د عرش د سيوري وړ کسان

د عرش د سيوري وړ کسان

دقيامت ورځ ډېره زياته سخته او درنه ورځ ده، زموږ او ستاسو خو حيثيت څه دی؟ لوی لوی نېکان، متقيان، علماء، اولياء تر پېغمبرانو پوري به ټول پرېشان وي .
د قيامت ورځ ډېره اوږده او ټول خلگ به د حشر په ميدان کي راغونډ وي،د لمر د نږدې کېدو له امله به خولې بهېږي، د زمکي گرموالی به دومره سخت وي چي د پښو پرې کېښودل به تر وس وتلی کار وي، د چا سره به د بل هيچا فکر نه وي، له دغه سخت حالته به څوک نه تښتېدلی  شي او نه به ترې ځان په بله طريقه خلاصولی شي .
ليکن ځيني نېکمرغه خلگ به داسي وي چي الله جل جلاله   به  د عرش تر سايي لاندي ځای ورکړی وي او له ټولو سختيو به په امن وي .
هغوی به نه يوازي د قيامت د ورځي له سختيو په امن وي بلکي وروسته  را روان حالات به يې هم د امن او خوشحالۍ وي.
د دې سيوري لاندي هغه څوک راتلی شي چي د دې اسباب يې عملي کړي وي.
د دې سيوري لپاره ځيني اسباب شته چي په احاديثو کي بيان شوي دي، اوه کسان يې په دې حديث کي ذکر شوي دي :
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِى ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّهُ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَشَابٌّ نَشَأَ بِعِبَادَةِ اللَّهِ وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِى الْمَسَاجِدِ وَرَجُلاَنِ تَحَابَّا فِى اللَّهِ اجْتَمَعَا عَلَيْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ إِنِّى أَخَافُ اللَّهَ. وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لاَ تَعْلَمَ يَمِينُهُ مَا تُنْفِقُ شِمَالُهُ وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ ( رواه البخاري ص:۹۱ج:۱ومسلم ص : ۳۳۲ج:۱واللفظ له )

له حضرت ابوهريره – رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – وفرمايل : اوه کسان دي الله جل جلاله   دوی ته په هغه ورځ سيوری ورکوي په کومه به چي د ده له سيوري پرته بل سيوری نه وي .(هغه دا دي : )
۱: عادل باچا .
۲: هغه ځوان چي د الله جل جلاله   په عبادت کي ستر شي .
۳: هغه سړی چي زړه يې د مسجدونو سره تړلی وي .
۴: هغه دوه کسان چي د الله تعالی ( د رضا ) لپاره د يوه او بل سره محبت کوي، په دې محبت سره جمع شوي او پرې جلا شوي وي .
۵: هغه سړی چي داسي ښځه يې(گناه ته) دعوت کړي، چي د منصب او ښائست خاونده وي، دی ووايي : زه له الله (جل جلاله ) څخه وېرېږم .
۶: هغه سړی چي يوه صدقه وکړي، نو خپله صدقه دومره پټه کړي تر دې چي چپ لاس يې په هغه څه چي شی لاس يې مصرفوي نه پوهېږي .
۷: هغه سړی چي ( الله جل جلاله ) د يوازيتوب په حال کي ياد کړي نو تر سترگو يې اوښکي وبهېږي !!
په دې حديث کي اوه داسي خوش نصيبه کسان ذکر شوي دي چي الله جل جلاله   دوی ته په خپل سيوري کي ځای ورکوي .
له سيوري څخه مراد دعرش سيوری دی لکه څنگه چي په بل حديث کي دا بيان راغلی دی.
په دوی کي لومړنی کس عادل باچا دی .
عدل سخت کار دی، له دې امله عادل ته دغه لوړه درجه ورکول کېږي.
په دې حديث کي عادل باچا ذکر شوی دی خو له بل حديث څخه معلومېږي چي هر هغه څوک چي عدل وکړي، هغه ته الله پاک تر عرش لاندي ځای ورکوي .
دوهم هغه ځوان دی چي ځواني يې د الله جل جلاله   په عبادت کي تېره کړه .
ځواني ليونتوب دی، په دې زمانه کي خپلي نفسي غوښتني پرېښودل او د الله جل جلاله   عبادت کول الله جل جلاله ته ډېر قدر لري.
شيخ سعدي رحمه الله د ځوانۍ د عبادت او توبي په هکله  وايي :
در جواني توبه کردن شيوه پيغمبری
وقت پيری گرگ زاده ميشود پرهيزگار
يعني په ځوانۍ کي توبه کول او په سمه لار روانېدل د پېغمبرانو طريقه ده، په بوډاتوب کي خو د لېوه(شرمښ) زوی هم پرهېزگاره کېږي .
دريم هغه څوک دی چي زړه يې د مسجد سره تړلی وي، کله چي له مسجد نه ووزي،نو تر بيا راتگ پوري يې په زړه کي د مسجد فکر وي.
د دې حديث حاصل مطلب دا دی چي څوک پنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداء کوي، دغه کس به هم د قيامت په ورځ د سيوري خاوند وي، دا مطلب نه دی چي ټوله ورځ به په مسجد کي ناست وي .
څلورم هغه دوه کسان چي خالص د الله تعالی د رضاء لپاره د يوه او بل سره محبت کوي.
داسي خلگ چي د ذاتي اغراضو لپاره د يوه او بل سره محبت لري، او يا د مال او دولت په خاطر د يوه او بل سره تعلق لري، ډېر دي، خو د الله جل جلاله   لپاره د يوه او بل سره محبت کوونکي خلگ کم دي .
نوڅوک چي د الله جل جلاله   درضاء لپاره د يوه او بل سره محبت کوي، دوی ته الله جل جلاله   دا انعام ورکوي چي د عرش په سيوري کي د قيامت په ورځ ځای ورکوي .
په دې محبت سره جمع شوي او پرې جلا شوي وي .
يعني د دوی تر منځ محبت په ژوند کي هم وي، کله چي سره بېل شي، يو مړ شي، بيا يې هم هغسي سره وي .
بل مطلب يې دا دی چي  محبت يې په اخلاص سره وي، سياسي او غرضي محبت يې نه وي، چي سره مخامخ شي، يوه او بل ته د خپل محبت دعوې کوي، خو چي سره بېل شي، بيا په يوه او بل پسي غيبت کوي او بد پسي وايي .
پنځم  هغه سړی چي د الله جل جلاله   د ډار له امله گناه پرېږدي .
شپږم هغه څوک چي (مستحق ته) يوه صدقه ورکړي، خو دومره يې په پټه توگه ورکړي  چي چپ لاس يې په دې نه شي پوه  چي شي  لاس څه او څومره ورکړل؟
په دغسي پټه صدقه کي اخلاص وي او الله جل جلاله   ته هغه عمل معتبر دی چي په اخلاص سره سرته ورسېږي .
په اخلاص سره د لږ عمل ثواب زياتېږي او د اخلاص د نه شتون له امله اجر کمېږي او په کوم عمل کي چي رياء او ځان ښودنه وي،هغه الله جل جلاله   ته هيڅ قدر او اهميت نه لري .
او م هغه څوک چي ( الله جل جلاله ) د يوازيتوب په حال کي ياد کړي نو تر سترگو يې اوښکي وبهېږي !!
په دې آخرنۍ جمله کي ډېر لوی بشارت او زېری شوی دی ځکه داسي يې نه دي ويلي چي تل الله جل جلاله  د يوازيوالي په حال کي يادوي او تر سترگو يې اوښکي بهيږي.
بلکي ظاهرا داسي معلومېږي چي که څوک دا عمل په ژوند کي يو ځل وکړي، هم الله جل جلاله   دغه درجه ورکوي .
له دې  پرته په نورو روايتونو کي زيات کسان بيان شوي دي چي موږ يې ځيني دلته په مختصره توگه ليکو :
۸: تنگلاسي ته د پور په هکله مهلت ورکول .
۹: تنگلاسي ته پور ورمعافول .
۱۰: اوږي ته خوراک ورکول .
۱۱: پر مؤمنانو مهرباني او د هغوی سره بد اخلاقي نه کول .
۱۲: د مجاهد سره مرسته .
۱۳: د هغه چا سره مرسته کول چي پوروړی وي .
۱۴: دمکاتب سره مرسته کول .
۱۵: په تجارت کي صدق او رښتيا ويل .
۱۶: د قرآن کريم په ماشومتوب کي زده کول او په لويوالي کي يې قرائت کول .
۱۷: د يتيم پالنه .
۱۸: د کونډو پالنه .
۱۹: صدقه او خيرات کول .
۲۰:  د بې کسبه خلگو سره او دهغه چا سره چي کسب نه شي زده کولی، مرسته کول .
۲۱: د سورة البقرة او آل عمران تلاوت .
الله جل جلاله   دي موږ او تاسو ټولو ته دغه درجه راکړي آمين يارب العالمين
وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب