د عضوي مرکباتو څپرکي لنډيز

د انرژۍ د توليد له مخې ډېر عمده غذايي مواد، چې د ميتابوليزم په عمليه کې ډېر زيات ارزښت لري، په درې ډلو قندونو، پروټينونو، او شحمونو ويشل شوي دي.

قندونه يا کاربوهايدريت په بدن کې د انرژۍ د برابرولو يوه مهمه سرچينه ده. قندونه د کاربن، هايدروجن او اکسېجن له عناصرو څخه جوړ شوي دي او د ژونديو حجرو مهمې اجزاوې جوړوي.

پروټينونه د امينواسيدونو په نامه د کوچنيو ماليکولونو له يوځايوالي څخه منځ ته راغلي دي. امينو اسيدونه عضوي مرکبونه دي چې د کاربن، هايدروجن، اکسېجن او نايتروجن څخه يې ترکيب موندلی دی.

شحمونه: شحمونه د شحمي تېزابونو او ځليسرول له ترکيب څخه منځته راځي چې هر يو يې په خپل وار دکاربن، هايدروجن او اکسېجن له عناصرو څخه جوړ دي.

هستوي تيزابونه هغه مرکبونه دي چې د نوکليوتايد په نامه د کوچنيو ماليکولونو له يوځايوالي څخه منځته راغلي او په ټولو حيواني او نباتي حجرو کې ليدل کېږي. د حجرې ټولې حياتي چارې؛ لکه: وده، د مثل توليد، د پروټين تشکيل )ميتابوليزم( او نور کنترولوي.

هستوي تيزابونه په دوه ډوله دي: RNA او DNA.

په حجرو کې مختلف عضوي مواد لکه کاربوهايدريتونه، شحمونه، نوکليک اسيد او نور وجود لري چې ځينې ددې موادو د حجرې په جوړښت او تکميل کې کارول کېږي او ځينې نور يې د حجرې د دندو د سرته رسولو لپاره انرژي برابروي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب