د عصبي ناروغيو په علاج د قرآن کريم اثرات!

 

حقيقت دادى چې د لوى خداى (جل جلاله) رښتينى کلام د ټولو علومواساسي منبع ده او ټول علوم په دې کتاب کې پټ دي، هغه وخت چې مسلمانانو د دې کتاب په لوري مخه کړې وه نو زيات شمېر علمي حقيقتونه يي تري راايستلي وه او دا هغه وخت وو چې د نن ورځې پر مختللې اروپا د جهالت او ناپوهۍ په تيارو کې ډوبه وه او د کليسا د واکلدارانو ظلم او وحشت خلک د ژوند څخه زړه توري کړي وه په دغسې حالاتو کې د کفاور سترګې د مسلمانانو په لور وې او د هغوى اختراعاتو اوکشفياتو ته به سترګې په ﻻر وو.

نو ځکه خو مسلمانانو د عزت او سرلوړي ژوند درلود. مګر كله چې مسلمانانو د خپل رب کلام ته شا واړوله او د الله (جل جلاله) کتاب او د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) احاديث يې يو د بل د مغلوبولو لپاره استعمالول پيل کړل نو د عزت او سرلوړۍ له هغه مقام نه د ذلت، خوارۍ، احتياج او رسوايۍ هغې کندې ته لويدلي چې د راوتو لار هم ترې وكره ده او اوس د دوى سترګې د کفارو پرمختګونو بريښولى او عقلونه يې حيران كړي .

آيا الله (جل جلاله) خپل کتاب دهمدې لپاره راليږلى چې مسلمانان يي يو د بل پرضد توجيه کړې او د يو بل د كافرولو لپاره يې وكاروي كه د نامسلمانو د مسلمانولو لپاره ؟

آيا د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) احاديث او لارښوونې د دې لپاره ويل شوې دي چي مسلمانان يې پر يو بل د ځان دغوره والي او خپلې ډلې د حقانيت او د بلې د ماتولو او يا هم په مسلمانانو كې د بې اتفاقۍ د خپرولو سبب وګروځي؟

your ads

آيا دا دوه بلې ډيوې د جهالت او ناپوهۍ په تيارو كې سرګردانه او لاره وركي انسانيت ته د سمې او منزل ته د رسيدو د پر امنه لارې د ښوولو لپاره يعنې اسلام ته رابللو لپاره بلې شوي كه له اسلامه د خلكو د ويستو لپاره؟

نه هيڅکله نه !!

بلکې قرآن او احاديث د دې لپاره دي چې مسلمانان يي خپل ﻻرښود او د ﻻره ورکي او ستومانه انسانيت د هدايت او آرامي وسيله وګرځوي.

افسوس دهغه قوم په حال چې د خپلو هم مسلکو او هم مذهبو په نابودۍ لګيا دي او د اسلام ددښمنانو او استعمار ګرانو د خوشحالولو لپاره يوبل ختموي.

دا څرګنده خبره ده چې قران کريم يوه داسې معجزه ده چې ترقيامته پورې يي هر شر له مقابلي عاجز دى، دلته د نمونې په توګه د عصبي ناروغيو په علاج كې د قرآن کريم تاثير مطالعه کوو:-

الله (جل جلاله) د اسراء سورت په (۸۲) آيت کې فرمايي:

( وننزل مِنَ القرآن ما هوشفا ورحمة للمؤمنين ).

زباړه : او مونږ دا قرآن د مؤمنانو لپاره د (ظاهري او باطني) مرضونو شفاء او رحمت راليږلی .

ددغه مبارک آيت په هکله د يو مسلمان عالم (ډاکټر احمد قاضي) د تحقيقاتو نتيجه وړاندې کوم:

نوموړي ډاکټر وايي چې د عصبي ناروغيو په علاج کي د قرآن کريم د تاثير په هکله مو يوه ډله مسلمان او يوه ډله نامسلمان عصبي ناروغان انتخاب کړل او دوى مو داسې آرامو اطاقونو ته بوتلل چې هلته هيڅ ډول غالمغال نه و، بيا مو دوى ته مختلفې موسيقي (ساز اوسرود) واورولې ولې له معايناتو نه وروسته مو وليدل چې د دوى په وضعه کې هيڅ بدلون ندى راغلى.

بيامو مسلمان عصبي ناروغان داسې اطاق ته بوتلل چى هلته د قرانکريم تلاوت اورول كېدل په ډېر تعجب سره د عصبي سيستم د معايناتو په نتيجه کي مو وليدل چې د دوى عصبي فشار (%۹۷) نورمال حالت ته راټيټ شوى.

په دي وخت کې ځينو ويل چې نه دا د قرآنکريم تاثير نه دى بلکې دا د عربي ژبې تاثير دى نو بيا مو دوى داسې اطاق ته بوتلل چې هلته د عربي ژبې اشعار او ترانې اوريدل کيدې خو وموليدل چې په دوى يي هيڅ تاثير ونه کړ.

ځينو ويل چې دا د تجويد تاثير دى بيا مو هغه عربي ترانې په ډير فصاحت او بلاغت سره په دوى واورولې خو بيا يي هم پري تاثيرونه كړ.

بيا ځينو ويل چې دا ناروغان خو مسلمانان دي او دوى د قرآن په معنى پوهيږي، ځکه په دوى تاثيرکوي نو بيا مو غير مسلمان عصبي ناروغان چې له قرانکريم نه بې خبره وه هغه اطاق ته بوتلل چې هلته د قرآن تلاوت اورېدل کېده، داځل مو بيا په ډېر تعجب سره وليدل چې د دې غيرمسلمانو عصبي ناروغانو عصبي فشار د قرانکريم د تلاوت په واسطه (%۶۰) نورمال (عادي) حالت ته راټيټ شوي.

نو اى مسلمانانو ورونو! تاسې هم کولى شئ چې د قرآنکريم تاثير په ځان باندې تجربه کړئ هر کله چې له ذهني پرېشانۍ او نا آرامۍ سره مخ شوئ نو له اوداسه وروسته د قرآنکريم تلاوت وکړئ بيا به هلته پخپله د قرانکريم تاثير پخپل روح او بدن باندې ووينئ .

ډاكټر مجتبی «عزیزیار»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب