د عثمان رض پېژندنه او ژوندلیک | صحابه کرام

نوم يې عثمان , ابو عبدالله او ابو عمر يې كنيت , او ذوالنورين يې لقب وو . د پلار نوم يې عفان او دمور نوم يې اروى وو , دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده : عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي. او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ په دې ډول ده : اروى بنت كريز بن ربيعه بن حبيب بن عبد شمس بن عبد مناف , په دې ډول حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دنسب په پنځمه كړۍ کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي .
د حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور مور (انا) بيضاء ام الحكيم د حضرت عبدالله بن عبدالمطلب سكه خور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترور وه , د دې پلوه حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه دمور له لورې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د قريشي توب په خپلوى هم تړل كيږي.
د حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه كورنۍ دجاهليت په زمانه كي هم دعربو په منځ كې ډېره محترمه كورنۍ ګڼل كيده, او د خپل پت, رياست او جنګونو له امله يې په نورو قومونو كې ځانګړې بڼه لرله. د حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه نيكه اميه بن شمس د قريشو د قبيلې مشرتوب په غاړه درلود, د اموي خليفه ګانو نسبت هم دې اميه بن شمس ته كيږي د همدې كبله د(امويين) په نامه باندې پيژندل كيږي.
دقريشو قومي بيرغ (عقاب) هم دهمدې كورنۍ په قبضه كي وو , دفجار د وتلي جګړې سرلښكر حرب بن اميه او د زور اوځواك څښتن داسلام وتلى دښمن عقبه بن معيط , همداراز ابوسفيان بن حرب چې داسلام له راوړو مخكي يې دبدر د غزا پرته په نورو ټولوغزاګانو كي دقريشو دمشر په توګه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مقابله كوله دهمدې (اموي) كورنۍ سترګي اوڅراغونه وه .
دحضرت عثمان رضي الله عنه دعمر څلورديرشم پسرلى په سپړې دو وو چې په مكه مكرمه كي دتوحيد زړه راښكونكي اوازونه پورته سول , دملكي رسم ورواج اودعربو دمذهبي تخيل له كبله حضرت عثمان رضي الله عنه له دې اوازونو سره نااشنا وو, خو دفطري سپېڅلتيا , ريښتينولى او ديانت درلودو د كبله حضرت عثمان رضي الله عنه حق ته درابلونكو شاځلمو ددې اوازونو قبلولو ته تيار وو .
داسلام لومړي خليفه حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه چې كله ايمان راوړ نو داسلام تبليغ او پر مخ بيول يې خپله ديني دنده بلله ځكه يې نو دخپلو ملګرو په كړۍ كې داسلام دتلقين او لارښوونې په كار پيل وكړ , دجاهليت په زمانه كې د حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه له حضرت عثمان رضي الله عنه سره خوږه ملګرتيا وه , او ډېرى مهال به يې ډېر ځانګړي مجلسونه سره كول دهمدې پيژندګلوي د امله يوه ورځ حضرت عثمان رضي الله عنه دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه مجلس ته راغى او داسلام په اړه يې خبرې اترې ورسره پيل كړې دحضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه خبرو په حضرت عثمان رضي الله عنه كې دومره اثر وكړ چې حضرت عثمان رضي الله عنه دنبوة دربارته په تللو سره داسلام قبلولو ته اماده سو.
دواړه ملګري درسول الله صلى الله عليه وسلم لورې ته د ورتلو په تكل كې وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوی مجلس ته تشريف راوړ, كله چي درسول الله صلى الله عليه وسلم سترګې په حضرت عثمان رضي الله عنه ولګېدې نو ورته ويې فرمايل : عثمانه  دخدای جل جلاله جنت قبول كړه , زه ستا او دټول مخلوق د لارښوونې له پاره ټاكل سوى يم . دنبوت دژبي دې ساده اوپاكو تورو پر حضرت عثمان رضي الله عنه کې دومره اغيزه وكړه چې بې اختياره يې د(اشهدان لااله الاالله واشهدان محمداعبده و رسوله) كلمه ترخوله ووته او درسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارك لاس كې يې خپل لاس وركړ او داسلام سوچه او حق مذهب يې قبول كړ.
د حضرت عثمان رضي الله عنه شمېر له هغو كسانو څخه كيږي كومو چې آن دجاهليت په زمانه كې ليك لوست تر سره كړي وو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه حليه

حضرت عثمان رضي الله عنه ډير ښكلى او ښايسته غنم رنګى سړى وو, قد يې برابر, پوزه يې لوړه او بند درلودونكې وه , مخ يې له غوښې ډك او د چيچك لږ لږ داغونه هم ورباندې وو, ږيره يې ګڼه او لويه وه , د سر ويښتان يې ګڼه او ډېر لوی وو چې څڼې يې آن تر غوږونو پورې رسيدې , دځينو رواياتو له مخې به يې په ويښتانو نكريزي هم لګولې , غاښونه يې تك سپين , ځليدونكي , پرله پسې او د سرو زرو په تارونو باندې ټينګ كړي وو .
ابن حنبل 1ټوك 73 مخ اومستدرك حاكم 3ټوك 96 مخ
دحضرت عثمان رضي الله عنه واده
داسلام له قبلولو وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه ته هغه وياړ ور په برخه سو كوم چې ډېرو صحابۀ كرامو ته نه وو ورپه برخه سوى , هغه داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم ده ته خپله لور حضرت رقيه رضي الله عنها په نكاح وركړه او دخپل زوم توب وياړ يې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورپه برخه كړى.
حضرت رقيه رضي الله عنها لومړى دابو لهب د زوی عتبه په نكاح كې وه مګر داسلام له راتلو وروسته دابو لهب له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دښمني دې پوړ ته رسېدلې وه چې خپل زوی عتبه يې اړ كړ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم پتمنې لور ته طلاق وركړي هماغه وو چې عتبه طلاق كړه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له حضرت عثمان رضي الله عنه سره نكاح وتړله.

 نورې ميرمنې او اولادونه يې

حضرت عثمان رضي الله عنه تر يوه ډېر ودونه كړي وه لومړۍ نكاح يې د حضرت رقيي رضي الله عنها سره وتړله , او له هغې څخه يې عبدالله نامي زوی پيدا سو چې په وړوكوالي كې په حق ورسيده ، بيا يې درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوهمې لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها سره نكاح وكړه هغه هم شپږ كاله وروسته په حق ورسيده او له هغې څخه يې كوم اولاد نه دى پيداسوى.
له هغه وروسته يې له لاندې ميرمنو سره نكاح كړي وه :
فاخته بنت غزوان : له دې څخه يې هم عبدالله نامى هلك پيداسو چې هغه هم په وړوكوالي كې مړ سو.
ام عمرو بنت جندب: د دې څخه يې عمرو, خالد , ابان , عمر او مريم پيدا سوو.
فاطمه بنت وليد: دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دزامنو وليد او سعيد مور وه .
ام ا لبنين بنت عتيه : د دې څخه يې عبد الملك نومى ماشوم پيداسو چې په وړوكوالي كي مړ سو. رمله بنت شيبه : عايشه , ام ابان او ام عمرو ددې څخه پيداسوي وه .
نائله بنت فرافصه : دا دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت په مهال موجوده وه .
په زامنو كې يې حضرت ابان وتلى دى او دبنو اميه په زمانه كي دځانګړي اعزاز څښتن وو.

د بدر د غزا پيښه او د حضرت رقيي رضي الله عنها ناروغي

دكفر او اسلام تر ټولو لومړۍ جګړه چې د بدر په څيره كي ښكاره سوه حضرت عثمان رضي الله عنه ديوې اتفاقي پيښې له امله چې دحضرت رقيي رضي الله عنها دناروغۍ په صورت كې ورپيښه سوه د دبدر په غزا كې ګډون ونه كړ .
دحضرت عثمان رضي الله عنه ميرمنه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دزړه ټكړه حضرت رقيه رضي الله عنها چې كله بيماره سوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته وفرمايل چې ته بدر ته مه ځه , بلكې دخپلې ميرمنې د دارو درملو څه چاره وكړه , كه څه هم دبدر په غزا كې دګډون نه كولو خبر اوريدل دحضرت عثمان رضي الله له پاره تر يوې لويې پيښې لږ نه وو خو درسو الله صلى الله عليه وسلم امر وو ځكه يې په سرا وسترګو منلو ته تيار سو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دده دلا خوښۍ لپاره ورته وفرمايل چې ته به دبدر په غزا كې پر ګډون نه كولو سربيره هم ګډ شمېرل كيږې او د بدر د غزا په ثواب او دغنيمت په مالونو كي (په دواړو كي) به تاته هرو مرو خپله برخه دركول كيږي. خو دحضرت رقيي رضي الله عنها دا ناروغي په اصل كې دمړينې يو پيغام وو, ناروغي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وه تردې چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دنه موجوديت په مهال يې څو ورځې وروسته دمرګ ملائكې ته ښه راغلاست وويل .انا لله وانا اليه راجعون
حضرت عثمان او حضرت اسامه بن زيد رضي الله عنهما دجنت د دې ملكي په جنازه او خښولو بوخت وو چې حضرت زيد بن حارثه رضي الله عنه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په اوښه سپور وو او په بدر كې يې دمسلمانانو دسوبي زيرى راوړ. حضرت عثمان رضي الله عنه دخپلې ميرمنې په مړينې ډېر غمجن وو , يوه ورځ حضرت عمررضي الله عنه ورته وفر مايل څه چې خدای جل جلاله ليكلي وو هغه وسوه دومره غمژن كيدو ته اړتيا نه ليدل كيږي .حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وفرمايل : زه چې دخپل نصيب په محرومۍ باندې هرڅومره غم وكړم بيا هم لږ دى , رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې دقيامت په ورځ به زما له خپلوۍ پرته ټولې خپلوۍ پای ته رسيږي , زه افسوس كوم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له كورنۍ سره زما تړاو پرې سو.كنز العمال 6ټوك 379 مخ.
كه څه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه د خوښۍ لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ته دبدر د غزا غنيمت هم يوه برخه وركړه او هغه ته يې د بدر د ثواب د وړلو زيرى هم وركړى وو خو پر دې سربيره يې خپله دوهمه لور حضرت ام كلثوم رضي الله عنها هم حضرت عثمان رضي الله عنه ته په نكاح وركړه چې په دې سره په دوهم ځل د حضرت عثمان رضي الله عنه له نبوي كورنۍ سره تړاو راغى .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له دوو لوڼو (حضرت رقيه رضي الله عنها او حضرت ام كلثوم رضي الله عنها) سره په پرله پسې ډول دنكاح كولو له امله حضرت عثمان رضي الله عنه ته د(ذوالنورين) (دوو رڼاوو ( رقيه ,ام كلثوم, خاوند) لقب وركړل سو.

حضرت عثمان رضي الله عنه په لاندې غزاوو كې ګډون كړى وو

داحد په وتلې غزا كې حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون درلود ,همدا راز دهجرت په څلورم كال كې چې دذات الرقاع غزا پيښه سوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم غزا ته ولاړ او حضرت عثمان رضي الله عنه ته په مدينه منوره كې د قايم مقام لوی وياړ ورپه برخه سو . بيا د بنو نضيرو دجلا وطنۍ او په پنځم هجري كې دغزوه خندق په پيښو كې هم حضرت عثمان رضي الله عنه ګډون كړى دى .دهجرت په شپږم كال چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دكعبې شريفې د ليدلو هوډ وكړ ، نو كله چې حديبيي نومې ځای ته ورسيدل نو دوی ته خبر ورسېده چې مشركين جنګ ته تيار ناست دي خو څنګه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم موخه دجنګ كول نه وو ځكه يې نو حضرت عثمان رضي الله عنه د مشركينو لورې ته دسولې له پاره دمسلمانانو دسفيرپه توګه وروليږه. ( طبقات ابن سعدقسم اول 3 ټوك دتذكرۀ عثمان رضي الله عنه په بحث كې )

د حضرت عثمان رضي الله عنه ځانګړتياوې

۱- دحضرت عثمان (ذوالنورين)رضي الله عنه ترټولو لويه ځانګړتيا دا وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دوې لوڼې يې په پرله پسې ډول په نكاح كې راغلې وې .
۲- حضرت عثمان رضي الله عنه دمسلمانانو ددريم خليفه په توګه وټاكل سو .
۳- حضرت عثمان رضي الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه وو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورباندي د جنت زيرى وسو.
۴- دحضرت عثمان رضي الله عنه په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : ان عثمان اول من هاجر باهله من هذه الامة , عثمان د دې امت تر ټولو هغه لومړى سړى دى چې له خپلې كورنۍ سره يې هجرت وكړ .
(اصابه 8 ټوك تذكرۀ رقيه رضي الله عنها )
۵- حضرت عثمان رضي الله عنه دبير رومه په نامه باندې څا دمسلمانانو لپاره د يوه يهودي څخه په دوو وارو په شل زره درهمه واخيسته او عامو مسلمانانو ته يې وقف كړه .

۶- حضرت عثمان رضي الله عنه د خپل ښه ليك د ليكلو له كبله د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لورې د وحي د ليكونكي په توګه وټاكل سو.

د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په مهال فتوحات

د طرابلس دفتحې لپاره كه څه هم دهجرت په 25 كال تياري سوې وه خوخونړى بريد ورباندې په كال 27 هجري كې دحضرت عبدالله بن زبير اوحضرت عمرو بن العاص او حضرت عبدالرحمن بن ابې بكر رضوان الله عليهم اجمعين غوندې وتلو جهادي سرلښكرو تر ځانګړې مشرۍ لاندې وسو .كله چې د طرابلسي مشرانو وليدل چې دمسلمانانو مقابله ممكنه نه ده نوپه دې جګړه كې د مجاهدينو دعمومي مشر حضرت عبدالله بن ابي السرح رضي الله عنه حضور ته راغلل او په 25 لكه ديناره يې سوله وكړه . (يعقوبي 2 ټوك 189 مخ .)
[irp][irp]
افريقيه : كومو سيمو ته چې نن الجزائر او مراكش ويل كيږي هغه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې د حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دهجرت په 26 كال فتح سوې .
اسپين : نننۍ هسپانيه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې دحضرت عبدالله بن نافع بن عبد قيس او حضرت عبدالله بن نافع بن حسين رضي الله عنهما تر ځانګړې څارنې لاندې فتح سوه .
قبرص : چې نن په (سائپرس) نامه باندې يادېږي, دروم او شام بحر ته څيرمه خورا شنه او زړه راښكونكي جزيره , او داروپا او روم له لورې دمصر او شام دفتح كولو لپاره ددروازې بڼه لري پر دې سيمه هم دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې داميرالبحرحضرت عبدالله بن قيس حارثې رضي الله عنه او بيا دهغه له شهادته وروسته دحضرت سفيان بن عوف ازدي رضي الله عنه تر مشرۍ لاندې دلاندې شرائطو په منلو سره سوله وسوه :
1- قبرصيان به اووه زره ديناره كلنى خراج ادا كوي .
2- په بحري جنګونو كي به قبرصيان دمسلمانانو ددښمنانو دخوځښت يا نقل وحركت خبر مسلمانانو ته وركوي .
3- مسلمانان به دقبرص دساتلو پړه په غاړه نلري .
خو د هجرت په 33 كال قبرصيانو دا پريكړه ماته كړه او دمسلمانانو په مقابل كي يې درومي جهازونو مرسته وكړه , ځكه نو حضرت امير معاويه رضي الله عنه ددوهم ځل لپاره په قبرص بريد وكړ او هغه ځمكه يې دمسلمانانو تر لاس لاندي راوسته .
دهجرت په ديرشم كال حضرت عبدالله بن عامر او حضرت سعيد بن عاص رضي الله عنه په دوو ځانګړو لارو دخراسان او طبرستان لورې ته مخه وكړه . د سعيد بن عاص رضي الله عنه سره حضرت امام حسن , حضرت امام حسين, حضرت عبدالله بن عباس, حضرت عبدالله بن عمر, حضرت عبدالله بن عمروبن العاص او حضرت عبدالله بن زبير رضوان الله تعالى عليهم اجمعين غوندي جليل القدره صحابۀ كرامو ګډون درلود او دې كسانو دخپل پر مختګ په ترڅ كي دحضرت عبدالله بن عامر رضي الله عنه تر رسيدو مخكي جر جان ,خراسان او طبرستان فتح كړل .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه خپله ورسپارل سوې دنده مخ پر وړاندې بوتله او دهرات ,كابل او سجستان له فتح كيدو ورسته يې دنيشاپور لورې ته مخه كړه او هلته يې اسبرائن ,ارغيان او نورې څيرمه سيمې ونيولې نيشاپوريانو له دې ښار څخه څو مياشتې دفاع وكړه خو بالاخر اړ سول ، چي دكال اوو لكو درهمو په وركولو سره د اسلامي لښكر سره سوله وكړي .
عبدالله بن عامر رضي الله عنه له نيشاپوره وروسته حضرت عبدالله بن خازم دسَرَخس په لورې وليږه او پخپله يې دماوراءالنهر لورته مخه كړه دسَرَخس اوسيدونكو اطاعت قبول كړ او دماوراءالنهر اوسيدونكي له عبدالله بن عامر رضي الله عنه سره سولې كولو ته اماده سول حضرت عبدالله بن عامر رضي الله سوله ورسره وكړه او قسي بن الهيثم رضي الله عنه يې خپل قائم مقام وټاكلواو پخپله د سامان وړلو سره پلازمينې ته ستون سو .( ابن اثير 3ټوك 84 مخ .)
دهجرت په 31 كال دحضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه كې خبيب بن مسلمه فهري آرمينيه فتح كړه . دهجرت په 32 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه تر قسطنطنيي پورې ټولې سيمي فتح كړې . په همدې كال عبدالله بن عامر مرو, طالقان , فارياب او جوزجان فتح كړل . دهجرت په 33 كال حضرت امير معاويه رضي الله عنه دروم دخاوري په حصن المرأة سيمه بريد وكړ.
د حضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت پيښه
كه څه هم دبصرې , كوفې او مصر فتنه اچوونكي چې په زور او زياتۍ سره دخپلو غوښتنو دپوره كولو له پاره راغلي وه په لمړي ځل دحضرت علي رضي الله عنه په دريم ګړيتوب سره بيرته ستانه سول او خلكو نوره داهيله درلوده چې داسلام په چمن كې به چې له شپږو كلونو راهيسې دخزان بادونو وهلى وو اوس يو پسرلى راسي خويوه ورځ په ناڅاپي توګه دمدينې په كوڅو كې داسونو د قدمونو غږ سو صحابۀ كرام وويريدل او د كورونو څخه راووتل چې ويې كتل نو دا فتنه ګر بيا راغلي او د(انتقام,انتقام) چيغې وهي .
حضرت علي رضي الله عنه له دوی څخه دبيرته راتللو لامل وپوښت دوی ورته وويل چې مونږ په لاره دتلو په مهال دخلافت ددربار يو قاصد وليد چې ډېر په چټكۍ سره روان وو نو ګمان مو وكړ چې ګواكې د حضرت عثمان رضي الله د لورې به زمونږ په اړه د مصر والي ته څه احكام جاري سوي وي نو كله چې مو له دې سړي څخه تالاشي وكړه نو يو ليك مو ورڅخه راپيداكړ چې په هغه كې دمصر والي ته لارښوونه سوې وه چې د مصر والي  دې زمونږ سرونه پرې كړي ځكه نو دحضرت عثمان رضي الله عنه ددې ژمن ماتي (وعده خلافي) له كبله د هغه څخه كسات اخيستلو ته راغلي يو .
[irp][irp]
كله چې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ددې ليك خبر ورسيد نو لوړه يې وكړه چې زه له دې ليك نه هيڅ خبر نه يم او ماته ددې ليك په اړه هيڅ معلومات هم نسته , كله چې فتنه ګرو داخبره واوريده نو وې ويل چې كه څه هم دا كار به مروان كړى وي خو يو خليفه دوخت چې دومره كمزورى سي چې هغه ته دداسي امورو په اړه هيڅ معلومات نه وي نو هغه خليفه ددې وړ نه دى چې نوردې په خلكو حكومت وچلوي ځكه يې نو وغوښتل حضرت عثمان رضي الله عنه دي له خلافته لاس په سرسي .
حضرت عثمان رضي الله عنه چې د دوی له دې غوښتنو څخه خبر سو نو وې فرمايل : ترڅو په ماكې يو نفس ساه موجوده وي نو دغه دخدای جل جلاله د لورې راكړل سوى منصب به پرې نږدم او درسول الله صلى الله عليه وسلم د وصيت سره سم به دخپل ژوند تر آخيري سلګۍ پورې صبر غوره كړم .(ابن سعد تذكرۀ عثمان رضي الله عنه)
دحضرت عثمان رضي الله عنه دانكار له امله باغيانو دخلافت دربار ټينګ محاصره كړ ، چې تر څلويښتو ورځو پورې يې په پرله پسې ډول دوام درلود په دې موده كې دحضرت عثمان رضي الله عنه ځای ته يو غړپ اوبه وروړل هم جرم بلل كيدى . حضرت عثمان اوحضرت ابی بن کعب رضي الله عنهما څو ځله دباغيانو دپوهولو لپاره ويناوې وكړې خو په باغيانو باندې دې ويناوو هيڅ اثر ونه كړ او حضرت عثمان رضي الله عنه يې آن دلمانځه داداكولو له پاره هم دباندې نه راپريښود. خو كله چې باغيانو وليدل چې دحج موسم په ختميدو دى او د دې موسم له پای ته رسيدو سره سم به خلك بيرته مدينې ته راځي او دا مساعده موقع مو له لاسه وځي نو دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهيدولو مشورې يې سره پيل كړې , حضرت عثمان رضي الله عنه چې دا حالت وليد نو باغيانو ته يې وويل چې تاسي ما په كومه ګناه وژنئ ؟
په اسلامي شريعت كې خو يو چاته دبل چا وژل له دريو لارو رواكيږي : لومړى داچې چا بدكاري كړی وي نو هغه په ډبرو ويشتل كيږي , يا كه يو څوك بل څوك په قصد او اراده ووژني نو وژونكى قصاص او وژل كيږي , او دريم چې يو څوك مرتد سي نو هغه وژل كيږي. ماخو نه دجاهليت په زمانه كې او نه داسلام په زمانه كې بدكاري كړې, او نه مې څوك وژلي او نه له اسلام راوړو ورسته مرتد سوى يم زه اوس هم دا شاهدي وركوم چې خدای جل جلاله يو دى او محمد صلى الله عليه وسلم دخدای رسول او بنده دى . ليكن په باغيانو يوې خبرې هم هيڅ اثر ونه كړ .(مسندابن حنبل 1ټوك 62 مخ .)
څنګه چې له يوه پلوه رسول الله صلى الله عليه وسلم دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت وړاندوينه كړې وه او له بله پلوه دحضرت عثمان رضي الله عنه دشهادت په اړه دباغيانو مشورې روانې وې نو دحضرت عثمان رضي الله عنه دايقين وو چې شهادت دده په برخه كيږي . رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله عنه ته دهغه دشهادت خبر وركړى وو او په داسې حالت كې يې دصبر غوره كولو وصيت ورته كړى وو ځكه نو ذهناَ حضرت عثمان رضي الله عنه دې ته تيار وو چې يوه داسې ورځ هم راتلونكې ده او د باغيانو دمحاصرې په مهال په هره لحظه كې دحضرت عثمان رضي الله عنه شهادت شونى وو ,ځكه نو دا حالات حضرت عثمان رضي الله عنه درسول الله صلى الله عليه وسلم له وصيت سره سم په پوره صبر سره زغمل .همداراز حضرت عثمان رضي الله عنه دجمعې په مباركه ورځ خوب هم ليدلى وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت ابو بكر صديق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما سره ناست وي او ده ته وايي چې ,,عثمانه زرراسه مونږستا دراتګ په انتظار يو , كله چې راويښ سو نو حاضرينو ته يې خوب ووايه او خپلې ميرمنې ته يې وفرمايل چې زما دشهادت مهال راغلى او باغيان ما شهيدوي , هغې ورته وويل چې امير المؤمنينه داسې نسي كيدای, حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل چې ما خوب ليدلى.
همداراز په يوه بل روايت كې راځي چې : رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت عثمان رضي الله ته ووايي چې عثمانه : نن جمعه له ما سره ادا كړه, ددې خوب له ليدلو سره سم يې خپل شل غلامان راوبلل او هغه واړه يې ازادكړل , او قرآنكريم يې پرانست اوپه تلاوت باندې بوخت سو .(ابن سعد 3ټوك 53 مخ ,حاكم 3ټوك 99 او 103 مخونه ) (په مسند ابن حنبل كې يواځي لومړى او په حاكم كي ددواړو خوبونو ذكرراغلى دى.)
هماغه وو چې باغيانو دخپلې دې ناوړې موخې دپوره كولو په موخه دحضرت عثمان رضي الله عنه پر كور بريد وكړ حضرت امام حسين رضي الله عنه چې ددروازې په څارلو ټاكل سوى وو له لږ دفاع كولو وروسته زخمي سو , څلور باغيانو تر ديوال ورټوپ كړ او د بام سر ته وختل , په دې كسانو كې د حضرت ابو بكر صديق رضي الله عنه كشر زوی حضرت محمد بن ابي بكر رضي الله عنه هم ګډون درلود چې له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه يې ديوې لويې دندې د ورسپارلو غوښتنه كوله خو دحضرت عثمان رضي الله عنه د لورې دنوموړې دندې دنه وركولو له امله دباغيانو په ډله كې ورګډ او له حضرت عثمان رضي الله عنه سره يې ددښمنۍ پيل کړه .
دحضرت عثمان رضي الله عنه پر كور باندې دباغيانو له لورې له بريدكولو وروسته محمد بن ابي بكر رضي الله عنه راوړاندي سو او حضرت عثمان رضي الله عنه يې تر ږيره ونيو او په ډېر زور سره يې وَجړَقَاوه , حضرت عثمان رضي الله عنه په هغه مهال هم ورته وويل چې وراره! كه دې پلار ژوندى وای نوداڅه به دهغه نه وو خوښ سوي , كله چې محمد بن ابي بكر رضي الله عنه دا خبره واوريده نو د شرم ورتلو له كبله پر شا سو , د ده  د پر شاتلو سره سم يو بل تن چې كنانه بن بشرنوميده رامخكې سو او پر حضرت عثمان رضي الله عنه يې داوسپنيز سيخ يوګزار وكړ د وسپنې سيخ دحضرت عثمان رضي الله عنه په مبارك تندي ولګيد او دبغل پر لورې ولويدى پر دې مهال يې هم د(بسم الله توكلت على الله) توري په ژبه جاري وو , له لويدو سره سم ورباندي ديوه بل سخت زړي (سودان ابن حمران مرادي) له لورې يو بل ګزار وسو چې له دې ګزار سره سم دحضرت عثمان رضي الله عنه له مباركه بدنه دسرو وينو فواري پورته سوې , په همدې حالت كې ورباندې يو بل باغي عمرو بن الحمق په سينه مباركه ور وختلو اودجسم په مختلفو برخو كې يې دنيزې پرله پسې نهه وارونه ور وكړل , يو بل بدبخت بيا ورباندې له بله لورې دتوري وار وكړدحضرت عثمان رضي الله عنه وفاداره ميرمن حضرت نائله رضي الله عنها چې كله دتوري ګزار وليد نو دتوري مخي ته يې دلاس په نيولو سره دحضرت عثمان رضي الله له بدن څخه دتوري دنيولو نابريالۍ هڅه وكړه چې له امله يې دحضرت نائلې رضي الله عنها درې ګوتي شهيدانې سوې او توره دحضرت عثمان رضي الله عنه په زړه كې ښخه سوه , دتوري همدې وار دتل له پاره دحضرت عثمان رضي الله عنه دژوند ډيوه مړه كړه او حضرت عثمان رضي الله عنه دجمعې په مباركه ورځ , د ژړ مازديګري په مهال , دروژې په حالت كې , دقرآنكريم د تلاوت پر مهال دشهادت  لوړ مقام ته ورسېدى . انا لله وانا اليه راجعون.
 دشهادت پر مهال حضرت عثمان رضي الله عنه دقرآنكريم له مخي دسورة البقرې دا آيت : فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ {137} ,ژباړه: نو ژر ده چې كافي به سي په (دفع دشر) د دوی كې تا لره الله ,  هم دى دى ښه اوريدونكى (داقوالو) ښه عالم (په احوالو) , تلاوت كاوه چې په توره ولګيده او دقرآني پاڼو دنوموړي آيت پاڼي ته په تكوسرو عثماني (رضي الله عنه) وينو درنګيدو وياړ ورپه غاړه سو.
تر دوو ورځو پورې د حضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه مړى بې ګوراو كفنه پروت وو ,په حرم رسول كې قيامت جوړوو ,دباغيانو له ويرې چا دحضرت عثمان رضي الله عنه لورې ته هم نسوای كتلای څه خو يې ښكاره ښخول وه, ددوشنبې دورځې له تيريدو سره سم يو څو كسانو دسرښندنې لپاره خپل سرونه په تلي كې كيښودل او دجنازې اوښخولو همت يې وكړ,او له لامبولو پرته يې د دې مظلوم او په وينو كې لت پت شهيد جنازه له كفن وركولو پرته په خپلووينو لمدو كاليو سره پورته كړه او له كابله تر مراكشه دمسلمانانو د دي محبوب مشرجنازه يواځي اوولسو(17) كسانو اداكړه.
په مسند احمد كې يې ليكلي چې حضرت زبير رضي الله عنه او په ابن سعد كې يې ليكلي چې حضرت جبير بن مطعم رضي الله عنه يې دجنازې لمونځ اداكړ , او جنت البقيع ته څيرمه په (حش كوكب) نامې سيمه کې دصبر , زغم ,بېكسۍ او مظلومۍ دغه پيكر خاورو ته وسپارل سو .چې وروسته بيا دغه سيمه هم په جنت البقيع كې ګډه سوه نن هم دجنت البقيع په پای كې د حضرت عثمان رضي الله عنه مزار مبارك موجوددى.
دحضرت عثمان ذوالنورين رضي الله عنه په دې شهادت باندې ځمكو او اسمانونو وژړل , دبې كسۍ پر دې مهال باندې ځمكنيو او اسماني كائناتو اوښكې توی كړې ,دمظلوميت پر دې حالت باندې عالم امكان هم ګريوانونه لامده كړل , دقضا او قدر كاركوونكو وويل :كومه وينې څښونكې توره چې نن بې تيكي سوې هغه به تر قيامته بې تيكي وي , ا و دكومې فتنې او فساد دروازه چې نن پرانستل سوې هغه به بيا تر قيامته ونه تړل سي.
رضي الله عنهم ورضوا عنه
لیکونکی: محمد فیصل اخندذاده

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب