د عربي مسلسلونو او تاريخې فلمونو غدر أو خيانت له تاریخ سره

د څو کلونو را هیسي په عربي ژبه پر تاريخې أتلانو مسلسلونه جوړيږي أو د تلویزونې چينلونو له لاري خپريږي، چي له همدې جملي څخه د صلاح الدين أيوبي رحمه الله مسلسل دی، چي تر ډيره حده تحريف أو خلط پکښي شوی دی تر څو چي د راروانو نسلونو پر خپلو أسلافو غلطه ذهن سازي وکړي ، د نمونې په شکل يو څو أکاذيب يې ستاسو مخې ته ايږدم.

په فيلم کي: القدس د أورشاليم په نامه ياد شوی.

په حقيقت کي: د القدس نوم هغه وخت هم القدس وو، أو په نامه کي يې هيڅ تغير ندی راغلی.

په فيلم کي: عيسی العوام عرب مسيحي معرفي شوی.

په حقيقت کي: عیسي العوام مسلمان قائد أو مشر وو.

په فيلم کي: د ” عکا ” نومې ښار والي خائن أو غدار معرفي شوی.

په حقيقت کې: د ” عکا ” نومي ښار والي بهاءالدین قرقوش د صلاح الدين ايوبي رحمه الله د هغه خاصو قمندانانو أو سر لښکرو څخه وو، نه خائن وو، نه غدار وو.

په فيلم کي: ريتشارد مسيحي سرلښکر د مسلمانانو أویا کسه بندیان ځکه ووژل، ځکه چي و ده ته چا غلط راپور ورکړی وو، چي کله په حقيقت خبر سو په هماغه ګړې يې وژل بند کړل، پښيمانه هم سو أو عذر يې هم وغوښت.

په حقيقت کي: ريشتارد چي کله و ” عکا ” ته داخل شو د صلحي معاهده يې ماته کړه، أو درې زره مسلمانان بنديان يې و وژل، أو هغوی يې د ” عکا ” له ديوالونو څخه را وغوځول.

په فيلم کي: صلاح الدین أيوبي رحمه الله أو ریتشارد قناعت سره وکړ چي نور جنګ بي ګټې دی، نو ريتشارد په خپل اختيار و خپل ښار ته ولاړ بغير له دي چي د أورشليم زيارت وکړي سره له دي چي د جنګ قدرت أو واک يې هم لاره.

په حقيقت کي: ريتشارد په زوره وايستل شو أو مجبوره کړه شو چي وخپل ښار ته ولاړ شي، ځکه چي ” جون ” ورته کومک را ونه ليږه، أو ريتشارد شړیدلی أو دربدره تر أروپا ورسيد.

په فيلم کي: ريتشارد عادل أو زړه سواند أو ريښتونی بادشاه معرفي شوی.

په حقیقت کي: ريتشارد يو خونخوار أو بي رحمه قومندان وو، بادشاه نه وو.

په فيلم کي: صلاح الدين أيوبي رحمه الله يو سيکولر مزاجه شخص معرفي شوی، چي شعار يې وو ” الدين لله والوطن للجميع “.

په حقيقت کي: صلاح الدين ايوبي رحمه الله خاصتا د اعلاء کلمة الله لپاره يو سرسپارلی مجاهد أو قائد وو، نه سيکولر وو، نه ليبرل.

په فيلم کي: صلاح الدین ايوبي رحمه الله سلطان العرب معرفي شوی.

په حقيقت کي هغه سلطان المسلمين وو، نه سلطان العرب يواځې.

په فيلم کي: صلاح الدين أیوبي رحمه الله يو مسيحي أسير ” رينو ” بغیر له سببه و وژني.

په حقيقت کي: رينو يې وواژه ځکه چي هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښکنځلې کړې وي.

په فيلم کي: صليبيانو ” عکا ” نومی ښار په يوه ورځ کي و نيوه.

په حقيقت کي: وروسته تر یوې مياشتي حصاره.

تر ټولو نادره داده چي د صلاح الدين ايوبي رحمه الله د بطولت دور يو مسيحي سوريايې ممثل تمثيل کړی، چي د کفارو دښمنې د اسلام د تاريخ سره أو د اسلام د ابطالو سره له ورايه ښکاره کوي.

يا الله دا ویده أو غافل أمت را ويښ کړي.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب