د عيسائيت بنسټ ايښودونکی پولس(ساول/ شاول) دی

پولس په لاطینې ژبه او پولوس په یوناني ژبه کي ورته وایي چي معنایی ده (کوچنی)، په عبراني ژبه کي ورته ساؤل/شاول (یعنی د خدای څخه غوښتونکی) وایي؛پولس د یهودي نسل څخه یورومی کس وو، دی د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي د هغه او د هغه د حواریینو سخت دښمن او مخالف وو، کله چي دی عیسایي شو نو دمشق ته ولاړی او هلته یې د حضرت عیسی علیه السلام د الوهیت او د خپل ځان په هکله ئې وویل چي زه مسیح یم او زه په روح القدس سره معموره شوم،ده خپله و خپل ځانته رسول ووایه، او هر څه یې له ځانه جوړ کړل، چي ډېرو له ده سره مخالفت وکړ هغه په دې وجه نه چي دی عیسایي دی بلکې هغو دا باور درلودی چي پولس یو یهودي دی، دی نه د حواریینو څخه دی او نه هم د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي عیسایي شوی دی، دی لیکي چي زه کله و دمشق ته تلم نو پر لارې مي یو نور ولیدی چي و ماته ئې وویل ساول !

هغه لا په لاره وو، او دمشق ته ور نژدې کيدئ چي ناڅاپي له اسمانه یوه رڼادهغه شا وخوا و ځلیده،هغه په ځمکه را پریوتو او داسی یو اواز یې واورېدئ ساوله! ساوله! ته ماولي ربړوې؟ هغه تپوس وکړ مالکه ته څوک یې؟ ځواب راغی زه عیسی یم…

(اعمال درسولانونهم باب: ۱- ۲۰)

انجیل شریف اول جیبی چاپ ۱۹۹۶

له دې څخه وروسته پولس د حضرت عیسی علیه السلام ځای ناستی شو، عیسایي فاضلان لیکي:

خلکو دده د رسالت څخه انکار وکړ دا ځکه چي دده رسالت د نورو رسولانو په شان نه وو.

( Encyclopedia of Religions and Ethics 1917)

د پولس په هکله مؤرخین فلويډراس (Floyd Ross) او مېرمن ټاينيټی هلز(Mrs. Tynette Hills) لیکي:

په هغو ټولو خلکو کي چي د عیسائیت په لومړی کي وو، تر ټولو ئې پولس ذمه واره دی،دا ځکه چي عیسائیت دده د عقایدو تر سیوری لاندی شو ،ده د عیسائیت لپاره نوې تګلاره و ټاکل.

Floyd.H.Ross and Tyentte Hills: op.cit 137

پولس چي څه و خلکو ته تبلیغول نه د حضرت عیسی علیه السلام ویناوې وې او نه هم د حواریینو ویناوې وې، فاضل عیسایی څېړونکی پروفیسرآرنلډمئير (Arnord Meyer) وایي:

(Arnold Meyer: Jesus or Paul, London 1909)

که څوک د اسوال وکړي چي پولس رسول چي و خلکو ته کوم تعلیم ورکاوه هغه له کومه اخذ کاوه؟ ددې ساده ځواب دادی چي ده هغه ویل چي د حواریینو څخه و ده ته رسیدلی وو،خو پولس خپله ددې پوښتنې ځواب بل شانته ورکوی او دی وایي؛ما انجیل له انسانانو څخه نه دی حاصل کړی بلکې ما د یسوع مسیح څخه په مکاشفه باندی و لاسته راوړی دی، چي ددې څخه مطلب دادی چي ده له هغه څه چي حضرت عیسی علیه السلام او حواریینو ویل له هغو څخه انکار دی. د پولس دا خبره په بایبل کي داسی ده:
زماوروڼو!زه تاسو ته دا خبره صفا کوم چي کوم زېری چي ما درته اورولی دی هغه د بنی آدم جوړ کړی نه دی، ځکه چي هغه ماته د چا انسان د طرف نه رارسیدلی او نه چا بنی آدم و ماته ښوولی دی بلکې د کشف په معرفت د عیسی مسیح د طرفه شوی دی.
(د ګلتیانو په نوم د پولس رسول خط اول باب: ۱۱- ۱۳)

انجیل شریف اول جیبی چاپ ۱۹۹۶

همدارنګه پولس یوناني فلسفه اومشرکانه توهم پرستی او خیالات په عیسائیت ګډ کړل چي پردې باندی عیسایی عالمان هم په یوه خوله دي،

د پولس په لیکونوکي (د یوناني فلسفې په ځانګړی ډول سره د افلاطونیت) پوره اثار معلومیږی.

(Hammerton: Universal History of the World)

دده ټول تعلیم پر مکاشفه باندی ولاړ وو، نه د حضرت عیسی علیه السلام پر ویناوو او نه هم د حواریینو پر ویناوو؛د پولس مکاشفه داسی امکان نلری چي په یوګړی دي ده سره ترتیب او برابره کړې وي بلکې دا دده د ډیر وخت پیغام وو، چي بیا یې د مکاشفې په ډول سره و خلکو ته ښکاره کړه، او اوس ده د عیسائیت څخه یو نوی دین جوړ کي.

(Encyclopedia of Brit 1962)

دا چي د پولس لیکونه د انجیلونو څخه مخکي لیکل شوي دي نو داسی موږ ویلای شو چي دده لیکونه د انجیلونو لپاره سرچینه ده، فاضل عالم ارنلډ دپولس په هکله زیاتوی:

که د عیسائیت موخه دا وي چي حضرت عیسی علیه السلا م د خدای زوی دی،او په انساني بڼه سره و مځکي ته راکښته شو ،او زموږ د ګناهونو لپاره ئې خپله وینه توی کړل، زموږشفاعت به کوي،او دی زموږ د ګناهونو کفاره شو نو دا د حضرت عیسی علیه السلام تعلیم نه دی بلکې ددې بنسټ پولس ايښی دی او بس.

(Arnorl Meyer: Jesus or Paul )

ټول عیسایي مؤرخین او څېړونکي په دې باور دي چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکي پولس دی.

پولس د عیسائیت ریښې تر هر ځایه پوری ورسولې او د نوی عهد نامې تقریبا نیمایي پولس لیکلې ده، ده د لومړي ځل لپاره د کلیساؤ طبقه بندي پیل کړل او له همدې لپاره ئې یوه غونډه هم وکړل زموږ له څېړنو څخه دا پوره معلومیږی چي د اوسني عیسائیت بنسټ ایښودونکی پولس دی.

(تاریخ کلیسا، پاڼه: ۴۹- ۵۲، لیکوال: ډاکټرډونلډ ډي سمیټن، ژباړن: لیاقت قیصر، خپرونکي: فل ګاسپل آف پاکستان کوټ لکهپت لاهور)

ددې څخه علاوه د پولس څرګندونې د حضرت عیسی علیه السلام له ویناوو سره په ټکر کي دي،

د بیلګې په ډول سره حضرت عیسی علیه السلام وایي چي خدای یو دی لکه په انجیلوکي چي راغلي دي:

ته یواځی رښتینی خدای ئې او عیسی مسیح چي تا را استولی دی.

(یوحنا: ۱۷: ۳)

(عیسایت کياهے؟ لیکوال: شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی، خپرونکي: دارالاشاعت کراچی.)

واورئ ای بنی اسرائیلو خداوند زموږ خدای یو دی نو تاسو په ټول زړه ټول روح او ټول ځواک سره د خپل واحد خدای په وړاندی مینه ولرئ. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)

عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چي ای اسرائیلو واورئ! مالک زموږ خدای یو مالک دی، تاسی د خپل خدای سره د ټول زړه سره، د خپل ټول روح سره د خپل ټول عقل او د خپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)

او خدای د ټولې نړۍ پاچا شو،هغه خدای یو دی او د هغه نوم واحد(یودی). (زکریا ۴۱باب ۸)

او خدای صرف یو خدای دی.( خط درومیانوپه نامه ۳باب ۳۰)

خدای یو دی، ایمان یو دی، بپتسمه او د ټولو خدای یو دی.

(خط د افسویونو په نامه ۴: ۶)

اوس د ازلی پاچا یعنی غیر فانی نالیدلی واحد خدای عزت او جلال دی تل ترتله وي. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)

ته په دې خبره ایمان ولره چي خدای یکي یو دی. (خط دیعقوب ۲: ۱۹)

خدای یواځی او یواځی یو دی.(خط د یهوداه ۲۵)

په بایبل کي د خدای وحدانیت په ډېرو ځایونو کي په ښکاره ډول سره راغلی دی، او دا تاسی چي ئې نه منئ دا ستاسو بې انصافې او ګمراهې ده، و تاسو ته دا بایبل هم د هیڅ شی ارزښت نه لری.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب