د عمر رض د خپلې بي بي منعه د مشکو د تللو څخه

د حضرت عمر رضی الله عنه و حضور ته يو ځل د بحرين څخه مشک راغله نو عمر رضی الله عنه وويل: څوک دا مشک تلي؟ چي پر مسلمانانو باندي يې وويشو دده بي بي حضرت عاتکې رضی الله عنها وويل: چي زه به يې وتلم ده مبارک واورېدل او چوپ سو لږ ساعت وروسته يې بيا وويل: چي څوک به يې وتلي؟ تر څو پر مسلمانانو يې وويشو.

دې مبارکي وويل: چي زه به يې وتلم عمر رضی الله عنه  بيا چوپ سو دريم ځل يې وويل: چي زه دا نه خوښوم چي ته خپل لاسونه د ترازو په پله کي کښېږدې او په مشکو يې ولړې او بيا هغه لړلي لاسونه پر بدن وموږي او ماته په دغه اندازه زياتوب حاصل سي.

فايده: داد حضرت عمر رضی الله عنه کامل احتياط و او خپل ځان يې د تهمت څخه خلاصوى که نه نو څوک چي تلل کوي د هغه لاسونه به خامخا لړل کيږي ددغه لږ اندازې په روا والي کي هيڅ شک نسته خو بيا هم ده مبارک خپلي بي بي ته دا خوښه نه کړه.

حضرت عمر بن عبدالعزيز  چي عمر ثاني هم ورته وايي ده په خپل وخت کي يو ځل مشک تلل نو پوزه يې وتړل او وې ويل چي د مشکو ګټه  ښه بوى دئ (يعني زه نه غواړم چي دغه گټه تر نورو ماته زياته ورسيږي ).([1])

فايده: دا داصحابو کرامو رضی الله عنهم، تابعينو(رحمة الله عليهم)، او زموږ د مشرانو اورهبرانو احتياط و.

([1] ) احياء

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب