د طلاق وروسته شرعي حلاله څه ته وايي؟

د طلاق وروسته شرعي حلاله څه شی دی؟

په قرآنکریم کې راغلي چې که یوه خاوند خپلې مېرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو دا مېرمنه نوموړي سړي ته حلاله نه ده تر څو دا مېرمن له (عدته وروسته) له بل میړه سره (صحیح) نکاح ونکړي او له نکاح وروسته دوهم مېړه له دې سره جنسي اړيکې ټینګي نکړي ،بیا يې هغه دوهم میړه مړ شي یا هم طلاق ورکړي او ددې ښځې عدت هم تېرشي نو بیا دا مېرمنه په دوهم ځل د لومړي خاوند لپاره حلاله ګرځي اونکاح ورسره تړلای شي ، دېته شرعي حلاله ویل کيږي .

له درېیو طلاقو وروسته که ښځې له چا سره پدې شرط نکاح وکړه چې هغه سړی به له جنسي اړیکو وروسته دا طلاقوي او بیا به دا په دوهم ځل له لومړي میړه سره نکاح کوي نو دا شرط باطل دی او په حديث شریف کې په داسې حلاله کوونکي باندې لعنت ویل شوی، خو له ملعونېدو سره سره که چا له کومې مېرمنې سره په همدې شرط نکاح وکړه او جنسي اړيکې يې سره ټینګې کړې او نوموړي سړي ښځې ته طلاق ورکړ او دښځې عدت تېرشو نو د لومړي سړي لپاره له دې ښځې سره په دوهم ځل نکاح روا ده. او که يې له جنسي اړیکو ټینګیدو پرته طلاق ورکړ نو لومړي سړي ته نه حلاليږي او نکاح يې نه ورسره کيږي.

خوکه کومې مېرمنې له کوم سړي سره له پورتني شرط څخه پرته نکاح وکړه که څه هم د سړي په زړه کې دا خبره وي چې زه به له جنسي اړیکو ټینګولو وروسته نوموړې ښځې ته طلاق ورکوم نو دا صورت بیا د لعنت وړ نه دی ، همداراز که د مېرمنې هم دا نیت وو چې له دوهم مېړه سره دجنسي اړیکو له ټینګیدو وروسته به بېرته له لومړي ميړه سره نکاح کوي او بېرته به خپل کور ورسره جوړوي نو دا هم ګناه نه ده، ځکه ګناه یواځې دشرط په صورت کې راځي نه د نیت په مهال.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب