د عبدالرحمن خان ژوندلیک

عبدالرحمن خان

عبدالرحمن خان
واکمني ۳۱ د مۍ، ۱۸۸۰ ز. – ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.
بشپړ نوم ضيا الملت و دين امير المومنين امير عبدالرحمن خان
زېږون ۱۸۳۰ ز
مړينه ۱۹۰۱ ز
هديره کابل, افغانستان
مخکنی پاچا ايوب خان
وروستنی پاچا امير حبيب الله خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير محمد افضل خان

امير عبدالرحمن خان:

امير المومنين امير عبدالرحمن خان  د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توگه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او گډوديو وروسته چې د افغان- انگرېز له دوهمې جگړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.

اميرعبدالرحمن خان دافضل خان زوى او ددوست محمد خان لمسى و.په ١٨٣٠ ز کال، دسردار محمد افضل خان په کور کې وزېږېد.

امير عبدالرحمن خان په نهه کلنۍ کې دپلار له لوري بلخ ته وغوښتل شو،هلته يې پلار(محمدافضل خان) غوښتل تر څو تعليم پرې وکړي،خو عبدالرحمن خان دتعليم سره علاقه نه درلوده.

په١٣کلنۍ کي داميردوست محمدخان له لوري دتاشقرغان حاکم وټاکل شو،خو له څه مودې وروسته يې استعفى ورکړه. وروسته دخپل پلار افضل خان له لوري دشرابو اوچرسوپه تورزنداني شو، دشيرمحمد خان سپه سالار له مړېني وروسته افضل خان دى له زندانه خلاص او خپل سپه سالار يي وټاکه.[1]

کله چي دوست محمدخان دهرات له فتحې وروسته وفات او پرځاى يي شېرعلي خان کښېناست ، نو دسوء تفاهم له امله شيرعلي خان په افضل خان بدګومانه او هغه يي ونيو، عبدالرحمن خان دخپل پلار په نيول کېدلو دبخارا په لوري وتښتېد.هلته وو،تردې چي کله اميرشيرعلي خان په کندهار کې مصروف شو،دى دموقعې په ليدلو افغانستان ته راغى. په بدخشان کې له محمداعظم خان سره يوځاى او دکابل په لوري وخوځيد،کابل يي ونيو.پلار يي چي په غزني کې زنداني و ، ازاد کړ او دپاچا په توګه يې وټاکو.

خپله دکندهارپه لوري پرمخ ولاړ اوکندهار يي له امير شېرعليخان څخه ونيو .

خو په ١٨٦٧ ز /١٢٨٤ س کې افضل خان مړ او پر ځاي يي ورور محمداعظم خان دعبدالرحمن خان تره کښېناست، هغه دى (عبدالرحمن)دمېمني په لوري واستاوو،کله چي عبدالرحمن خان دميمنې په محاصره بوخت و، شېرعلي خان په کندهار حمله وکړه،کندهار يي ونيو.په غزني کې يې محمداعظم خان ته ماتې ورکړه او دکابل په لوري وخوځيد.

عبدالرحمن دشېرعليخان په وړاندې تګ په خبرېدلو سمدستې دکابل په لوروخوځيد،په باميانو کې ورسره داعظم خان ماتې خوړلى لښکر مخامخ شو.هغه يي له ځان سره يو ځاى اودکابل شش ګاووسيمي ته راورسېد.دلته يې له شېرعلي خان سره جګړه وکړه،خو ماتې وخوړه.[2]

له اعظم خان سره يوځاى په سخت ژمې کې دايران په لوري وتښتېد،دايران واکمن دواړو ته بلنه ورکړه ، ترڅو هلته پاته شي .اعظم خان ومنله ، خو عبدالرحمن خان يي بلنه ونه منله او دبخارا په لوري ولاړ .

عبدالرحمن خان واک ته رسیدل:

کله چي انګرېزانو په افغانستان حمله وکړه او په وړاندي يې مسلمان ولس پاڅون وکړ،عبدالرحمن خان له بخارا څخه راوتښتيد.تر آمو دې خواته راغى،په بدخشان او بلخ کې يې خلک په ځان راټول کړل او دکابل په لور را روان شو.په چاريکارو کي ورته انګرېز استازى راغىاو پيغام يې راوړ: موږ ستا واکمني منو، ته کابل ته خپل استازى راوليږه.[3]

انګرېزان چي دډېرو تلفاتو په ليدلو او په برتانيا کې دليبرل حکومت په راتلو دژر تر ژره وتلو په هڅه کي و،دداسي چا په لټه کي و،ترڅو ددوى تر وتلو وروسته يې نمائنده ګي وکړاى شي، همغه و چي عبدالرحمن يې پيدا کړ.

عبدالرحمن خان،خپل کاکا محمديوسف خان انګرېزانو ته وليږو.دهغوى ترمنځ خبري اتري وشوې او پرېکړه وشوه چي شېرپورته نژدې به عبدالرحمن خپله له برتانوي جنرالانو سره ويني.

اميرعبدالرحمن د١٨٨٠ ز کال دجولاى په ٣٠ نيټه شېرپور ته ورغى، له ګرېفن سره يې ليدنه وکړه او دهغوى شرايط يې چې دګندمک دشرايطو لنډيز و،ومنل.په دې تړون کي ويل شوي و:دافغانستان واکمن به دانګرېزانو څخه پرته له هيڅ حکومت سره سياسي اړيکي نه لري.او په دې توګه افغانستان سياسي استقلال له لاسه ورکړ.

امير ته ٣٠ ارابې توپونه،يومليون او٩٠٠ زره دخزانې روپۍ دجنرال سټوراټ او جنرال رابرټ له لوري ورکړل شوې.[4]

امير عبدالرحمن په ٢١ جولاى ١٨٨٠ ز کال په چاريکارو کي دپاچا په توګه اعلان شو او ددې کال داګست دمياشتي په ٧ نيټه کابل ته ننوت او په ٣٦ کلنۍ کې په رسمي توګه په تخت کيناست.[5]

ده وکولای سوای د څو مياشتو په موده کي دکابل امنيت تامين او دافغانستان نورو ښارونو ته پاملرنه وکړي.

اميرعبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي خپل مخالفين  له منځه يوړل.هغوى يې بنديان او يا تېښتې ته مجبورکړل. انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ،څو سوه توپونه او څو زره توپکان ورته ورکړل او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله.[6]

ده ډېر ژر ټول ښورښيان لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړل.دسپه سالار جنرال غلام حيدرخان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې، بيرته لاس ته کړي.همدارنګه يې ډېربغاتونه وځپل.[7]په کافرستان کي يې د اسلام دين خپور کړاوهغه ځای يې د نورستان په نامه و باله (٩٥-١٨٩٦ز) .

دده دمهال مهم جنګونه عبارت دي له :

له ايوب خان سره جګړه (١٨٨٧ز) دتره کو بغاوت (١٨٨٢) دشېنواروپاڅون(١٨٩٢ز)دمحمداسحق ښورښت (١٨٨٨ز) دهزاره جاتو نيول (٩١-١٨٩٣ز) او داسي نور.[8]

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړل، د پوستې دفترونه يې خلاص کړل، شرعي محکمې يې بيرته خلاصي کړې،دکابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړل.دماليې دفترونه يې خلاص کړل ، د لارو غله يې له منځه يوړل.[9]

پولي واحديې غوره کړ او په کابل کې به چاپېده.[10]

له بهرنيو هيوادونو څخه يې ځيني ماشينونه راوړل،لکه :

١- دمسکوکاتو دضرب ماشين.   ٢- دتوپک جوړونې ماشين ،هنري مارتن.   ٣- دکارتوس جوړوني ماشين.        ٤-دبوت او خيمې جوړوني ماشينونه.  ٥- دعرق کشي وسايل   ٦- دبخاردستګاه، دپښ سامان او توپ جوړوني ماشين          ٧- دصابون جوړونې او شمع ريزي ماشينونه    ٨-دباروتو ماشين                ٩- دورېښمو اوبدلو ماشين        ١٠- مطبعۀ .[11]

دعبدالرحمن دپاچهي په مهال ځيني بهرنيان هم په مختلفو نومونو هيواد ته راغلل:

دمثال په توګه :

١- داکترجان ګيري           ٢-مزيرس “انګليسي ډاکټر”      ٣- پين استوارت او مدلتن “انګرېزي انجينران”.

٤-آرتوکالينز چي دمسو ،سربو او نورو فلزانو په استخراج کې يې مهارت درلود. ٥- کاپيتان سي.ال.ګريس باخ “ځمکه پېژندونکى”.   ٦- ام ژرومي “فرانسوي انجنير”

٧-انګرېزه مېرمن ليلياس هملتون “دامير ځانګړې ډاکټره”      ٨- مېرمن کيت جديلي” انګرېزه، دحرم سراى مشاوره داکټره”.[12]

امير د “ضياء الملة والدين” په لقب پاچهي کوله.

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي ګام اخيست.

په ٣٠ مارچ ١٨٨٥م[13] کال، تزاري روسيې په شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله. که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای، خو دخپل منافقانه سياست له امله يي ونه کړه .

داميرعبدالرحمن خان په وخت کې له انګرېزانو سره دډېورنډ تړون لاسليک شو.(١٨٩٣زنومبر١٢/٢جمادي الاول١٣١١هـ)[14]پدې معاهده کي دافغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډېري ځمکي لکه پېښور،وزېرستان،چمن، کوژک تر کوټي پوري له لاسه ورکړل شوې.

امير عبدالرحمن په کابل کي په ١٩٠١ کال داکتوبر په لومړۍ نيټه له ٢١ کاله سلطنت وروسته د٧١ کلنو په عمر  مړ سو[15] او په ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو.

ماندينې:

لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېگم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

زامن او لوڼې:

  1. سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
  2. سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
  3. سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
  4. سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
  5. سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
  6. سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
  7. سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
  8. سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
  9. سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
  10. سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
  11. سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
  12. سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
  13. گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
  14. روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
  15. فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
  16. حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)

سياست:

کله چي انگرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انگرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنگه چلند و کړي او هم د انگرېزانو سره څرنگه په خپله گټه په نرمي چلند و کړي .

ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انگليس دويمه جگړه پای ته و رسېده .

امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انگرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .

ده ډېر ژر ټوله بلواگر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره گان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله .

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي گام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انگرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .

امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندگانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م .

عبدالرحمن خان مړینه:

امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو .


سرچينې:

[1] – تاج التواريخ، ٦ مخ١ټوک.اميرعبدالرحمان خان، ژباړن :عبدالقيوم زاهد مشواڼى،دانش خپرندويه ټولنه.١٣٧٩کب .

[2] – تفصيل او ماخذونه يې تېر شويدي.

[3]– افغانستان درمسيرتاريخ، ٦٤٠ مخ ١ ټوک. ميرغلام محمدغبار. مرکز نشر انقلاب با همکارى جمهورى ، ١٣٦٦ هـ چاپ.

[4]– افغانستان از امير کبير تارهبر کبير ١٧٨مخ . علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي.بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٧هـ ش.

[5]– افغانستان درقرن ١٩، ٣٥٩- ٣٦١ مخونو څخه اخستنه. سيدقاسم رشتيا .بنګاه انتشارات ميوند، پنځم چاپ، ١٣٨٤هـ ش.

[6] – نگاهي به زندگاني اميرعبدالرحمن ،عبدالقادر کمالي.سايت

[7] – زموږ غازيان، ١٠٤-١٠٥ مخ .محمدولي زلمى. دافغانستان دعلومواکادمي، ١٣٦٨ کال داسد ٢٨.

[8] – افغانستان تاريخ وجغرافيا، ٧٢ مخ .لوئيس دوپري،مترجم:جعفررسولي .بنګاه انتشارات ميوند، ١٣٨٥ هـ .

[9]– دتاج التواريخ  دليکني په اساس.

-[10] افغانستان درعصر سلسله محمدزايي،علي اکبر فياضي،سايت پژوهس سراى تاريخ افغانستان.

[11]– افغانستان درقرن ٢٠، ١٤ مخ.امين الله درېځ، انجمن نشراتي دانش.جدي ١٣٧٩هـ.

[12]– افغانستان تاريخ وجغرافيا،٨٦ مخ .

[13]– دافغان ملي تاريخ، ٥٧٩ مخ ١ ټوک ،قدرت الله حداد فرهاد. دساپي دپښتو څېړنو او پراختيا مرکز ، ١٣٨٣ هـ ل ليندۍ چاپ.

[14]– قراردادهاي افغانستان، عتيق الله نائب خيل .بنګاه انتشارات ميوند.

[15]– دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه، ١٤١ مخ. کانديداکاډميسن محمد ابراهيم عطائي.ميوند خپرندويه ټولنه،١٣٨٣هـ ل.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب