د عيد الاضحى او قرباني او مسائل -لنډ سوالونه او ځوابونه

تكبير تشريق کله شروع کېږي؟

تکبری تشریق (الله اكبر, الله اكبر ,لااله الاالله والله اكبر ,الله اكبر ولله الحمد) د ذي الحجې له نهمي نيټې دسهار مهال نه ديارلسمي نيټې د مازديګر تر مهاله له هر لمانځه وروسته په لوړ غږ سره لږ تر لږه يو ځل پورتنى تكبير ويل واجب دي , له مفتى به قول سره سم دا حكم د نر او ښځو دواړو لپاره دى كه هغه په جماعت لمونځ ادا كوي او كه يي تنها ادا كوي په هر ډول باندي د پورتني تكبير ويل پرې واجب دي او پريښودل يي ګناه بلل كيږي ، البته ښځينه دي په لوړ غږ سره نه وايي ,ځكه چي دښځو غږ هم په ستر كي ګډ دى (شامي).

لوي اختر ته ولي عيد الاضحى ويل كيږي؟

ددي پوښتني په ځواب كي ملا علي قاري رحمه الله په مرقات كي داسي فرمايلي: (وسمي الضحى لان الاضحية تفعل في الضحى) مرقاة جــ۳ صــ۳۰۲ .

ژباړه: لوي اختر ته ځكه عيدالضحى ويل كيږي چي پدي ورځ قرباني دسهار (ضحى) په وخت كي تر سره كيږي ، ضحى په عربي كي سهار يا څاښت ته ويل كيږي ، له همدي امله دغه اختر ته هم دا نوم وركړل شوى دى .

په محمدي امت باندي قرباني كله واجبه شوه؟

ددي پوښتني په ځواب كي علامه علاءالدين الحصفكي رحمه الله په درالمختار كي فرمايي چي قرباني دهجرة په لومړنيو وختونو كي واجبه شويده (درالمختار جــ۱ صـــ۶۱۱) .

په قرباني كي كوم ډول څاروي حلالول پكار دي؟

غوا ،غويي، ميښه، مږ ، اُوزه او دارنگه نور حلال څاروي ذبح كولاي شي البته نر او ماده يي هيڅ فرق نلري يوازي بايد چي په شرعي اصولو برابر وي ، او كه چيري د نر او مادي بيه سره يوه وه نو بيا بايد چي دقرباني لپاره ماده غوره كړايشي (شامي مع درالمختار جــ۱ صــ۳۲۲) البته په پورته دواړو كتابونو كي ميښه دغوا له جنس نه بلل شويده.

دڅاروي عمر بايد دقرباني په وخت كي څومره وي؟

اوښ بايد كم تركمه پنځه كلن وي،  غوا يا هم ميښه بايد دغه مهال كم تركمه دوه كلنه وي , اُوزه يو كلنه او دپسه لپاره كم تركمه عمر شپږ مياشتي متعين شويدي مگر هغه بايد دروغتيا له پلوه دومره څورب او تيار وي چي څوك يي له يوه كلن نه دكوچني گومان ورته ونكړي (تنوير الابصار مع الدر جـ۶ صـ۳۲۲).

د پورتنيو څارويو په قرباني كې څه فرق دی؟

فرق دادي چي پسه ديوه كس دقرباني لپاره كارول كيږي پداسي حال چي په غوا يا ميښه كي اوه كسان سره شريكان كيداي شي (تنوير الابصار صــ۳۱۵ / مختصر القدوري جــ۲ صــ۲۷۹).

د قرباني وخت:

دقرباني وخت دذي الحجي له لسمي نيټي نه پيل كيږي او ددولسمي نيټي له لمر لويدو سره سم پاي ته رسيږي دغو دريو ورځو ته ايام النحر ويل كيږي .

د ښارونو او كليو تر منځ فرق:

په ښارونو او كليو كي دقرباني كولو يو څه فرق شته او هغه داچي ښاريان د اختر دلمانځه له ادا كولو نه مخكي قرباني نشي كولاي خو دكليو ميشت خلك بيا دسهار له پيل نه سمدستي وروسته او داختر دلمانځه له ادا كولو نه مخكي هم قرباني ترسره كولاي شی (مختصر القدوري جــ۲  صــ۲۷۸).

لیکوال: قاري حكيم الله صابري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب