د عصبي ناروغيو په علاج د قرانکريم اثرات

حقيقت دادى چې دلوى خداى (ج) رښتينى کلام دټولو علومواساسي منبع ده اوټول علوم په دې کتاب کې پټ دي هغه وخت چې مسلمانانو ددې کتاب په لوري مخه کړې وه نو زيات شمير علمي حقيقتونه يي تري راايستلي وه او داهغه وخت وو چه دنن ورځې پر مختللې اروپاد جهالت او ناپوهى په تيارو کې ډوبه وه او دکليسا د واکلدارانو ظلم او وحشت خلک دژوند څخه زړه توري کړي وه پدغسې حالاتو کې دکفاور سترګې دمسلمانانو په لوروې او دهغوى اختراعاتو اوکشفياتو ته به سترګې په ﻻر وو.

 نو ځکه خو مسلمانانو د عزت اوسرلوړي ژوند درلود. مګر كله چې مسلمانانو دخپل رب کلام ته شا واړوله او دالله (ج) کتاب او دپيغمبر (ص) احاديث يې يو دبل دمغلوبولو لپاره استعمالول پيل کړل نو دعزت او سرلوړى له هغه مقام نه د ذلت، خوارى ، احتياج او رسوايې هغې کندې ته لويدلي چې د راوتو لار هم ترې وكره ده او اوس ددوى سترګي دکفارو پرمختګونو بريښولى او عقلونه يې حيران كړي .
آيا الله (ج) خپل کتاب دهمدې لپاره راليږلى چې مسلمانان يي يودبل پرضد توجيه کړى او ديو بل دكافرولو لپاره يې وكاروي كه دنامسلمانو دمسلمانولو لپاره ؟

آيا دپيغمبر(ص) احاديث او لارښوونې ددې لپاره ويل شوى چي مسلمانان يې پر يو بل دځان دغوره والي او خپلې ډلې دحقانيت او دبلې دماتولو او يا هم په مسلمانانو كې دبې اتفاقى دخپرولو سبب وګروځي
آيا دا دوه بلې ډيوې دجهالت او ناپوهى په تيارو كې سرګردانه او لاره وركي انسانيت ته دسمې او منزل ته درسيدو د پر امنه لارې دښوولو لپاره يعنې اسلام ته رابللو لپاره بلې شوي كه له اسلامه دخلكو دويستولپاره؟
نه هيڅکله نه !!
بلکه قرآن او احاديث ددې لپاره دي چې مسلمانان يي خپل ﻻرښود او د ﻻره ورکي او ستومانه انسانيت دهدايت او آرامي وسيله وګرځوي.
افسوس دهغه قوم په حال چې دخپلوهم مسلکو او هم مذهبو په نابودى لګيا دى او داسلام ددښمنانو اواستعمار ګرانو دخوشحالولو لپاره يوبل ختموي.

دا څرګنده خبره ده چې قرانکريم يوداسې معجزه ده چې ترقيامته پورې يي بشر له مقابلي عاجز دى.

دلته د نمونې په توګه د عصبي ناروغيو په علاج كې دقرانکريم تاثير مطالعه کوو:-
الله (ج) داسراء سورت په (82) آيت کې فرمايي:
(وننزل مِنَ القرآن ما هوشفا ورحمة للمؤمنين )
زباړه : او مونږ دا قرآن د مؤمنانو لپاره د (ظاهري او باطني) مرضونو شفاء او رحمت راليږلئ .
ددغه مبارک آيت په هکله ديو مسلمان عالم (ډاکټر احمد قاضي) دتحقيقاتو نتيجه وړاندې کوم:
نوموړي ډاکټر وايي چې د عصبي ناروغيو په علاج کي دقرآنکريم دتاثير په هکله مو يوه ډله مسلمان اويوه ډله نامسلمان عصبي ناروغان انتخاب کړل او دوى مو داسې آرامو اطاقونو ته بوتلل چې هلته هيڅ ډول غالمغال نه و، بيا مو دوى ته مختلفې موسيقى ( ساز اوسرور) واورولې ولې له معايناتو نه وروسته مو وليدل چې ددوى په وضعه کې هيڅ بدلون ندى راغلى.
بيامو مسلمان عصبي ناروغان داسې اطاق ته بوتلل چى هلته دقرانکريم تلاوت اورول كيدل په ډير تعجب سره دعصبي سيستم د معايناتو په نتيجه کي وليدل چې ددوى عصبي فشار (%97) نورمال حالت ته راټيټ شوى.
پدي وخت کې ځينو ويل چې نه دا دقرآنکريم تاثير ندى بلکه دا دعربي ژبې تاثير دى نو بيا مو دوى داسې اطاق ته بوتلل چې هلته دعربي ژبې اشعار او ترانې اوريدل کيدې خو وموليدل چې پدوى يي هيڅ تاثير ونکړ.
ځينو ويل چې داد تجويد تاثير دى بيا مو هغه عربي ترانې په ډير فصاحت اوبلاغت سره دوى ته واوريدلې خوبيا يي هم پري تاثيرونكړ.

بيا ځينو ويل چې داناروغان خو مسلمانان دي اودوى دقرآن په معنى پوهيږي ځکه پدوى تاثيرکوي نو بيا مو غير مسلمان عصبي ناروغان چې له قرانکريم نه بې خبره وه هغه اطاق ته بوتلل چې هلته دقرآن تلاوت اوريدل کيده داځل مو بيا په ډير تعجب سره وليدل چې ددې غيرمسلمانو عصبي ناروغانو عصبي فشار دقرانکريم دتلاوت په واسطه (%60) نورمال (عادي) حالت ته راټيټ شوى.

your ads

نواى مسلمانانو ورونو!!! تاسې هم کولى شئ چې دقرآنکريم تاثير په ځان باندې تجربه کړئ هر کله چې له ذهني پريشاني او نا آرامى سره مخ شوى نو له اوداسه وروسته دقرآنکريم تلاوت وکړئ بيا به هلته پخپله دقرانکريم تاثير پخپل روح او بدن باندې ووينئ . په درناوي

ډاکټر عبدالواحید منصور

پښتو ژباړه: ډاكټر عبـــــــــــدالوحيـــــــــــــــد (منصــــــــــور)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب