د عمربن عبدالعزیز دزامنو میراث | هیښوونکي کیسې

عباسي خلیفه منصور چې کله خلیفه وټاکل شو مقاتل بن سلیمان رحمه الله ورغی منصور ورته وویل: نصیحت راته وکړه، مقاتل ورته وویل د خپلو لیدلو حالاتو له مخې نصیحت درته وکړم او که د اوریدلو؟ هغه ورته وویل: نه د لیدلو، مقاتل ورته وویل: ای امیرالمؤمنین! عمربن عبدالعزیز یولس زامن لرل، او په میراث کې یې اتلس دیناره ورته پرېښودل، پنځه دیناره یې په کفن ولګیدل، څلور په قبر ولګیدل، او پاته یې په زامنو ووېشل شوو، او هشام بن
عبدالملک هم یولس زامن لرل او هر زوی ته یې د پلار له میراث نه یو ملیون دیناره ورسیدل.

په خدای قسم ای امیرالمؤمنین! یوه ورځ مي د عمر بن عبدالعزیز یو زوی ولید د الله په لاره کې یې سل اسان خیرات کړل، او د هشام یو زوی مي ولید په بازار کې یې سوال کاوه، او عمر بن عبدالعزیز د مرګ په بستر پروت و چا پوښتنه ور نه وکړه چې ای عمر! اولاد ته دي څه شی پرې ایښي دي؟ هغه ورته وویل: هغوی ته مي له الله نه ویره پرې ایښې ده، که دوی صالحان وو نو الله د صالحانو سرپرست او ولي ده، او که هغوی صالحان نه وي نو زه که هغوی ته مال پرېږدم له هغوی سره به مي په ګناه کې مرسته کړې وي.

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله کیسه او وروستۍ خبره خورا له پند او عبرت ډکه ده په ځانګړې توګه د هغو خلکو له پاره چې کوښښ کوي خپلو اولادونو ته شتمني، ځمکې او جایدادونه پرېږدي، د دې خلکو حالت په رښتیا هم د تاسف وړ ده دوی ډیر عمر د دنیا په ګټلو بوخت وي او دا بوختیا یې په دې پلمه نوره اوږده شي چې باید اولادونو ته یوڅه پرېږدي، او همدا اندیښنه یې حرص لا زیات کړي په لوی عمر کې هسي هم حرص زیات وي او دا پلمې یې حرص لا زیات او قناعته یې لري کړي. هر چاته الله روزي لیکلې ده هغه څوک به ډیر ساده وي چې خپل ټول ژوند اولاد ته د شتمنیو په زیاتولو تیر کړي، علماء وایې د هغه سړي حال د تاسف وړ ده چې اولادونو ته دنیا پرېږدي، هغوی مزي او خوندونه پرې اخلي او په اخرت کې یې حساب له ده سره کیږې.

حامد افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب