د عمر – رضی الله عنه- د عدالت شپږ (۶) ملغلرې

 

 

الف:ـ د اسلام خلیفه عمر – رضي الله عنه – د خوب له پاره وخت نه لاره، په ناسته به خوب ځنګاوه. هغه مبارک ته به چا وویل: امیر المؤمنینه! ولې نه ویدېږې؟

هغه مبارک به ورته ګړه: څنګه ویده شم، که دورځې ویده شم د خلکو حقوق پایمالېږي، که د شپې ویده شم د الله ﷻ په عبادت کې به مې برخه نه وي اخیستې.

ب:ـ عمر – رضي الله عنه – یوه ورځ بیمار شو، طب پوهانو ورته د عسلو سپارښتنه وکړه، په بیت المال کې عسل و، له ځینو فتحه شوو ښارونو نه تر لاسه شوي ول، هغه مبارک له هغه عسلو نه خوراک و نه کړ، خلک یې را غونډ کړل، منبر ته وخوت، اجازه یې و غوښته او ویې ویل: زه به د بیت المال شته عسلو نه خوند و نه څکم، تر څو تاسو راته اجازه و نه کړئ پر ما حرام دي، خلکو و ژړل، ټولو ورته د خوړلو اجازه ورکړه. هغوی په خپل منځ کې یو بل ته کړه: اې عمره – الله ﷻ دي ډېر خیر در کړي – نور خلیفګان، چې له تا پس راځي هغه دې ستړي کړه – الله ﷻ دي پر تا رحم وکړي – له تا نه وروسته خلیفګان دي ستړي کړه.

ج:ـ يوه ورځ د اسلام خلیفه عمر – رضی الله عنه – روان و، له هغه مبارک سره “ابو عبیدة” – رضی الله عنه – هم مل و، یوې ښځې ورته کړه: آه اې عمره!

ته څه یې، وړاندې عمیر نومول کېدې د “عکاظ” په کوڅو کې به له هلکانو سره ځغلېدې، بیا څه مهال پس “عمر” شولې، بیا څه زمانه وروسته د “امیر المؤمنین” نوم در کړل شو، له الله ﷻ څخه ووېرېږه اې عمره! پوی شه، چې هغه – جل جلاله – درنه د رعیت په اړه پوښتنه کړي، چې څنګه دي د رعیت او اولس پالنه کړله. هغه مبارک سخت وژړل. ابو عبیده – رضی الله عنه – هغه په دې ملامته کړه، چې ولې دي امیر المؤمنین ته نا لایقه خبرې وکړې. هغه مبارک ورته وویل: اې ابو عبیده پرېږده، دا هغه ښځه ده، چې الله ﷻ یې له اووه اسمانه لوړ خبره واورېده.

د:ـ روایت دی، چې عمر – رضی الله عنه – ته د خلافت دروند مسؤلیت ور په غاړه شو ژړل به یې. یوه ورځ خپلې بي بي د ژړا پر مهال وموند، ورته یې کړه؛ څه پېښ شوي، چې ژاړې؟!

هغه مبارک په لړزېدلې غږ ورته کړه: د نبوي امت دروند پېټی مې غاړي ته لوېدلی؛ د وږي، ناداره په غم ستړی یم؛ د بیماره او ناقراره په درد ستړی یم؛ د نا پېژانده لڅ په جامه ستړی یم؛ د غریب، د مظلوم، د بندي، د سپین ږيري او… په فکر ستړی یم، پوهېږهم: د کائناتو مالک به رانه د هغوی ټولو په اړه پوښتنه وکړي، له دې وېري ژړېږم!

هـ:ـ ستر څښتن دي په عمر – رضی الله عنه – پیرزوینه وکړي! کله به د هغه مبارک نس ګوړا (اواز) له دې امله کوله، چې هغه مبارک به له تیلو سره ډوډۍ خوړله، نس ته به یې د خطاب په توګه ویل:

«قرقري أو لا تقرقري، لن تذوقي طعم اللحم حتى يشبع أطفال المسلمين»

ژباړه: که ګوړا کوې او کنه! تر هغه به د غوښې خوند و نه څکې تر څو، چې د مسلمانانو بچیان نه وي ماړه شوي!

و:ـ د “عام الرمادة” کال – په کوم کې چې مسلمانان له سختې ولږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وو – عمر (رضی الله عنه) به یواځې له تېلو سره ډوډۍ خوړله تر دې، چې د تنې پوست یې تور واوښت؛ ویل به یې: ډېر بد واکمن به یم، که زه موړ ی او خلک (اولس مې) وږې وي.

نتیجه:

– واکمن باید په اسلامي اصولو ښه بډای وي!

– واکمن باید د ځان هوساینه او استراحت تر خپل اولس ځار کړي.

– د اولس تر څنګ باید د ستر څښتن په عبادت کې هم پراخه برخه ولري.

– واکمن و بیت المال ته باید زیاته پاملرنه وکړي، بې له اړتیا یې باید مصرف نه کړي.

– واکمن د چا، و مناسبو نیوکو ته باید په نرمه ژبه ځواب ووایي.

– واکمن باید د خلکو تر منځ توپيري چلند و نه کړي.

– واکمن باید د خپل واک او ځواک پر مهال له “ذو الکبریآء والجبروت” څښتن نه تر نورو زیات و وېرېږي.

– واکمن باید د ټول ملت په فکر کې و اوسېږي.

– واکمن باید د بېوزله، بې واکه، بې ځواکه او بې وسه انسانانو ژوند ته رغنده کتنه وکړي.

– تر ټولو غوره او سپېڅلی واکمن هغه ده، چې د (ذوالجلال) الله ﷻ او د هغه د پیغمبر (محمّد) ﷺ و ټولو اصولو، قوانینو او فرامینو ته ژمن او د ملت ټولې: دیني، دنیوي او اخروي ګټې یې عملاً په پام کې نېولې وي.

سرچینه: التاریخ الاسلامي

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب