د طلاق قسمونه او دطلاق ورکولو الفاظ

د طلاق قسمونه :

طلاق په دری ډوله دی

۱- رجعی طلاق
۲- با ئِن  طلاق
۳- مغلظه طلاق

۱- رجعی طلاق :

رجعی طلاق هغه طلاق  دی چه په هغه سره نکاح له منځه نه ځی  په رجعی طلاق کې که چيری  طلاق ورکوونکی پښيمانه شي نو هغه دوباره د يوه خاصه وخته پوری بې له نويې نکاح څخه ښځه په خپل عقد کې ساتلی شي .
هرکله چه يوی ښځی ته په صريحوالفاضو کې رجعی طلاق ورکړشي اوبيا  دعدت ( دريوحيضو موده ) په دننه کې طلاق ورکوونکی ته پيښمانی پيداشی  نو هغه بيله نوی نکاح نه هم ښځه پخپل عقد کښې ساتلی شي اوبيرته رجعت ورته کولای شي که ښځه رضا وي او که نه .
دپاکی په وخت کې حکمت دادی چه دغه وخت د پخلاينی ،رجعت يا دطلاق له فيصلی څخه د په شاه کيدلو چانس ډير وي  ، نوځکه د حيض په موده کې طلاق ورکول حرام دی .
دعدت (دريو حيضو موده ) حکمت دادی  چه پر دغوورځوکې به خاوند پرخپله فيصله ښه غور وکړي  او ښځه به هم  دخپل خاونددرضا کيدو لپاره دحل لاری ولټوی ، بل داچه پدی موده کې د نکاح تقدس څرګنديږي ، داسې نه چه کوم څوک ښځی ته طلاق ورکړي نو هغه فوراً وځی او بل ميړه به کوي ،نوپدی سره به دنکاح اهميت له مينځه ولاړشي .

اليف ) دطلاق رجعی  ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟

ښځه به په دغه موده کې ذيات  کوښښ کوي  چه خراب شويو  تعلقات  کې  ټينګښت  راولی  ددی له وجی فقهاؤ ليکلی  چه ښځی لره مستحب  دي چه خپل ځان ښه سينګار کړي  او هم پدی دوران کې به د خاوند په کور کې اوسيږی  ، اوداسې طرزالعمل  اختيارول پکار دي  چه خاوند دوباره خپل ځان ته مايل کړي .

ب ) په طلاق رجعی کې خاوند لپاره څه کول پکار دی ؟
رجعی طلاق ورکوونکی به په بار بار په خپله فيصله  له سره ښه غور او فکر کوي  چه پدی عمل يعنی طلاق سره خپله زړه خپلوی  په کامله ټوګه له منځه وړل  او د خلکو نفرت ته د ځان ورکول څه وړه خبره نده .
خوکه بيا هم پر خپله فيصله کلک ولاړ ؤ ، او ښځه د اصلاح او ګزه ران وړ نه وه او نور نه غواړی دا خپلوی ټنګه کړی ، نو بيا دده طرزالعمل  دښځی سره داسې کول پکار دی لکه د يوی پردی ښځی سره  دا خو د عدت په دننه کې دی کله چه عدت تيرشی  نو ښځه به د خاوند کور پريږدي او وځی به .

۲- با ئن طلاق يا رجعی څه وخت با ئن  ګرځی :

با ئِن  طلاق  هغه طلاق دی چه نکاح ورباندی ماتيږ ي  ښځه د نوی نکاح په کولو دوباره له سره نکاح کيږي.
که د يوه يا دؤ صريحه طلاقو ورکولو نه پس يی په ټول عدت کې هغه ته رجوع ونکړه – نو اوس دعدت يعنی دريو حيضو د مودی تيريدو نه پس که چری ښځی ته يې يو طلاق ورکړی وی نو يو طلاق باين به پريوځی او که دوه طلاق يې ورکړی وي نو دوه باين به پريوځې .
اوس که دی بيا په خپل عقد د  نکاح کی راوستل غواړی نو دوباره به نکاح کوي په نکاح کی د دواړو رضا شرط ده.

۳- طلاق مغلظه :

که چيری سړی د يوه يا دوه طلاقو پر ځای دری طلاقه ورکړی وي، نو اوس نه خو رجعت کولی شي او نه نوی نکاح نو اوس يوه لاره شته چه هغه حلاله ده او بس .
په يو ځل دری طلاق ورکول سخته ګناه ده .

دباين او مغلظه طلاقی ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟
کومی ښځی ته چه طلاق باين يا مغلظه ورکړ شوی وی  هغه به له خاوند څخه هر ډول تعلقات پری کوي او ديوه بيګانه سړی په څير به ورڅخه پرده کوي .
عدت به د خاوند په کور کې تيروي او نفقه په خاوند لازمه ده ځان به هم نه سينګاروي .

دطلاق ورکولو الفاظ
په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ
۱- صريح الفاظ : دصريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دی چه په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي  ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .
په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره  که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو  ، که يې  نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چه په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ  کی چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي  همغه به واقع شي .
حضرت محمدص  فرمايي : درې څيزونه داسی دی چه په هغه کی د زړه اراده اوفکرسره خبره کول هم حقيقت دی او دخندا اوټوقو په طورهم حقيقت دی هغه نکاح ،طلاق او رجعت  دی  (ترمذی ،ابوداؤد).
نو مسلمان لره نه ښايې چه په داسې ډول آساسې څيزونو اويا هم د يو انسان  د ژوند په برخليک ټوقی ووهی .
۲- کنايه الفاظ : کنايه الفاظ داسې الفاظ دی چه هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي  يا چه دهغی  مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دعصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی  زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی  او داسی نور .
په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي  که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی  او که يی نيت طلاق نه وی نو طلاق نه واقع کيږی .
ولی داسې الفاظ ويل دمسلمان  له اخلاقی شانه سره سر نه خوری  چه دقهر په وجه خپلی بی بی ته ووايې  زما له کوره وځه  اونور .
ځکه چه داښځه دخپلی مور له مهربانه غيږي څخه جلا او نن تاته ناسته ده نو بايد ددي ډول بدو الفاظو څخه سړی ځان وساتې نوکه دعصی  پر وخت داسې څه له خولی ووځی بايد خپل رب ج ته د عجز اوښکی تويې شي .

يادونه :
ګرانو مسلمانانو!
ددي مضمون دنشرمطلب  دادي چه د طلاق په اړه څه ناڅه معلومات  ولرو .
خو عمده مطلب مو دادي چه مسلمانان له خپلی خولې سره ډير پام وکړي  داسې نه چه کله د بې فکري په وجه له يوه لوی غم سره مخامخ شو.

بيا کتنه : مولوی عبدالقدوس مظهری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب