کې د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب ګرځي. طبیعي زېرمې هغه پدیدې ته ویل کیږي چې د ځمکې په کوره کې موجوده وي او انسان د هغې په جوړښت او پیدایښت کې ښکېل نه وي.

د چاپېر یال ساتنې کارپوهان وایي په ټوله کې طبیعي منابع په دوه ډوله دي:

۱: نه تکارارېدونکې طبیعي زېرمې: هغه زېرمو ته ویل کیږي چې له ډیرې ګټې اخیستنې وروسته پای ته رسیږي او د دویم ځل لپاره نه منځته نه راځي لکه تېل، ګاز او نور.
۲: تکرارېدونکې طبیعي زېرمې: هغه زېرمو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې موجودې وي او له هغې څخه د سمې ګټې اخیستنې وروسته هم نه خلاصون نه لري لکه اوبه، ځمکه، هوا، شنه بوټي، ځنګلونه او نور. کارپوهان وایي په تکراریدونکو طبیعي زېرمو کې تر ټولو مهمې هغه یې په ځنګلونو کې شنه بوټي دي چې که چیرته د انسانانو د بې پروایۍ له امله د منځه ولاړ نه شي او یا ورته خپله د منځتلو زمینه برابره نه شي هیڅکله هم له منځه نه ځي.
د تکرارېدونکو طبیعي زېرمو ګټې ډېرې دي چې، له دې جملې څخه یوه یوه یې د محیط ښکلا ، سرسبزي او د خلکو د تفریح ځایونه دي چې، کولای شي د وزګارتیا په وخت ترې استفاده وکړي او خپل وخت په خوشحالۍ سره تېر کړي. په پرمختللو هېوادونو کې تفریح ځایونه له مهمو اقتصادي منابعو څخه ګڼل کیږي.
د کارپوهانو په اند شنې ګیاوې د ځمکې پر سر تر ټولو ستر موجود دی چې تکثري خاصیت لري او که یې ښه پالنه وشي د ټولنې په اقتصادي وده کې ډیره مرسته کوي. د شنو ګیاو موجودیت د ځمکې په ټولو برخو کې د اقلیمي شرایطو، خاورې، جغرافیې په نظر کې نیولو شره متفاوت دی. د کابل د ښووني او روزنې پوهنتون استاد پوهاند محمد نبي نبي زاده وایي ځنګلونو یو د هغو طبیعي منابعو له جملې څخه دي چې، د انسانانو په ژوند کې ډیر مهم رول لري. دی وایی په هغو سیمو کې چې ځنګلونه او شنه بوټي موجودې هلته د اوبو پرېماني وي او هیڅکله هم هغه سیمه د اوبلو له کمښت سره نه مخ کیږي. شنه بوټي په خپلو پاڼو کې د ادلون بدلون په وسیله د انسانانو د ضرورت وړ اکسیجن جوړوي له دې سره په څنګ کې د هوا او غږ د ککړتیا څخه مخنوی کوي او د محیط په زرغونتیا کې ډیر مهم رول لوبوي.
ځنګلونه چې د طبیعي منابعو له جملې څخه شمېرل کیږي د وحشي ژوو چې له ډیرې پخوا زمانې څخه انسانو ته د مېراث په شکل پاتې دي د ژوند کړلو او ژوندي پاتې کېدو ځای دی، کله چې ځنګلونه له منځه ځي مانا یې داده چې وحشي ژوي هم له منځه ځي. کارپوهان په دې معتقد دي چې ځنګلونه د اکسیجنی په تولید، د اوبو او خاورې په ساتلو کې، د هوا په ساپوالي کې او د وړو شنو بوټو په ساتلو کې ډیره مهمه ونډه لري.

طبیعي زېرمي د خلکو ثروت:

د طبیعي منابعو کارپوهان وایي افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په خپل زړه کې په پرېمانه ډول طبیعي منابع لري او باید په عادلانه او دوامدار ډول ترې ګټه واخیستل شي. افغانستان له طبیعي زېرمو ډک هېواد دی چې دتیره څه باندې دېرش لسیزه په اوږدو کې ورته دروند زیان اوښتی، ډیری ځنګلونه له منځه تللي او د زیاتره وحشي حیواناتو او الوتونکو شمېر کم شوی او یا بخي له منځه تللي.
ښاغلی نبي زاده وایي موږ (( موږ په افغانستان کې د طبیعي منابعو له غني زېرمو څخه برخمن یو که ترې سمه ګټه واخیستل شي نو لرې نه ده چې د هېواد اقتصاد به مو په پښو ودریږي)) ښاغلی حقبین هم په دې نظر دی چې افغانستان د نړۍ په ستطحه د طبیعي زېرمو یو له بډایو هېوادونو دی خو له بده مرغه ترې ګټه نه اخیستل شوې. دی وایي کانونه د طبیعي منابعو تر ټولو مهمه برخه ده چې، له درېیو برخو فزیکي، بیولوژیکي او اجتماعي اړخه سروې او وڅېړل شي.

سرچینه : ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب