د عبد الله بن عمر رضی الله عنهما سخاوت

میمون بن مهران رحمه الله وایي: ابن عمر رضی الله عنه په یو مجلس کې ناست و چا ورته دوه ویشت زره درهم راوړل نومړي د مجلس څخه له پاڅیدو وړاندې هغه ټول خیرات کړل.

ایوب بن وائل راسبي رحمه الله وایي: زه چې مدینې ته راغلم د ابن عمر رضی الله عنه یو ګاونډي راته کیسه وکړه چې ابن عمر رضی الله عنه ته حضرت معاویه رضی الله عنه او نورو خلکو یو څادر او لس زره درهم را ولیږل؛ خو سبا مې نوموړی په بازار کې ولید چې د څارویو لپاره یې په پور واښه اخیستل، زه په دې خبره حیران شوم؛ نو د نوموړي مینځي ته ورغلم، ورته مې وویل: زه له تا نه یوه پوښتنه کوم، رښتیا راته ووایه چې ابو عبدالرحمن (ابن عمر رضی الله عنه) ته حضرت معاویه رضی الله عنه لس زره درهم او یو څادر نه وو رالیږلي؟ هغې ویل هو را لیږلي یې وو، ما ویل: نو هغه بیا څنګه د یو درهم واښه (ګیا) په پور اخیستل؟ ویل: هغه لس زره درهم یې ټول د شپې له راتلو وړاندې پر مسکینانو ویشلي وو او څادر یې هم بل چا ته ورکړی و، په دې خبره زه لاړم او اعلان مې وکړ : ای د سوداګرو ډلې! تاسو چې څومره دنیا وګټئ نو څه به یې کړئ؟ ابن عمر رضی الله عنه ته پرون لس زره کره درهم راغلي وو هغه یې په هغه ساعت پر بې وزلو ویشلي وو او نن یې د خپلو څارویو لپاره د یو درهم واښه په پور اخیستل. [ اخرجه ابو نعیم في الحلیة ۱/۲۹۶]

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب