د عقیدې آزادي (Freedom of religion)

د عقیدې آزادي: (Freedom of religion)

د عقیدي آزادي په دې معني چې د هر مذهب خاوند (عیسوي، نصراني، هندو…) کولی شي چې خپله مذهبي آزادي ولمانځي، خپل عبادت ځایونه، مذهبي کتابونه او علماء ولري.

اسلامي شریعت لومړنۍ شریعت دي چي د عقیدي د آزادي نظریة یي رامنځ ته او د دي آزادي ملاتړ او ساتنه يي تر آخري بریده وکړي، چی د دی آزادۍ ساتنې او ملاتړ لپاره يي دوه لاری په کار وړي.

لومړي:

شریعت اسلامی خپلو پيروانو ته په ګوته کړی تر څو د نورو مذاهبو او ادیانو درناوي وکړی، هیڅوک نشی کولي په زور په چا خپل مذهب او عقیده ومنی، که چیری له چا سره عقیدوی اختلاف ولری لازمه ده چي په نیک چلن يي دعوت او خپله عقیدوي تیروتنه ور په ګوته کړی، اوس که چیري مقابل شخص د دعوت په پایله کي قانع او اسلام قبول کړ ښه ترښه او که نه داعي د نیکي لارښوني په سرته رسولو سره خپل فرض ادأ کړ.

چي په اړه يي الله عزوجل پورته مطلب لاښه روښانه کوي:

لا إِکْراهَ فِی الدِّینِ ۲۵۶ سوره بقره، وقوله تعالی: (وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَن فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ) (۹۹)) سورة یونس، وقوله تعالی: فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ (۲۱) لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (۲۲)) سورة الغاشیة، وقوله تعالی: (قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا ۚ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (۵۴) سورة النور.

دوهم:

د عقیدي او مذهب خاوند په دي مکلف دي چي د خپلي عقیدي د خپراوي او ملاتړ لپاره کار وکړي نه دا چي د بندیزونو او ستونزو په حال کي توقف وکړی، که چیری د خپل مذهب د ملاتړ او په خپلو معتقداتو عمل کول ورته ستونزمن شول ده لره لازمه ده ترڅو داسی هیواد ته هجرت وکړی چی هلته واکمن او میشت خلک د ده مقدساتو او عقایدو ته درناوي ولری او په آزاده توګه خپل عبادات سرته ورسوی. که چیري دي په هجرت کولو توانا ؤ خو بیايي هم هجرت ونه کړ ده په خپل ځان ظلم وکړ مخکي تر دي چي په ده ظلم وشی.

برعکس که چیری دي ناتوان ؤ ترڅو هجرت وکړی بل هیواد ته په ده باندي څه ګناه نسته لقوله تعالی: لایکلف الله نفسا الا وسعها. قوله تعالي: ( إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا)[النساء:۹۷].

شریعت د عقیدی آزادی عامه ګرځولي د مسلم او غیرمسلم (الکفار) لپاره، کفار کولي سی په اسلامی هیوادو کي ژوند وکړي، خپله عقیده څرګنده کړي، او همدارنګه عبادتځایونه، مدرسی جوړی کړی ترڅو خپلي مذهبی زدکړی پکي وکړي. دوي په خپل مذهب او اسلام مقارنوي لیکني وکړی چی ډير ځله دوي ته د دي لیکنو په پایله کي اسلام یو بشپړ ټولنیز، سیاسی، ادبي…نظام لیدل شوي…

ژباړه: محمد ادریس وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب