د طبیعي وړانګو سرچینې

دپیل خبرې : 

طبيعي وړانگې عبارت له هغو وړانگو څخه دی ،چې په طبيعت او چاپېريال کې تل او دځمکې په هرځای کې موجودې وي . انسانان، څلورپښي او نباتات د ژوند په ټوله موده کې دنوموړې وړانگې تر ناوړه اغېزې لاندې پریوتي دي، چې د ډېروناروغيو لکه د سرطان ناروغۍ د پيدا کېدلو لامل گڼل کيږي . دطبيعي وړانگو سرچينې په لاندې ډول سره و ېشلای شو .

لومړی : کازمېکي وړانگې (Cosmic rays) :

کازميکي وړانگې کيهاني وړانگې دي چې د فضا څخه لکه لمر، کهکشان (Milchstrasse) او دنوروستورویانې گالاکسي (Galaxy) څخه راځي او دپروتونو، الفا ذرو، الکترونواو درند و هستو څخه جوړې شوې دي . کله چې نوموړې وړانگې او ذرې د ځمکې پر اتموسفير باندې و لگيږي، نو هلته د څه ناڅه   پينځه ويشت کيلومترو په ارتفاع کې دهوا د مالېکولو سره هستوي تعا ملونه تر سره کوي، چې په پايله کې نورې هستوي ذرې په تېره بيا  لکه میون (Meon)، پيون (Peon) ،نيوترون او  الکترونه منځته راځي . کله چې فضا ته ساينس پوهان په فضايې بيړۍ کې سفرکوي، نو ښايي چې د هغې د کاپسل جوړښت دومره کلک وټاکل شي، چې دنوموړو لوړانرژي وړانگو لکه لس په طاقت د يوويښت الکترون  ولټه (1021eV) دخطر څخه خوندي وساتل شي . داځکه چې ازمېينو وښووله چې دفضايي بيړی په کاپسل یانې باندنۍ سطحه کې دنوموړو زرو د لگيدلو په پايله کې، لږ څه لس زره گرې په يوه ساعت کې   (10 000 Gy/h) انرژي ډوز تو ليد کيږي . په داسې حال کې چې که ټول بدن ته  په يووارسره شل گرې ورسيږي نو سمدلاسه سړی مړ کيږي .

دبېلگې په ډول که څوك په الوتکه کې دلندن څخه تر نيويارک پورې يو ځل تگ او راتگ وکړي، نو هغه ته        لږ څه سل مايکرو سيورت (100μSv) انرژي ډوزرسيږي .

دويم : دځمکې لاندې وړانگې (Terrestric radiation):

نوموړې هغه وړانگې دي، چې دکاينات(Universum) د پيدايښت سره يوځای د ملياردونو کالونو څخه راپدې خواپه ځمکه کې شتون لري اودراديو اکتيوطبيعي عنصرولکه توريم Th-232، يورانیوم 238 U- او پوتاسيمK-40   څخه دځمکې مخ او چاپېريال ته خپريږي . نوموړي راديو اکتيو طبيعي راديونوکليد دځمکې د لاندې په معدني ډبرو اوخاوره کې په غير متجانس ډول وېشل شويدي او دتجزيې په مختلفو پړاونوکې هستوي وړانگې تر هغه موده پورې خپروي، تر څوچې په پای کې په ثابتویانې مستقرو عنصرونو واوړي . د روغتيا په تړاو ترټولوخطرناک وړانگې درادون غاز(Radon) د يادولووړ دی، چې ديورانیوم راديو اکتيو عنصردتجزيې په سلسله کې په ځمکه کې پيدا کيږي او بيا په تېره بيا دکورونو په تکاويو کې راټوليږي . دنوموړي راديواکتیو غاز څخه دالفاوړانگې خپريږي، اکتيويتې يې دځمکې په ځينو برخوکې د لس ذره بېکارېل څخه هم په متر مکعب هواکې(10kBq/m3)  اوړي . داسې اټکل کيږي چې دسرطان ناروغۍ لس په سل کې اصلي لامل همدغه د رادون غازگڼل کيږي . په نړۍ کې دطبيعي وړانگوکچه تر ټولوزیات په هند وستان کیرالا څلوېښت ملي سيورت (40 mSv)، ایران رامزار څلورسوه پينځوس ملي سيورت (450 mSv) او برازيل کې دوه سوه ملي سيورت( 200 mSv) په يوه کال کې اندازه شو ېده  .

  په يوه کال کې دطبيعي اومصنوعي وړانگو انرژي ډوز
لومړی :  د طبيعي سرچينو وړانگې
کازميکي وړانگې 0,3 mSv
دځمکې لاندې وړانگې 0 .5 mSv
درادون نجيب راديواکتیو غاز تنفس کول 1,0 mSv
دخوراک او څښاک دلارې په بدن کې جذب  شوي راديواکتیو عنصرونه 0,3 mSv
دویم :  د مصنوعي سرچينووړانگې
په درملنه کې دراديواکتیو موادو استعمال 1,5 mSv
داکسریزیوعکس اخېستل 0,04 mSv
اوه ساعته په الوتکه کې الوتنه 0,05 mSv
پيلوټ یانې دالوتکې چلونکي ته په يوه کال کې کازمیکي وړانگې 2 mSv per year
دچرنوبیل په کنترول سیمه کې اوسیدونکي وگړي 10 mSv per year
دهستوي بټۍ په چاپیریال کې 0,01 mSv
د چر نوبيل هستوي پېښه 0,02 mSv
هستوي ازموينې 0,01 mSv
دصنعت  په نوروبرخوکې دراديو اکتيو موادو هر اړخيز استعمال  0,02 mSv
دطبيعي وړانگوټول انرژي ډوز 3,7 mSv

-۱جدول 

په ۱ جدول کې د طبيعي اومصنوعي وړانگودانرژي ډوزپه واحد دملي سيورت ښوول شوی دی، چې دټولو مجموعه په يوه کال کې څه ناڅه   درې نيم ملي سيورت  ته رسيږي .

درېيم :  دصنعت سره تړلې وړانگې :

نوموړې هغه وړانگې دي چې داوسني تمدن او پرمختگ سره يوځای  نوې رامنځته شوې اودروغتيا په تړاو دبشر لپاره ناوړه وروستۍ اغېز ې لري . د بېلگې په ډول لکه دهستوي انرژي څخه په اتومي بټۍ يا ريکټورونوکې کار اخېستل چې برېښنا ترې توليد يږي، او همدارنگه  د هستوي وسلوپه جوړولو، هستوي آزموينوتر سره کولو ، په  تېره بيا په درمل پوهنه کې دناروغيو په پيژندلو او درملنه کې خورا ډېر په کار اچول کيږي .

دبېلگې په ډول لکه کازميکي وړانگې (Cosmic rays) ، دهستوې وسلو وړانگې (Nuclear weapons) ، دهستوي بټۍ وړانگې(Nuclear power plants) ، دهستوي ازموینووړانگې( Nuclear tests) ، د ناروغيو په پېژندنه  کې داکسريزآلې ( Medical X Rays) ، دځمکې لاندې طبیعي راديو اکتيو عنصرونو لکه يورانیوم، پوتاشیم، رادون غاز وړانگې (Buried radioactive waste) دتلویزیون وړانگې اونوروسرچینووړانگې 

د  اويا کيلوگرام 70 kg  سړي  په بدن کې دطبيعي رادیو اکتيف ايزوټوپونواکټيويټي په لاندې ډول ده .
راديو نوکليد اکتيويتي
k-40 4500 Bq
C-14 3800 Bq
Rb-87 650 Bq
Pb-210 60 Bq
H-3 25 Bq
Be-7 25 Bq
Rn-222 15 Bq
Others 37 Bq
ټول ∑ 9112 Bq
  • داویا کیلو ګرام  سړي  په ځان  او په يوه ثانیه کې څه ناڅه   نهه زره (9000  Bq) اتومونه چوي
  • زموږهريوه سړي  په بدن اوپه یوه ساعت کې دېرش مليونه اتومونه چوي

۱-شکل : دطبيعي اومصنوعي سرچينو څخه وړانگې خپريږي اوبدن په رڼا کيږي  . 
دپام وړ:

ځينې ساينس پوهان په دې اند دي، چې دکايناتو پیدايښت  په فضا کې ديوه غټ ټس نه وروسته منځته راغی . دغه غټ ټس (Big Bang) په ملياردونو کاله له مخه تر سره شوی او دهمدې شيبې نه وروسته دوخت شمېرل  پيل کيږي .  ځينې نور پوهان په دې نظر دي ،چې غټ ټس يوه چاودنه په فضا کې نه وه، بلکې  پخپله فضاوچاوديدله اودهغې مودې نه راپدې خوا دغه فضا ارتيږي یانې لکه يوه پوکڼۍ(Ballon) ډډيږي . دغټ ټس څخه سل ثانیې وروسته دهیلیم He، دويتریمH2 او ليتیم Li3هستې منځته راغلې . دغټ ټس څخه يو مليارد کاله وروسته ستوري اودرانده عنصرونه لکه يورانيم، وسپنه ،طلااوسرپ پيدا شوه . څه ناڅه   شپږ مليارده کاله وروسته کهکشان یانې داس لارې(galaxies) جوړې شوې . پخپله فضا اوپه منځ کې ټول  گالاکسي د پيدايښت مرکز  څخه دبهر خواته اوس هم د تښتيدلو په حال کې دي . 

۲- شکل : د وړانگو سليزه برخه چې عام (ټوليز ) ولس ته په يوه کال کې دمصنوعي او طبيعي وړانگو د سرچينو څخه وررسيږي . د بېلگې په ډول درادون غاز ٥٥ ٪ ، دننه وړانگې ١١٪ ، کازمیکي وړنگې ٨٪ ، دځمکې لاندې و ړانگې ٨٪ ، هستوي طب ، ٤٪ ، په طب کۍ داکسريزاستعمال ١١٪ .

په درنښت

اخذلیک :

  1. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_physics
  2. http://www.new.ans.org/
  3. tp://alsos.wlu.edu/qsearch.aspx?browse=science/Nuclear+Physics

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب